پانگه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له پانگه (وټپوهنه) نه مخ گرځېدلی)

پانگه انګلیسي: Capital د تولید د څلورگونو سرچینو څخه یوه مهمه او کلیدي سرچینه ده. هر څوک د خپل ځانگړې لیدلوري له مخې پانگه تعریفوي. محاسب ته هغه څه پانگه ده چې یو کاروباري یې د خپل کاروبار لپاره لگوي. په کامرس او کاروبار کې پانگه د کاروبار د تمویل په مانا ده او همدارنگه په ملي اقتصاد کې پانگه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید په پروسه کې کارول کیږي. په دغه لیکنه کې مونږ د پانگې په ځانگړتیاوو او ډولونو بحث کوو خو تر هر څه مخکې د پانگې، شتمنۍ، پیسو او عاید په اړیکه خبرې کوو.

د پانگې او شتمنۍ اړیکه

لکه مخکې مو چې وویل پانگه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید لپاره کارول کیږي. د دغه تعریف څخه ښکاري چې شتمني لوی مفهوم او پانگه د هغه په پرتله کوچنی مفهوم لري. ډیر داسې شیان شته چې زمونږ د شتمنۍ برخه به وي خو چې لا مو د تولید پروسې ته نه وي لېږدولي پانگه نه گڼل کیږي ځکه خو ویلای شو چې ټوله پانگه شتمني ده خو ټوله شتمني پانگه نه ده ځکه پانگه د شتمنۍ ټولې ځانگړتیاوې لکه افاده، کمیابي، د لېږد قابلیت او نور لري په داسې حال کې چې ټوله شتمني د پانگې ځانگړتیاوې نه لري.

د پانگې او پیسو اړیکه

د پانگې عام تعریف په کاروبار کې د پیسو لگښت دی. خو د اقتصاد تعریف پیسې تر هغه وخت پانگه نه گڼې تر څو چې د پانگه ایزو شتمنیو لکه ماشین آلاتو، ځمکې او نورو په رانیولو و نه لگيږي. هغه پیسې چې د لگښت کوونکو consumers په لاس کې دي او یا هم هغه پیسې چې راکدې پرتې وي پانگه نه گڼل کیږي. د پانگې او عاید اړیکه: پانگه عاید زیږوي ځکه خو پانگه منبع یا سرچینه او عاید یې پایله یا موخه گڼل کیږي. کله چې د عاید څه برخه پس انداز او بېرته په کاروبار کې ولگول شي د پانگې بڼه خپلوي.

د پانگې ځانگړتیاوې

پانگه د طبیعت لورینه نده او د انسانانو د هڅو په وسیله رامینځته کیږي. دا د تولید دوهمي سرچینه ده چې په مصنوعي ډول پنځول کیږي. پانگه د تولید اندازه زیاتوي او د تولید پروسې ته چټکتیا ورکوي. د پانگې عرضه د کشش یا ارتجاعیت لرونکې ده. په دې مانا چې د پانگې اندازه د پانگې په جوړښت capital formation پورې اړه لري. د پانگې جوړښت بیا په اقتصادي جریان کې د وگړو او نورو مالي بنسټونو په سپما پورې تړلی دی، البته هغه سپما چې د تولیدي موخو لپاره اقتصادي جریان ته لار پیدا کړي. د پانگې د جوړښت ډېرښت د پانگې عرضه زیاتوي او په مقابل کې یې کمښت په اقتصادي جریان کې د پانگې د عرضې د کمښت لامل کیږي.

پانگه د تولید داسې یو عامل دی چې په اسانۍ سره لکه د کاري ځواک په څېر نه نابودیږي. یوازې په ټاکل شوو استهلاکي دورو کې د پانگه ایزو شتمنیو ارزښت کمیږي او تر یو اوږده مهال وروسته له کاره لویږي. همدارنگه د یو ځای څخه بل ځای ته د پانگې لیږد خورا اسانه دی. په پانگه رانیول شوې پانگه ایز توکي نیغ په نیغه زمونږ اړتیاوې نه پوره کوي بلکې نوموړي توکي لکه ماشینونه، ځمکه او نور د لگښتیزو توکو د تولید لپاره کارول کیږي او نوموړي توکي بیا په مستقیمه توگه د لگښت کوونکو اړتیاوې پوره کوي.

د پانگې ډولونه

په دې برخه کې غواړو د پانگې د ځینو ډولونو څخه لنډه یادونه وکړو.

ثابته پانگه

ثابته پانگه یا Fixed Capital هغه پانگې ته ویل کیږي چې په اوږدمهاله توگه د تولید په پروسه کې کارول کیږي لکه ماشینونه، د ترانسپورت وسایل، ودانۍ، تجهیزات او نور. ثابته پانگه د ځای له پلوه د ثابت پاتې کیدلو په مانا نده بلکې دا په هغه پانگه ایزو لگښتونو اطلاق کیږي چې په اوږده مهال کې ثابت وي. د ماشین الاتو، تجهیزاتو، تعمیراتو او نورو دغه ډول شیانو لگښتونه همداسې یوه ځانگړتیا لري.

بدلیدونکي پانگه

دغه ډول پانگه چې Working Capital یې هم بولي د پانگې هغه ډول دی چې یوازې یو ځل د تولید په پروسه کې کارول کیږي، ښه بیلگه یې د تولید لپاره خام مواد دي. دغه ډول پانگه ایز لگښتونه د تولید شوو توکو او چوپړتیاوو د خرڅلاو له لارې بیرته پوره کیږي. د یوې موخې لپاره کارول کیدونکې پانگه: دغه ډول پانگه چې په انگلیسي یې Sunk Capital بولي، د پانگې هغه ډول دی چې په تولید کې د لگښت ځانگړی ځای لري او له هغه پرته په نورو ځایونو کې ورڅخه کار نه اخیستل کیږي. د بیلگې په توگه د ټوکر اوبدلو یو ماشین چې د ټوکر اوبدلو پرته د کوم بل کار لپاره ورڅخه گڼه نشي اخیستل کیدای. د پانگې د دغه ډول په مقابل کې هغه پانگه ده چې په هر ځای کې کارول کیږي. دغه ډول پانگې ته لامبو وهونکي پانگه یا Floating Capital وایي. د بېلگې په توگه موټر، بریښنا او نور هغه څه دي چې په هر ځای او هر هدف لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.

ټولنیزه پانگه

ټوله هغه فزیکي شتمني چې په یو هیواد کې د عامه گټې اخیستنې لپاره رامینځته شوي وي او سوداگریزه بڼه و نه لري ټولنیزه پانگه گڼل کیږي. د بیلگې په توگه سړکونه، عامه پارکونه، بریښناکوټونه او داسې نور. د دغه پانگې په وړاندې شخصي پانگه یا Private Capital ده کوم چې د افرادو په واک کې وي او د هغوی د شخصي عاید د زیاتوالي لامل کیږي. نړیواله پانگه: دا د پانگې هغه ډول دی چې د نړیوالو مالي سازمانونو لکه نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندق او نورو په واک کې وي.

سرچینې

  • ویکی پېډیا
  • لومړیتوب سایټ