په ننګرهار کې میشته پښتا نه قامونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ننګرهار دافغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یو ولایت دی چې د افغانستان په ختيز کې پروت دی چې  د ختيز طول البلد د ۷۰ درجو او ۲۸ دقيقو او د شمالي عرض البلد د ۳۳ درجو او ۵۶ دقيقو تر منځ مو قعیت لري .، چې د سمندر له سطحې نه  يې لوړوالى ۵۹۹ متره او پراخوالى يې ۷۹۱۶ كيلومتره مربع دى او مرکز يې جلال اباد ښار دی.

دغه ولایت دلرغونې اوتاریخي  ګندهارا یوه برخه ده چې په لرغونو اوویدي متونو کې یې نوم نو نهارا او نګاراها په بڼو هم راغلي دی چې نګر یا نګري  په سنسکریت او هندي ژبو کې  ښارته وايی .ننګرهار په لرغونو زمانو کې دبودیزم دمرکزونو نه یوستر مرکز ګڼل کیده..

ننګرهار ولايت، چې د تاريخي ځانګړنو، اوبو او هوا (اقليم)، مېوو، حاصلاتو او طبيعي مناظرو له امله يې د هېوادوالو پاملرنه ځان ته را اړولې ده، د شمال نه يو څه برخه د کونړونو او يو څه يې په لغمان ولايت پورې نښتې ده، د لوېديځ له خوا په کابل او لوګر ولايتونو پورې تړلې او د سوېل(جنوب) خواته يې سپين غر له پکتيا او پښتونخوا نه  بېلوي. د ننګرهار ولايت ختيزه  او سوېل ختيزه خوا له ډېورنډ کرښې سره ګډه پوله لري.دننګرهار مرکز دجلال آباد ښاردي . دننګرهار دټولو وګړو شمیر درې ملیونو تنو ته رسیږي . دننګرهار اهمیت په دې کې دی چې د كابل – پېښور تر منځ پر لويه ټرانزېټي لاره پروت دى.

ننګرهاردجلال آباد دښار په ګډون در ویشت اداري واحدونه ( ولسوالۍ ) لري چې نومونه یې دادي [سمول]

۱- هسکه مېنه 

۲- اچین 

۳-بهسود

۴-چپرهار

۵- دره نور

۶-بټي کوټ

۷-دوربابا 

۸- ګوشته 

۹- حصارک

۱۰-کامه 

۱۱- خوږیا ڼي

۱۲- کوټ 

۱۳- خېوه 

۱۴- لعلپوره 

۱۵-مومند دره 

۱۶-نازیان

۱۷-پچیر او اګام 

۱۸- رودات 

۱۹- شیرزاد

۲۰-غنی خیل 

۲۱- سره رود 

۲۲-کوزکو نړ

۲۳- جلالکوټ (جلال آباد)

په ننګرهارکې میشته پښتانه قومونه او قبیلې[سمول]

۱#- شینواري : سړبني پښتانه دي چې دننګرهار ولایت دهسکې مینې ، نازیانو . اچین ، دوربابا،غني خیلو، [چبرهار،مومنددرې   اوکوټ په ولسوالیو   کې اوسیږي ، همداراز دننګرهارپه مرکز جلال اباد کې هم ډیر شینواري استوګنه لري .

۲#-مومند:سړبني پښتانه دي چې په غوریاخیلو ورګډیږي اودننګرهار ولایت په مومند درې ، لعل پوره و بټي کوټ ،خیوه ، کامه ، ګوشته ، کوټ ،  کوز کو نړ دچپرهار او د شنوارو(غني خیل) په ولسوالیو کې ژوند کوي ، زیات شمیر مومند دجلال آباد  په ښارکې هم میشته دي .

۳#-خوږیاڼي :کرلاڼي پښتا نه دي چې دخوږیاڼیو ، پچیر او اګام او شیرزاد په ولسوالیو کې میشته دي . دجلال آباد په ښارکې هم ډیر شمیر خوږیاڼي میشته دي .

۴#-  : دخوږیاڼیو دقلیبلې یوه څانګه ده چې دننګرهار دشیرزاد په ولسوالۍ کې استوګنه لري .

۵- وزیر : دخوږیاڼیو یو ښاخ دی چې دخوږیاڼیو دولسوالۍ دوزیرو په سیمه کې مېشته دي . 

۶- جبارخیل : په اصل کې غلجي پښتانه دي او دننګرهار دحصارک او سره رود په ولسوالیو کې استوګنه لري .

۷- معروف خیل : غلجي پښتانه دي چې دننګرهار دحصارک اوسره رودپه ولسوالیوکې مېشته دي .

۸- احمدزي : غلجي پښتانه دي چې دننګرهار دسره رود.کامې،حصارک  او چپرهار په ولسوالیو کې استوګنه لري .

