په اسلام کې د خدای تصور
الله (ج) هغه ابدي ذات دی چې ټول شیان یې پیدا کړي او هغه یې پالونکی دی. په اسلام کې الله (ج) مطلق واحد، بې ساري او کامل ګڼل شوی، چې له هر ډول تېروتنو، عیبونو او نیمګړتیاوو نه پاک، په خپلو ټولو صفاتو کې پر هر شې قادر، په هر شې پوه او په بشپړ ډول ابدي او نه پنا کېدونکی ګڼل شوی چې په وجود کې هېڅ شریک او سیال نه لري او د هرڅه یوازینی خالق دی. اسلام ټینګار کوي چې الله (ج) پاک واحد، رحمن او رحیم ذات دی چې ټول مخلوقات یې د رحمت تر سیوري لاندې دي، نه خوب کوي او نه خواشینی کېږي، نه زوال مومي او نه مري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د اسلامي الله (ج) پېژندنې له مخې، الله (ج) هېڅ فزیکي وجود یا جنسیت (نه نارینه او نه ښځینه) نه لري او په مطلق ډول د هغه په څېر هېڅ شی نشته. له همدې امله اسلام په کلکه او غوڅه توګه د الله (ج) په اړه د (Anthropomorphism) عقیده، هغه عقیده چې الله (ج) انسان ته ورته بولي او د داسې نورو عقایدو ټول ډولونه ردوي.[۱۰]
اسلامي علوم د الله (ج) په اړه دا ټینګار کوي چې هغه په بشپړ ډول پاک او له نورو مخلوقاتو سره له شراکت نه پاک دی، د الله (ج) قدرتونه او ځانګړتیاوې د هغه مخلوق ته نه منسوبیږې او برعکس. په اسلام کې، الله (ج) هېڅکله په هېڅ انځور کې نه دی تصور شوی. قرآن په پرېکړې توګه د الله (ج) په واحد حاکمیت کې د شریکانو له شریکولو منع فرمایلې او هغه یې مطلق بې ساری، واحد، پرته له ثاني وجوده او نه وېشل کېدونکي ذات بللی دی، چې هېڅ شي الله (ج) ته ورته نه دی او هېڅ شی له هغه سره د پرتله کولو وړ نه دی.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
رېښه
الله(ج) عربي کلیمه ده چې په ابراهیمي مذاهبو پورې اړه لري. داسې انګیرل کېږي چې د الله (ج) کلیمه، د عربي (اله) نه اخیستل شوې، چې معنا یې الله (ج) (واحد او ریښتیني الله (ج) دی. دا د إِلَٰه عربي کلیمېنه توپیر لري، ځکه دغه عربي کلیمه د معبود په معنا ده چې د اسلام نه مخکې په عربو کې دغه کلیمه هر هغه څه ته کارول کېده چې دوی به ورته عبادت کاوه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
نور نومونه
د ګیرارډ بوورینګ په وینا: الله (ج) په قرآن او حدیث کې د ۹۹ نومونو په واسطه تشرېح شوی چې د هغه صفات بیانوي. قرآن د الله (ج) صفتونو ته د "سپېڅلو نومونو یا اسما الحسنا" په توګه اشاره کوي. [۲۴][۲۵][۲۶]
صفات
وحدانیت
د اسلام تر ټولو بنسټیز مفهوم توحید دی، په دې معناچې الله (ج) یو او تنزیه (واحد) دی. د اسلام اساسی عقیده، د شهادت کلیمه یا (لا اله الا الله) ده چې د اسلام په سپېڅلي دین د مشرف کېدو پرمهال لوستل کېږي، ژباړه یې داسې ده چې : "زه ګواهي ورکوم چې له الله (ج) پرته بل معبود نشته".[۲۷]
مسلمانان د عیسوي تثلیث او الوهیت عقیده ردوي او شرک یې ګڼي او پر عیسی (ع) د یوه پیغمبر په توګه باور لري. توحید د مسلمانانو د ژوند تر ټولو مهم اصل دی. په اسلام کې له الله (ج) پرته د بل هر شخص یا هر شې عبادت ستره ګناه (شرک) ګڼل کېږې او د اسلامي تعلیماتو ډېری برخه د توحید په اصولو ولاړه ده.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
یوازیتوب (بې سیاله ذات)
