پنځمه ستن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پنځمه ستنه یا پنځمه ستن په دری یا فارسی کی "ستون پنجم" او په انگریزی کی "Fifth Column" هغی ډلې خلکو ته ویل کیږی چې ددښمن په گټه او خپل تاوان د هغی ډلې (ملت او یا یو محاصره شوی ښار) د کمزوری کولو هڅه وکړی چې په ښکاره د هغی ترشا باید ودریږی او ملاتړ یی وکړی. ددی ډلې فعالیت کیدای شی په ښکاره او یا هم په پټه وی. د جنگ په وخت کی د پنځمی ستنی په واسطه په پټه رامنځته شوی قوا کیدای شی د باندنۍ حملی ملاتړ وکړی او داخلی نظام مات کړی. دا اصطلاح هم په سیاسی او هم په نظامی ډگر کی د هغو کسانو او ډلو لپاره کارول کیږی چې د نظام یا د حکومتونو د کمزوری کولو هڅه د نظام د ننه کوی. دا اصطلاح د اسپانیا د خپلمنځی جگړو (-۱۹۳۶ ۱۹۳۹) په وخت کی هغه وخت منځته راغله چې د اسپانیا د فرانسیسکو فرانکو (Francisco Franco) د نشنلستی ډلې جنرال ایمیلیو مولا (Emilio Mola) یوه خبریال ته په ۱۹۳۶م کال کی وویل چې، لکه څنگه چې د هغه د څلور ستنو لرونکو نظامی قوه مادرید ته د نزدی کیدو په حال کی ده، "پنځمه ستنه" به د جمهوری غوښتونکو د نظام د راپرځولو په برخه کی د ښار د ننه دده د قواوو سره مرسته وکړی. چې وروسته دا اصطلاح په اسپانیه کی پراخه توگه وکارول شوه. ایرنست هیمینگوی (Ernest Hemingway) بیا دا اصطلاح د خپلی یوی ننداری د سرلیک یا عنوان په توگه چې ده په مادرید کی په داسی وخت کی لیکله چې ښار بمباری کیده ولیکله، او بیا یی په کال ۱۹۳۸ کی په خپل کتاب "پنځمه ستنه او لمړی نهه څلویښت کیسی" (The Fifth Column and the first Forty-Nine Stories) کی خپره کړه.

کاره ونه[سمول]

د ۱۹۳۰ کلونو په پای کی، چې کله د امریکا د متحده ایالاتو د گډون احتمال د اروپا په جنگ کی زیاد شو، نو بعضی کسانو د متحده قواوو د ننه د پینځمی ستنی له شتون څخه ویره درلوده. په کال ۱۹۴۰م کی د فرانسی د ناڅاپی سقوط څخه وروسته، ډیرو کسانو د جرمنی د قواوو د برتری پرځای دا کار د پینځمی ستنی کار وباله. سیاسی فرکسینونو یو بل ملامتول او نظامی افسرانو بیا غیر نظامی افسرانو باندی ملامتی اچوله. د ۱۹۴۰م کال د جون په میاشت کی د لایف مگزین (Life Magazine) یو لړ انځورونه د "هر چېرته د نازی حکومت د پینځمی ستنی نښی" ترعنوان لاندی خپاره کړل. په همدی توگه له نیویارک ټایمز نیولی تر تیلیگراف او د ایم آی شپږ تر سازمان پوری په هر اروپایی هیواد کی دا اصطلاح ډیره عامه شوه. په افغانستان کی پدی وروستیو کی د طالبانو د پرمختگ او نا امنیو د زیاتیدو او په خاصه د کندز له سقوط وروسته دا اصطلاح د افغانستان په پارلمان کی د بیلابیلو وکیلانو لخوا وکارول شوه چې بیا په مجازی نړی یا اجتماعی انټرنټی پاڼو کی په خاصه توگه فیسبوک کی دا اصطلاح دومره عامه شوه چې حتی داسی کسانو هم کاروله چې په معنی یی هم نه پوهیدل. زیاتره کسان دا اصطلاح د جاسوسۍ په توگه تعریفوی چې دا تعریف سم نده. جاسوس د خپل هیواد یا نظام په گټه او د باندنی هیواد او یا مخالفی ډلې په زیان کار کوی چې حتی له خپل ژوند هم تیریږی. اما د پینځمی ستنی کسان یا په قصدی او یا له ناپوهی د خپل هیواد او نظام په زیان او مخالفی ډلې او باندنیو هیوادونو په گټه فعالیت کوی.

نجیب وطندوست Najib Watan Dost (خبرې اترې) 18:03, 26 فبروري 2016 (UTC)

سرچېنې[سمول]