۹- الکوزي : سړبني پښتانه دي او دننګرهار دروداتوپه ولسوالۍ کې استوګنه لري .

۱۰-امرخیل: غلجي پښتانه دي اودننګرهار ولایت  دسره رود په پیتاوي امرخیل اود چپرهار د ولسوالیۍ په سنګینه  کې میشته دي .

۱۱- دولتزي : غلجي پښتانه دي اغو دننګرهار دچپرهار ولسوالۍ ددولتزیو او چینې په کلیو کې اوسیږي .

۱۲- څولوزي : غلجي پښتانه او ددولت زیو یوه څانګه ده چې دننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دڅلوزیو په کلي کې ژوند کوي .

۱۳- ټغر : داحمدزیو غلجیو یوه څا نګه ده او دننګرهار ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې استوګنه لري . 

۱۴-داودزي : سړبني پښتانه دي او په غوریا خیلو پښتنو ورګډیږي او دننګرهارولایت  دچپرهار ولسوالۍ دداودزیو په کلي کې میشته دي .

۱۵- دستوخیل: غلجي پښتانه دي دننګرهار ولایت دسره رودپه ولسوالۍ کې مېشته دي .

۱۶- هزاربوز:  سړبني پښتانه دي اوپه مومندو ورګډیږي او دننګرهار ولایت دروداتو او مومددرې پهولسوالیو کې میشته دي .

۱۷-یوسفزي:سړبني پښتانه دي او دننګرهار ولایت دکامې په ولسوالۍ کې مېشته دي .

۱۸ -ناصر: غلجي پښتانه دي او دننګرهار ولایت دحصارک اوبټي کوټ په ولسوالیو کې استوګنه لري .

۱۹- دینارخیل : غلجي پښتانه دي او دننګرهار دشمسه پورپه کلي کې ژوند کوي .

۲۰ – حسین خیل : غلجی پښتانه دي چې دننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دماڼوپه کلي کې ژوند کوي .

۲۱- زاخیل : سړبنی پښتانه دي اوپه غوریاخیلوورګډیږي .دننګرهار ولایت دکامې په ولسوالۍ کې اوسي .

۲۲- لودین : دوی غرغښتي پښتانه دي او دننګرهارپه پیلا بیلو ولسوالیو او له هغو نه په کامې  او کوز کونړ نور په ولسوالیو کې استوګنه لري .

۲۳- زیړاني : سړبني پښتانه دي ، په غوریا خیلو ورګډیږي او دننګرهار ښارپه لویدیز کې د زیړانیو په سیمه کې اوسي .

۲۴- ساپیان: غرغښتي پښتانه دي او دننګرهار ولایت دخیوې اودره نورپه ولسوالیو کې هم مېشته دي .

۲۵ – محمدزي : دوی سړبني پښتانه دي ، سرداران هم ورته وایی او دننګرهار دسره رود، بهسودو، خوږیاڼیواو د ننګرهارپه مرکز جلا لآبادکې هم استوګنه لري .

۲۶- ساک ( سهاک) : غلجي پښتانه دي او دننګرهار دسره رود دحصارک په ولسوالیو کې مېشته دي .

۲۷-  ستانکزی: دننګرهارولایت دسره رود او چپرهار په ولسوالیوکې مېشته دي .

۲۸-ستا نیزی: په حصارک او دسره رود په ولسوالیو کې استوګنه لري ،.

۲۹- ادریمزي ( عبدالرحیمزي ) :  غلجي پښتانه دي . دننګرهار دکامې او کوز کونړپه ولسوالیوکې مېشته دي .

۳۰- مشواڼي : دوی غر غښتي پښتانه دي او دننګرهار ولایت دبټي کوټ په ولسوالۍ کې مېشته دي .

ملکزي : غلجي پښتانه دي او دننګرهار دکوز کونړپه ولسوالۍ کې مېشته دي .

۳۱- میچن خیل: لودي پښتانه دي او دننګرهار دسره رود په ولسوالۍ کې مېشته دي .

۳۲- ګاړي : غلجي پښتانه  دي او دننګرهار ولایت په خينو ولسوالیو کې مېشته دي .

۳۳- رودباري : دننګرهاردچپرهار اوسره رود په ولسوالیو کې مېشته دي . 

تره کي : دننګرهار دچبرهار دولسوالۍ دنره کو په کلي کې مېشته دي -.۳۴

-۳۵ – شلماني چې ددوربابا په ولسوالۍ کې ژوند کوي .

همداراز په ننګرهار کې یو شمیر دراني ، بارکزي ، اسحاقزي ، الوزي ،اکا خیل،  توخي ، کاکړ اوبيټني هم شته چې دهغوی شمیر دومره زیات نه دي..