پوښتنه
|
|
په دې ليکنه کې د کوم اخځ يا سرچينې د درک يادونه نه ده شوې. لطفاً د باوري سرچينو په ورکړې سره همدا ليکنه پياوړې کړۍ. هېره دې نه وي چې د بې سرچينو او بې اخځونو ليکنې به تر ننګولو وروسته ړنګې شي. |
پوښتنه يوه ژبپوهنيزه اصطلاح ده چې د مالوماتو د غوښتنې په وخت کې کارېږي، او يا هم پخپله غوښتنه د همداسې يوې اصطلاح په اظهارولو سره ترسره کېږي. هغه مالومات چې د غوښتنې د اصطلاح په غبروګون کې رابرسېره کېږي د ځواب په نامه يادېږي. که څه هم چې پوښتنې د امريه جملاتو په توګه چې اکثرا د يوه امر د اظهارولو يا څرګندولو په بڼه راپورته کېږي خو پوښتنې اکثراً د ګروېږونکو جملاتو په کارولو سره هم راولاړېږي: د ساري په توګه،راته ووايه چې دوه او دوه څو کېږي؟، د محمود کور چېرته دی؟ دې ته ناورته ځينې جملې لکه، مالګنۍ راته په لاس کې راکولای شی؟ د پوښتنې يوه داسې ګرامري بڼه ده چې د يوه ځواب د وييلو پخاطر نه بلکه د يوه عمل د ترسره کولو د غوښتنې په ترڅ کې ترسره کېږي. په همدې خاطر وييلی شو چې پوښتنې ګڼ عملي اړخ لري. (د نظر له مخې داسې يو عبارت نه يوازې د يوې غوښتنې په توګه ښکاري بلکه د يوه بل شخص هغې هيلې په توګه هم ګڼل کېږي چې د غوښتنې سره يې د توافق لپاره اظهاروي)
| د پوښتنو په ځوابولو کې څلور لارې دي. کومې څلور لارې؟ ځينې داسې پوښتنې دي چې د وېشنيزې له مخې بايد ځواب شي[سمدلاسه هو، نه، داسې، هغسې]. ځينې داسې پوښتنې دي چې په شننيزو ځوابونو (کيفيتي) بايد ځواب شي [د څرګندولو او بياوضاحتي اصطلاحګانو په مرسته]. ځينې نورې داسې پوښتنې دي چې په وړاندې يې د پوښتنو ولاړولو په مرسته بايد ځواب شي. داسې پوښتنې هم شته چې بايد په څنګ پرېښودلی شي. دا د پوښتنو د ځوابولو څلور لارې دي |
- بودا