پريگانگليونېک عصبي ريښې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په آتونوميک عصبي غونډال، کې هغه عصبي ريښې چې د CNS نه گانگليان ته ورځي د پريگانگليونېک ريښو په نامه يادېږي.

ټول پريگانگليونېک ريښې، که هغه د سيمپاتيک برخې څخه وي او يا هم د پاراسيمپاتيک برخې څخه وي، دا ټول کولينرجيک دي، (په بله وينا، دا هغه عصبي ريښې دي چې اسيتيلکولين د نيوروټرانسمېټرانو په توگه کاروي).

سيمپاتيک پريگانگليونيک عصبي ريښې اکثراً د پاراسيمپاتيک پريگانگليونيک عصبي ريښو په پرتله لنډ دي، دا ځکه چې سيمپاتيک گانگليونونه د پاراسيمپاتيک گانگليونونو په پرتله اکثراً شمزۍ ته لنډ پراته وي.

دا هم وگورۍ

باندنۍ تړنې