پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې
پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې
پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې د محمد يعقوب خان سره

پيېرې لويس ناپوليون کېوناري (۱۸۴۱ـ ۱۸۷۹) يو برتانوی پوځي سر بولندوی و . دی د کونټ لويس اډولف کېوناري ځوی و . په خټه د اټاليا د زړې کورنۍ چې پارما نومې سيمې پورې تړاؤ لري د بوناپارټ کورنۍ سره نژدې اړيکې درلودې او ده د هغه په اداره کې خدمت ترسره کړی و. کېوناري په کال ۱۸۳۷م زېږدي کې د يوې آيرلنډۍ ښځې سره واده کړی ، چې نوم ېې کېرولاین ليونزـ مونټگامېري ـ کېوناري و . هغه د جولای په ۴مه کال ۱۸۴۱م زېږدي کې د سټيني نومي سيمې کې په فرانسې کې زېږېدلې وه.

برسېره پر دې چې هغه د نورو برتانويانو پشان بې پرېتوب اختيار کړی و ، خو بیا هم د برتانوي ـ هند ختيځې کمپنۍ ته د يو پوځي په توگه ورغی . وروسته د اډيسکومب پوځي اکاډميۍ څخه د فارغېدو هغه د اودهـ سیمې د ۱۸۵۸ او ۱۸۵۹م زېږدي کلونو د بلواگرو پر وړاندې پوځي دنده ترسره کووله. په کال۱۸۶۱م زېږدي کې کېوناري د پنجاب په سيمه کې د مرستيال کمېشنر په توگه وگمارل شو.او په کال ۱۸۷۷م زېږدي کې مرستيال کمېشنر د پېښور سیمې کې مقرر شو چې برسېره پر خپلې پوځي دندې ېې د پښتنو په ژبې ، دود او قبايلو باندې هم مالومات راټولول.

د سپټمبر ۱۸۷۸زېږدي کې دی د برتانوي پلان له مخې د افغانستان په ماموريت وگمارل شو چې په دې لړ کې د افغانانو لخوا ېې په خيبر دره باندې د تگ راتگ بډوالی وښودل شو. د مې مياشت په ۱۸۷۹م زېږدي کې انگرېزي ـ هندي پوځ افغانستان باندې يرغل وکړ او پدې وخت کې د افغانستان پاچا امير شېر علي خان په يوازې حالت کې مړ شوی و او د هغه ځوی امیر محمد يعقوب خان ېې ځای ناستی و .

امير يعقوب خان او د گندمک تړونليک

د هند وايسرا په کابل کې د يعقوب خان د حکومت له پيل کېدلو سره سم هغه ته وليکل، چې باید د برتانيې يو دايمي هيات په کابل کې ومني. يعقوب خان دا خبره له هغو کسانو سره، چې د امير شېر علي خان سره د مزار شريف په سفر کې ملگري و، مطرح کړه او هغوی ټولو ورته ووېل، چې په برتانيه اعتماد ونه کړي او د روسيې سره دوستي وکړي.[۱] البته يعقوب خان د هغوی مشوره ونه منله او د انگرېزانو دا وړانديز ېې ومانه چې وېل ېې، د هغوی له قواؤ سره دې گندمک په سیمه کې وگوري مخکې له هغه چې يعقوب خان گندمک ته ولاړشي ، هغوقبايلو ته ېې چې د انگرېزانو سره په جگړه لگيا وه، يوه اعلاميه خپره کړه. هغوی ته ېې ولیکل چې د کافرانو څخه ونه وېرېږﺉ او دې به د هغوی پر ضد د غازيانو يوه لويه قوه تنظيم کړي. البته دغه اعلاميه د انگرېزانو لاسته ورغله، خو د انگرېزانو له خوا ټاکل شوي استازي لويس کېوناري په هغې کې ری ونه واهه او د يعقوب خان سره ېې د گندمک تړونلیک لاسلیک کړ.[۲] د انگرېزانو له قوله چې د تړونلیک په هکله داسې وايي، ددې تړونلیک له مخې افغانانو د انگرېزانو استازي ته په کابل کې د اوسېدو اجازه ورکړه .کېوناري تر هرچا ښه پوهېده، چې افغانستان ته تلل او په کابل کې وظيفه اشغالول څومره د خطره ډک کار دی، مگر هغه خپل ځان او ملگري دې خطر ته ورکړل او د افغانستان د امير په دربار کې ېې د برتانيې استازيتوب ومانه.[۳]

سرچينې

  1. Sykes page 114
  2. Afghanistan Mac Mann page 177
  3. عين الوقايع ۱۸۸ مخ