اسلام د الله (ج) په ذات، خواصو، صفاتو او اعمالو کې د الله (ج) په مطلق انفرادیت او واحدیت ټینګار کوي. لکه څنګه چې په سوره اخلاص کې راغلي: چې الله (ج) احد دی ( مطلق وحدانیت او د هغه په څېر بل څوک نشته) الله (ج) الصمد دی (د ټولو موجوداتو وروستۍ سرچینه، چې ټول شیان یې له هېڅ شي نه پیدا کړي، هغه ابدي، مطلق، نه بدلیدونکی، بشپړ، کامل، اړین، خپلواک او په ځان بسیا ذات دی؛ هغه څوک چې هېڅ شی ته اړتیا نه لري. په داسی حال کې چې ټول مخلوقات هغه ته اړتیا لري، ټول خلقت په هغه پورې اړه لري او هغه ذات، چې ټول معاملات چې په پای کې بیرته ده ته ورګرځېدونکې دي) هغه نه زېږياو نه زېږېدلی دی (هغه نه زېږېدلی او نه خلق شوی، مور، پلار، مېرمن او بچیان نه لري).[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
خالق(ج)
د اسلامي لارښوونو له مخې، الله (ج) د نړۍ او د ټولو مخلوقاتو خالق(ج) دی. هغه په نړۍ کې هر څه د یوه ټاکلي پلان سره سم او د یوې ځانګړې موخې لپاره پیدا کړي دي. د هغه په تخلیق کې هېڅ ډول نیمګړتیا یا عیب نشته.[۳۷]
د الله (ج) له لوري د انسان د کړنو تخلیق
د سني مذهب له مخې: الله (ج) د انسان خالق دی او انسان د خپلو اعمالو تر سره کوونکې دی. الله (ج) انسان ته ځواک او لېوالتیا ورکړې، ترڅو هغه په خپله وټاکي چې ایا یو ټاکلی عمل وکړي یا نه. الله (ج) په انسان کې د عمل کولو ځواک پیدا کوي او هغه ته دا وړتیا هم ورکوي چې د دوو بدیلونو - حق او باطل تر منځ انتخاب وکړي. هغه موږ ته اراده او ځواک راکړی دی، چېموږ وکولی شو یو عمل تر سره کړو، خو بیا هم دا هغه ذات دی چې هغه څه چې موږ یې تر سره کوو، خارجي وجود ورته رامنځته کوي. موږ یوازی عمل کوونکي یا د الله (ج) استازي یو، په داسې حال کې چې الله (ج) خالق دی. که موږ د یو څه کولو توان نه درلود او الله (ج) زموږ عملونه نه وی جوړ کړي، نو زموږ استقلالیت به بې معنا ؤ او موږ به د خپلو اعمالو مسؤلیت نه درلود.[۳۸][۳۹]
رحمت
په لومړنیو نصوصو کې د الله (ج) تر ټولو عام استعمال شوي نومونه الرحمان او الرحیم دي، چې معنا یې "ډېر مهربان" دی. په دې توګه الرحمن کې مؤمنان او کافران دواړه شامل دي، خو الرحیم یوازې د مومنانو لپاره دی. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
د هغه رحمت ډېری ډولونه لري، لکه څنګه چې هغه په قرآن کې وایي: "او زما رحمت ټول شیان احاطه کوي [۷:۱۵۶]. په صحیح مسلم کې له ابوهریره نه روایت شوی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
د الله (ج) د رحمت سل برخې دي، چې يوه برخه يې د پېريانو، انسانانو، حيواناتو او حشراتو په منځ کې نازله کړې ده، چې په دې وسيله يې يو پر بل رحم او شفقت کوي او وحشي حيوانات پر خپلو بچیانو رحم کوي او د رحمت نهه نوي برخې له الله (ج) سره دی چې په دی توګه به د قیامت په ورځ په خپلو بندګانو رحم وکړي.[۴۴][۴۵]
د اسلامي تعلمیاتو له مخې د الله (ج) رحمت هغه څه دي چې انسان جنت ته رسوي. د صحیح البخاري په یوه حدیث کې داسې ویل شوي دي چې: "د هېچا عمل به هغه جنت ته داخل نه کړي". صحابوو پوښتنه وکړه: ته هم نه يا رسول الله؟ حضرت محمد(ص) وويل: نه، زه هم نه، تر څو چې الله تعالی پر ما خپل رحم ونه کړي، نو کوښښ وکړئ چې کمال ته نږدې اوسئ او د مرګ هيله مه کوئ.[۴۶]
له مخلوق سره اړیکه
