پير سيد احمد گيلاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پير سيد احمد گيلاني

پير سيد احمد گيلاني د افغانستان د محاذ اسلامي د گوند مشر او يو پخوانی جنگسالار دی. د پیر سید احمد ګیلاني ژوند لیک

زوکړه:

پیرسید احمد ګیلانی په ۱۹۳۲ م کال د ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې په یوه علم پروره کورنۍ کي دی نړي ته سترګي وغړولی. هغه د صوفیه قادریه د طریقت پیر یا رهبر وو، په افغانستان کې چې د د پلار سید حسن ګیلاني لومړنې کس وو چې د په عراق – بغداد کې د د قادریه طریقت منځته راوړ و. په ۱۹۰۵ م کال دوی افغانستان ته راغلل او امیر حبیب الله خان ورته په ختیځ کې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کي د میشت کیدو ځآی ورکړه ، پیر سید احمد ګیلاني بیا کابل ته ولاړ او هغه خپلې زده کړې د کابل د امام ابوحنیفه په کالج کې دشریعاتو په برخه کې پیل کړی ، هغه د شریعاتودپوهنځې له ختمیدو مخکې دخپلې کورنۍ په غوښتنه د شاهي کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړه او د امیرحبیب الله خان له لمسۍ عادله سره نکاح وکړه. دغه روحاني کورنۍ د طریقت تر څنګ بیا په سوداګري پیل وکړ په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کله چې کمونستان قدرت ته ورسیدل ، پیر ګیلانی پاکستان ته مهاجر شول ،هلته یی د د محاذ - اسلامي ګوند جوړ کړ ، ددی ګوند دجوړیدو اصلي موخه په افغانستان کې د حقیقت لپاره مبارزه کول وو، محاذ –اسلامي ګوند د هغو اوو نورورګوندونو په څیر په افغانستان کې د اتحاد شوروی په مقابل کې وجنګیده دغه ګوند په افغانستان او پاکستان( افغان کډوالو) کې د د پراخ نفوذ خاوند وو. د پیر سید احمد ګیلاني په رهبری د محاذ اسلامې ګوند په افغانستان کې د د طالبانو له قدرت رسیدلو وروسته، دهغو سره هم په مخالفت کې شو او دشمالي ټلوالوسره یوځای شول ، پیر د اسلامیزم او نشنلیزم سره په مخالفت کې واقع شو. ګیلاني دحامد کرزی په دوران کې د هغه له کلکو ملاتړو کوونکو څخه وو او دپیر په غوښتنه هغه طالب وسلوال چې په جګړه کې ښکیل نه وو ، په افغانستان کې د هستوګنې کیدو لپاره منځګړی شو ، پیر سیداحمد ګیلاني په ۱۳۹۳ لمریز د ولسمشري په ټاکنو کې د محمد اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. پیر ګیلانی ۶ میاشتې وړاندې د سولې د عالي شورا د مشر په هیڅ وټاکل شو او دهغهې مذاکرات د د بین افغانی سولې لپاره دده په مشری دحزب اسالامي سره ښې پایلې درلودی.

ماشومان:

پیر سید احمد ګیلاني پنځه ماشومان لري چې په لاندې کرښو کې یی دندی او نومونه ‌ذکر شوی دی: ۱.فاطمه ګیلاني --- د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشره ۲.سید احمد ګیلاني ---- د مشرانو جرګي لومړي نایب ۳.مریم ګیلانی ---- د شمسه کلیوالو ماشومانو او عادله بنسټ ایښودونکی ۴.زهره ګیلاني--- د زیډ – سوزني کالي جوړونې د برنډ منځته راوړونکې او مشره ۵.سیداحمد ګیلاني ---- په جوردان کې دافغاننستان لوی سفیر مړینه : پیر سید احمد ګیلانی د زړه د حملې له کبله د ۸۵ کالو په عمر په کابل کې د غازی امان الله خان په روغتون کې له دی نړۍ سترګې پټې کړی. روح یی ښاد فردوس جنت یی په نصیب شه!


اخذلیکونه:

ټولونه او ژباړه : ډاکټر ا . همدرد

Edwards, David (2002). Before Taliban: Genealogies of the Afghan Jihad. Berkeley: University of California Press. p. 252. ISBN 978-0-520-22861-0.

^ Jump up to: a b Vogelsang, Willem (2002). The Afghans. Malden: Blackwell Publishers. p. 316. ISBN 978-0-631-19841-3. Jump up ^ Edwards, p.255 Jump up ^ Dorronsoro, Gilles (2005). Revolution Unending. Afghanistan: 1979 to the present. London: Hurst. pp. 151–152. ISBN 1-85065-703-3. ^ Jump up to: a b Rubin, Barnett (1995). The fragmentation of Afghanistan. New Haven: Yale University Press. p. 203. ISBN 0-300-05963-9. Jump up ^ Edwards, p.274 Jump up ^ Urban, Mark (1990). War in Afghanistan. London: Palgrave MacMillan. p. 223. ISBN 0-333-51477-7. Jump up ^ Yousaf, Mohammad; Adkin, Mark (2001). Afghanistan: The Bear Trap. Havertown: Casemate. p. 105. ISBN 0-9711709-2-4. Jump up ^ Rubin,p.210 Jump up ^ Lloyd Parry, Richard (12 October 2001). "Anti-Taliban warlords set the rules for a new round of the Great Game". The Independent. Retrieved 2010-06-08