پولي اصلاحات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پولی اصلاحات انګلیسي: Monetary reform هغه پروسه ده چې د یو هیواد د پولي واحد د بدلون پولي اصلاحات یا سمون او یا هم په هغه کې د اړینو اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره پر لار اچول کېږي. پولي اصلاحات هغه وخت کارول کېږی کله چې د یو هیواد په موجوده پولي واحد کې د بدلون او یا هم ریفورم د رامنځته کولو پرته د نوموړي هیواد مالي او اقتصادي روغتیا ته زیان رسېږي.

افغانستان او پولي اصلاحات[سمول]

زمونږ په هیواد کې هم د نوي نظام په راتگ سره د زړو افغانیو بې کچی پړسوب ته په پام سره د پولي اصلاحاتو په لړ کې نوي افغاني بانک نوټونه رامنځته شول، چې د زړو په پرتله باثباته او ارزښت یې د نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې زیات دی. بېلابېل اقتصادي لاملونه او حالات د پولي ریفورم د پلي کولو اړتیا رامنځته کوي، د بېلگې په ډول د زړو افغانیو هغه ستونزې چې له امله یې د نوموړي بانک نوټونه پرځای نوی بانک نوټونه رامنځ ته شول. دا وه چې نوموړو پېسو دوامداره او چټک پړسوب درلود، د همدغه بې کچې پړسوب له امله د نوموړو پېسو د ارقامو صفرونه چټکۍ سره زیاتېدل او 100 څخه وروسته یې 1000 او آن تر 10000 افغانيو بانکنوټونه هم چاپ او خپاره شول. دا په داسې حال کې چې نوموړو پیسو د پېرځواک د نړۍ د هیوادونو او په ځانگړي ډول د گاونډیانو د کرنسۍ په پرتله خورا کم و. د اقتصادي سیاست له امله هم Devaluation دافغانیو د پیسو د ارزښت نوموړی کموالی د نه وو چې د صادراتو د تشویق لپاره په کار اچول کیږي بلکه لامل ېې د افعانیو بې اندازې چاپ او د هغه وخت سیاسي گډوډي وه.