په افغانستان کې زده کړې
دلمړي ځل لپاره دلوړو زده کړو بنسټ ډبره ( طب پوهنځي) په افغانستان کي د (۱۳۱۱) کال د لړم دمياشتي په لمړي نيټه د کابل په ښار کي کيښودل شوه. دغه پوهنځي د يو ترکي متخصص پروفيسور ډاکټر رفقي کامل بيګ تر لاس لاندي د (۸) نفرو د استادانو په شمول په کار پيل وکړ. ددغه نوي مؤسسه دابتدائي فعاليتونو سره ئي کوچني طبي شعبي په تشکيل کي درلودلي ، دهغو محصلانو شمير چه په هغه وخت کي د (۵۰۰) تنو څخه زيا ت نه وو تر ۱۳۸۰ کال پوري تر (۶۰۰۰) تنو پوري رسيږي.
په تيرو دري لسيزو کي ئي برجسته ترين متخصصين درلودل چه دهغو له جملي څخه (۳۰) تنه ئي په نړيواله کچه (سطحه) پروفيسوران وو. دحقوقو او سياسي علومو پوهنځي، دعلمي کادرونو د روزني په خاطر په ۱۳۱۷ کال د تلي دمياشتي په ۱۱ نيټه ايجاد شو. دريم تحصيلي مرکز د ۱۳۲۱ کال په سنبله کي دساينس پوهنځي په نوم ايجاد شو. او څلورم تحصيل نهاد په ۱۳۲۳ کال کي د ادبياتو او دبشري علومو په نامه جوړشو. ذکر شوي پوهنځي ګاني تر ۱۳۲۵ کال پوري د ښووني او روزني د وزارت لخوا رهبري کيدلي او په همغه کال د وخت دولت دعصر اوزمان د ايجاباتو په مطابق دکابل پوهنتون ايجاد کړو. دغه مؤسسه چي وروسته د يونيسکو په شنه کتاب کي رسماْ وليکل او رجسترشو، يواځيني د افغانستان پوهنتون په حيث په ۱۳۲۵ کال کي جوړ شو. دهغه شميرکسانو او ځوانانو لپاره چي شرايط ورته نه وو مساعد چه دليسانس دوري بشپړکړي د شپي پوهنځي ګاني جوړي شوي.
دکابل پوهنتون څخه وروسته دويمه د لوړو زده کړو مؤسسه چه په ښکلي او ښايسته ولايت ننګرهار کي په ۱۳۴۲ کال کي تاسيس شو. اودکابل پوليتخنيک چه د ۱۳۴۲ کال کي ئي بنسټ کيښودل شو او په ۱۳۴۸ کال کي رسماْ پرانستل شو، په تيرو کالونو کي ټولو نهادونو په تشکيلاتي ساختار کي تغييرات دملاحظه وړ دي. تر ۱۳۷۳ کال پوري دحکومت د هدايت په اساس تخنيکي تعليمات، مسلکي او حرفوي، دلوړو زده کړو دوزارت په موجب، رسمي پروتوکول ښووني او روزني وزارت ته ورکړل شول. د (۴۲) تخنيکي، مسلکي او حرفوي مؤسسو سره د ټولو تشکيلاتو منقول او غير منقول شتمنيو سره د لوړو زده کړو د وزارت څخه د ښووني او روزني د وزارت په تشکيل کي ادغام شول.
نيوليک |
[سمول] کابل پوهنتون
کابل پوهنتون په افغانستان د لوړو زده کړو يو پخواني او سابقه لرونکې موسسه ده . چې دې پوهنتون د خپل تاريخ په لړ کې له کال ۱۹۳۲ را په ديخوا نه نه يوازې دا چې ډېرو افغانانو ته يې د تحصيل زمينه برابره کړې ، سربيره پر دې چې د ډېر هيوادونو د محصلينو پاملرنه يې ځانته رااړولي دي چې له دې سره يې په سيمه کې يو ځانګړي شهرت تر لاسه کړي دي .کابل پوهنتون له يوه غني کلتور ، لرغونتوب او له ښه اکاډميک چاپيريال څخه برخمن وو ، چې په افغانستان کې د څو لسيزوکورنيو جګړو او بې ثباتيو له امله وران شوي دي .