پيونګيانګ
| Pyongyang 평양 پيونګيانګ |
|
|---|---|
| هېواد | |
| ښاروال | |
| د اوسېدونکي شمیر | ۳،۲۵۵،۳۸۸ |
| ژبه | کوريايې |
| مساحت | ۳،۱۹۴ |
| د زده کړې سلنه | ٩٨ |
| د خپلواکۍ نېټه | د اګست ١٥مه ١٩٤٨ |
پيونګيانګ (په کوریایی کې: 평양 Pyongyang) د شمالي کوريا پلازمېنه ده. دا ښار د ټايډونګ د سيند په غاړه د ژېړې بحېرې تر څنګ پروت دى. د هېواد تر ټولو لرغونى ښار بلل کېږي. ٢٣٣٣ کاله له ميلاد څخه د مخه دلته يو کوچنى ښار و. ١١٢٢ کاله د ميلاد د مخه پي يونګ ګانګ يې مرګز وټاکل شو. په ٦٦٨ کې چنايانو تر خپلې ولکې لاندې راوست. او په ١٥٩٢ کې چاپان په دې ښار برېد وکړ.
د بهرنيانو د پرلپسې برېدونو له کبله د بهرنيو وګړو پرمخ وتړل شو؛ خو کله چې د بهرنيو وګړو لپاره بېرته خلاص شو، نو په کوريا کې د عيسويت تبليغ ډېر زيات شو، او تر ١٠٠کليساوو څخه په کې ډېرې جوړې شوې. د سين جاپان ١٨٩٤-١٨٩٥ جګړه کې په پوره ډول ويجاړ شو. جاپان په ١٩١٠-١٩٥٠ پورې دا ښار د يو صنعتي مرکز په ډول وکاروه. په ١٩٥٠ کې د ملګرو ملتونو پوځ په دې ښار حمله وکړه؛ خو چې چين په دې جګړه کې برخه واخيستله؛ نو د ملګرو ملتونو پوځ وتلو ته اړ شول. په ١٩٥٣ کې د چين او روسيې په مرستې سره په پوره ډول ورغول شو. اوس دې ښار ډېر پرمختګ کړى دى. بوره، ربړ او بېلابيلو د لوښو ډولونه په کې جوړېږي. د ښوونې له پلوه هم ډېر پرمخ تللى دى، د توشنګ پوهنتون، چې تر ټولو نوموتى دى په ١٩٤٦ کې ورغول شو.پرته له دې طب پوهنتون هم شتون لري. ډېر پارکونه، موزيم او کتابتونونه هم په کې شتون لري. د لومړۍ پېړۍ قبرونو، بودايې عبادت ځاى او د اسونو مجسمو ددې ښار ښايست لاپسې زيات کړى دى. په ١٩٩٩ ع کال کې ددې ښار نفوس ٣١٣٦٠٠٠ وو.