پانګوالي
پانګوالي هغه وټیز غونډال ته ویل کيږي چې په هغه کې ټوله يا زياتره توليدي توکي (لکه: ځمکه، فابريکه، رېل...) او توزېع ځان ته خپل کړه شوي او د ګټې لپاره تر سختو رقابتي شرايطو لاندې کار ورڅخه اخيستل کېږي. د دې غونډال مهمې مشخصې د سرمايي تراکم، فردي ازادي، د سترو کاروپورېشنو ظهور او وده، او په داراوروسته وختو کې مخ په ډېرښت دولتي کنټرول .... دی. د سرمايه داري رژيم دوره : دپانګوال نظام يا سيسټم دوره، داقتصادي اجتماعي فورماسيون هغه دوره چې د فيوډاليزم څخه وروسته رارسېږي او پر استثمار ، خصوصي مالکيت او دښمنو طبقو باندې ولاړه ده.
نيوليک |
[سمول] د معاصرې پانګوالی ځانګړنې
- د دولتي انحصاري سرمايه دارۍ پراختيا
- مشترک يازار غوندې مونوپوليسټي (انتګراسيون) يا د نړيوالو اتحادونو پراختيا
- دخلکو په استعمارولو کې د پخواني اسلوب تغير
- د امپرياليسټي مټروپولو نو او ددغه راز ټولنو په دننه کې سختي او شديدې مبارزي
[سمول] انحصاري پانګوالي يا امپرياليزم
د پانګوالی هغه مرحله چې ازاد رقابت په کې محدودېږي او په عمده توګه د انحصار د څښتنانو تر منځ دغه رقابت پاتې وي
[سمول] دولتي انحصاري سرمايه داري
په دې مرحله کې دولت او انحصارات يو له بله ځوښ خوري او لاسونه سره ورکوي، کارګري غورځنګونه ټکول کېږي او په اصطلاح د ملي ازادي بخښونکو مبارزو مخ ته خنډونه ايجادېږي
[سمول] دولتي پانګوالي
د مناسباتو هغه سيسټم چې د پانګوال اقتصاد او پانګوال دولت تر منځ برقراره کېږي او د توليدي وسايلو يوه برخه د دولت په لاس کې متمرکزه کېږي.
[سمول] تر انحصار دمخه پانګوالي
هغه پانګوالي چې د سرمايه دارانو ترمنځ پر ازاد رقابت ولاړه ده، په دې دوره کې پانګوالان منځنی سود ترلاسه کوي