د نورو ابراهیمي مذهبونو په څېر باور کېږې چې الله (ج) له مخلوق سره د وحې له لارې چې پیغمبرانو ته نازل شوې، اړیکه نیسي. په ځانګړې توګه مسلمانان په دې باور دی چې قرآن د الله (ج) لفظي کلام دی چې پرمحمد(ص) نازل شوی او احادیث د محمد صلی الله علیه وسلم د اقوالو او افعالو ټولګه ده، چې حدیث قدسي د حدیث یوه فرعي کټګوري ده، چې مسلمانان یې د محمد صلی الله علیه وسلم له خوا د الله (ج) تکرار شوي کلیمې ګڼي. د الشریف الجرجاني په وینا: حدیث قدسي له قرآن سره په دې کې توپیر لري چې لومړنې "د محمد(ص) په کلیمو کې بیان شوي" دي، په داسې حال کې چې وروستني "د الله (ج) مستقیمې کلیمې" دي.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
په اسلام کې د الله (ج) او خلکو ترمنځ هېڅ منځګړیتوب نشته، نو مسلمانان په خپلو دعاګانو او ذکرونو کې مستقیم الله (ج) ته خطاب کوي دخپلو ګناهونو بښنه او توبه په مستقیم ډول له الله (ج) نه غواړئ. لکه څنګه چې قرآن فرمایي:" او كله چې زما بنده ګان له تا نه زما په باره كې پوښتنه وكړي، نو بېشكه زه نږدې يم، زه د دعا كوونكى دعا قبلوم، كله چې هغه ما ته دعا وكړي"، نو د دې آيت له مخې، الله(ج)د ټولو دعاوو ته په اخلاص سره ځواب وركوي. په هرحال، هغه کله ناکله د هغه څه په ورکولو سره ځواب ورکوي چې غوښتل کېږي، کله ناکله د هغه څه په ورکولو سره چې غوره وي، کله ناکله د آخرت لپاره ورکول ځنډوي، او کله ناکله په هېڅ ډول نه ورکوي، ځکه چې دا د دعا کوونکي په ګټه نه وي. هغه لاره چې الله (ج) دعا ته ځواب ورکوي، د هغه په حکمت پورې اړه لري.[۵۴]
سرچینې
- ↑ "Allāh". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 1. (1960). Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_COM_0047. ISBN 978-90-04-16121-4.
- ↑ "God and his Attributes". Encyclopaedia of the Qurʾān II. (2006). Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1875-3922_q3_EQCOM_00075. ISBN 90-04-14743-8.
- ↑ • Treiger, Alexander (2016) [2014]. "Part I: Islamic Theologies during the Formative and the Early Middle period – Origins of Kalām". In Schmidtke, Sabine (ed.). The Oxford Handbook of Islamic Theology. Oxford and New York: Oxford University Press. pp. 27–43. doi:10.1093/oxfordhb/9780199696703.013.001. ISBN 9780199696703. LCCN 2016935488. • Abrahamov, Binyamin (2016) [2014]. "Part I: Islamic Theologies during the Formative and the Early Middle period – Scripturalist and Traditionalist Theology". In Schmidtke, Sabine (ed.). The Oxford Handbook of Islamic Theology. Oxford and New York: Oxford University Press. pp. 264–279. doi:10.1093/oxfordhb/9780199696703.013.025. ISBN 9780199696703. LCCN 2016935488.
- ↑ Esposito, John L. (2016) [1988]. Islam: The Straight Path. Choice Reviews Online. Vol. 26 (Updated 5th ed.). Oxford: Oxford University Press. pp. 22, 88. doi:10.5860/choice.26-4446. ISBN 9780190632151. S2CID 153364691.
- ↑ "Translation of the meanings Ayah 1 Surah Al-Fātihah - Dr. Waleed Bleyhesh Omary - English Translation". The Noble Qur'an Encyclopedia (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-02-01.
