پانګولي
پانګوالي (په انګرېزي: Capitalism) هغه وټيز غونډال ته ویل کيږي چې په هغه کې ټوله يا زياتره توليدي توکي (لکه: ځمکه، فابريکه، رېل...) او توزېع ځان ته خپل کړه شوي او د ګټې لپاره تر سختو رقابتي شرايطو لاندې کار ورڅخه اخيستل کېږي. د دې غونډال مهمې مشخصې د سرمايي تراکم، فردي ازادي، د سترو کاروپورېشنو ظهور او وده، او په داراوروسته وختو کې مخ په ډېرښت دولتي کنټرول .... دی. د سرمايه داري رژيم دوره : دپانګوال نظام يا سيسټم دوره، داقتصادي اجتماعي فورماسيون هغه دوره چې د فيوډاليزم څخه وروسته رارسېږي او پر استثمار ، خصوصي مالکيت او دښمنو طبقو باندې ولاړه ده.
نيوليک |
د معاصرې پانګوالی ځانګړنې
- د دولتي انحصاري سرمايه دارۍ پراختيا
- مشترک يازار غوندې مونوپوليسټي (انتګراسيون) يا د نړيوالو اتحادونو پراختيا
- دخلکو په استعمارولو کې د پخواني اسلوب تغير
- د امپرياليسټي مټروپولو نو او ددغه راز ټولنو په دننه کې سختي او شديدې مبارزي
انحصاري پانګوالي يا امپرياليزم
د پانګوالی هغه مرحله چې ازاد رقابت په کې محدودېږي او په عمده توګه د انحصار د څښتنانو تر منځ دغه رقابت پاتې وي
دولتي انحصاري سرمايه داري
په دې مرحله کې دولت او انحصارات يو له بله ځوښ خوري او لاسونه سره ورکوي، کارګري غورځنګونه ټکول کېږي او په اصطلاح د ملي ازادي بخښونکو مبارزو مخ ته خنډونه ايجادېږي
دولتي پانګوالي
د مناسباتو هغه سيسټم چې د پانګوال اقتصاد او پانګوال دولت تر منځ برقراره کېږي او د توليدي وسايلو يوه برخه د دولت په لاس کې متمرکزه کېږي.
تر انحصار دمخه پانګوالي
هغه پانګوالي چې د سرمايه دارانو ترمنځ پر ازاد رقابت ولاړه ده، په دې دوره کې پانګوالان منځنی سود ترلاسه کوي