- ↑ Department of Philosophy, Ogun State University; Department of Philosophy, Olabisi Onabanjo University (2001). "Journal of Philosophy and Development". 7. Department of Philosophy, Ogun State University: 132.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Ibn 'Arabi (2015). The Secrets of Voyaging. Translated by Angela Jaffray. Anqa Publishing. p. 51. ISBN 9781905937431.
- ↑ "Allah." Encyclopædia Britannica. 2007. Encyclopædia Britannica
- ↑ Simon Ockley (1757). The History of the Saracens. p. xlix (49).
- ↑ Christiano, Kevin J.; Kivisto, Peter; Swatos, Jr., William H., eds. (2015) [2002]. "Excursus on the History of Religions". Sociology of Religion: Contemporary Developments (3rd ed.). Walnut Creek, California: AltaMira Press. pp. 254–255. doi:10.2307/3512222. ISBN 978-1-4422-1691-4. JSTOR 3512222. LCCN 2001035412. S2CID 154932078.
- ↑ "Does God have a shape?". www.dar-alifta.org. Dar al-Ifta' al-Misriyya (Egyptian Institute of Fatwas). Archived from the original on 29 June 2021. نه اخيستل شوی 1 February 2022.
- ↑ Zulfiqar Ali Shah (2012). Anthropomorphic Depictions of God: The Concept of God in Judaic, Christian, and Islamic Traditions: Representing the Unrepresentable. International Institute of Islamic Thought (IIIT). pp. 48–56. ISBN 9781565645837.
- ↑ Zafar Isha Ansari; Isma'il Ibrahim Nawwab, eds. (2016). The Different Aspects of Islamic Culture: The Foundations of Islam. Vol. 1. UNESCO Publishing. pp. 86–87. ISBN 9789231042584.
- ↑ Ali Ünal. "The Qur'an with Annotated Interpretation in Modern English [Qur'an 112:4]". mquran.org. Tughra Books. Archived from the original on 4 June 2021. نه اخيستل شوی 1 February 2022.
- ↑ Abu Amina Elias (Justin Parrott). "Al-Aqidah al-Tahawiyyah in English and Arabic". www.abuaminaelias.com. Archived from the original on 29 June 2021. نه اخيستل شوی 1 February 2022.
- ↑ Mohammad Ibrahim Teymori. "The Creed of Imam Tahawi" (PDF). Afghan Islamic Cultural Centre in London, UK.
- ↑ Cenap Çakmak, ed. (2017). Islam: A Worldwide Encyclopedia [4 volumes]. ABC-CLIO. pp. 115–116. ISBN 9781610692175.
- ↑ "God". Islam: Empire of Faith. PBS. Archived from the original on 2014-03-27. نه اخيستل شوی 18 December 2010.
- ↑ "Islam and Christianity", Encyclopedia of Christianity (2001): Arabic-speaking Christians and Jews also refer to God as Allāh.
- ↑ Gardet, L. "Allah". Encyclopaedia of Islam Online. Brill Online.
- ↑ Zeki Saritoprak (2006). "Allah". The Qur'an: An Encyclopedia. Ed. Oliver Leaman. Routledge. ISBN 9780415326391.
- ↑ Vincent J. Cornell (2005). "God: God in Islam". Encyclopedia of Religion (2nd) 5. Ed. Lindsay Jones. MacMillan Reference USA.
- ↑ "God". Islam: Empire of Faith. PBS. نه اخيستل شوی 2010-12-18.
- ↑ Bentley, David (September 1999). The 99 Beautiful Names for God for All the People of the Book. William Carey Library. ISBN 0-87808-299-9.
- ↑ کينډۍ:Cite quran, کينډۍ:Cite quran, کينډۍ:Cite quran, کينډۍ:Cite quran
- ↑ "Names of God - Oxford Islamic Studies Online". oxfordislamicstudies.com (په انګليسي). Archived from the original on 2018-08-13. نه اخيستل شوی 2018-08-13.
Encouraged by the Quran (7:180; 17:110; 20:8), Muslims selected ninety-nine attributes of God, describing his perfection, from the Quran and traditions. Referred to as “the most beautiful names of God,” they describe a range of characteristics that balances the power of God (the Creator, the Sovereign, and the All-Knowing) with his love and mercy (the All-Loving, the Most Gracious, and the All-Forgiving). The names are frequently memorized and used in supplications. Preceded by the words Abd or Amat (male or female servant), they are often used in proper names (e.g., Abd al-Rahman, “servant of the Merciful”).
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Hossein Nasr The Heart of Islam, Enduring Values for Humanity (April., 2003), pp 3, 39, 85, 27–272
- ↑ The concise Oxford dictionary of world religions. Bowker, John, 1935-, Oxford University Press. Oxford: Oxford University Press. 2000. ISBN 9780191727221. OCLC 49508601.
{{cite book}}
: ساتل CS1: نور موارد (link) - ↑ D. Gimaret, Tawhid, Encyclopaedia of Islam
- ↑ Tariq Ramadan (2005), p.203
- ↑ Vincent J. Cornell, Encyclopedia of Religion, Vol 5, pp.3561-3562
- ↑ کينډۍ:Cite Quran
- ↑ Mohammad Rafi-ud-Din (1968). The Manifesto of Islam: An Exposition of Islam as the Inevitable World Ideology of the Future. Din Muhammadi Press. p. 145. ISBN 9781597840002.
Islam emphasises the absolute oneness or uniqueness of the Creator in His person as well in His qualities and attributes...
- ↑ "IslamAwakened [Qur'an 112:1]". IslamAwakened.com. Archived from the original on 4 June 2021. نه اخيستل شوی 1 February 2022.
- ↑ "IslamAwakened [Qur'an 112:2]". IslamAwakened.com. Archived from the original on 4 June 2021. نه اخيستل شوی 1 February 2022.
- ↑ Ali Ünal. "The Qur'an with Annotated Interpretation in Modern English [Qur'an 112:4]". mquran.org. Tughra Books. Archived from the original on 4 June 2021. نه اخيستل شوی 1 February 2022.
- ↑ Muhammad Shahabuddin Nadvi (1997). Holy Qur'an and the Natural World. Furqania Academy Trust. p. 60.
- ↑ Mashhad Al-Allaf, ed. (2006). Journal of Islamic Philosophy. Vol. 2. Journal of Islamic Philosophy. p. 12.
- ↑ Fethullah Gülen (2015). Endeavor for Renewal. Vol. 12. Tughra Books. p. 170. ISBN 9781597846967.
- ↑ Bentley, David (September 1999). The 99 Beautiful Names for God for All the People of the Book. William Carey Library. ISBN 0-87808-299-9.
- ↑ Prince Sorie Conteh Traditionalists, Muslims, and Christians in Africa: Interreligious Encounters and Dialogue Cambria Press 2009 ISBN 978-1-604-97596-3 page 80
- ↑ Mahmoud Ayoub The Qur'an and Its Interpreters, Volume 1 SUNY Press 1984 ISBN 978-0-873-95727-4 page 43
- ↑ "Allah would replace you with a people who sin". islamtoday.net. Archived from the original on October 14, 2013. نه اخيستل شوی July 23, 2012.
- ↑ "My Mercy Prevails Over My Wrath". www.onislam.net. نه اخيستل شوی 2015-10-04.
- ↑ "The Mercy of Allah Towards His slaves - islamqa.info". islamqa.info. نه اخيستل شوی 2015-10-04.
- ↑ "The Spiritual Season Part 3: Ramadan | Al-Madina Institute Blog". Archived from the original on 2015-10-05. نه اخيستل شوی 2015-10-04.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Sachiko Murata The Tao of Islam: A Sourcebook on Gender Relationships in Islamic Thought SUNY Press 1992 ISBN 978-0-791-40913-8 page 77
- ↑ کينډۍ:Cite quran
- ↑ "Human Nature and the Purpose of Existence". Patheos.com. نه اخيستل شوی 2011-01-29.
- ↑ David Leeming The Oxford Companion to World Mythology Oxford University Press 2005 ISBN 978-0-195-15669-0 page 209
- ↑ کينډۍ:Cite quran
- ↑ Roger S. GottliebThe Oxford Handbook of Religion and Ecology Oxford University Press, 9 Nov 2006 ISBN 9780199727698 p. 210
- ↑ Rebecca Stein, Philip L. Stein The Anthropology of Religion, Magic, and Witchcraft Routledge 2017 ISBN 9781315532158 chapter: Islam
- ↑ [۱] Archived 2015-10-15 at the Wayback Machine., 3rd paragraph, October 2015