پانډور زره پوښ موټر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پانډور زره پوښ موټر
Pandur II
هېواد اتریش
د موټر جوړونکي Steyr-Daimler-Puch
د موټر ډول زره پوښ موټر
ویب
په سړک کی سرعت ۱۰۵ کیلومترو په ساعت کی
۷۰۰ کیلومترو

پانډور زره پوښ موټر (په انگرېزي:Armoured personnel carrier Pandur) د ۲۲ ټنو څو مقصدېز زره پوښ موټر دي چی په اتریش کی د سټېیر شرکت (Steyr) لخوا جوړېږي. نوموړي زره پوښ موټر کولای شی په سخته ساخه یا ځای (په غرونو او صحرا کی) حرکت وکړي او د ناټو پوځونو په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل هم دي.

تاریخ او توصیف

د پانډور زره پوښ موټر د جوړولو په ۱۹۸۵ کال کی پېل شو. په دی وخت کی په اتریش کی لومړي د 4X4 شاسی زره پوښ موټر جوړ شو. په ۲۰۰۱ کال کی د4X4او 8X8 عصري شوي زره پوښ موټرونه چی د پانډور ۲ په نوم یادېږي جوړ شول.[۱] د پانډور زره پوښ کولای شی د ۱۴،۵ م.م. مرمی او په زره شوي کوونکي توغندیو د برید څخه مقاومت وکړي. عسکران په افغانستان کی پر موټرونو باندي خاصی پنجرې نصب کوي چی دبرېښنا دجريان لار برید کوونکی توغندی ویچاړ کړي او د دی لپاره د مردکو ویچاړ کوونکی انرجي کم شوي دی. د بېلگی په توگه: کله چی وسله وال پر دغی موټر باندي ۱۰۰ د آر پي جي-۷ مردکونه ویشتل وکړي نو دغه خاصی پنجره ۶۵ د آر پي جي-۷ مردکونه ویچاړ وکړي. [۲]

جگړه ای تجهیزات

پانډور زره پوښ موټر کولای شی د ۳۰ م.م. یا ۱۲۰ م.م. ماشیندار ولري. نوموړي موتر پرته د هغو وسلو څخه اسرائیلی رهبري شوی توغندي ( Spike LR) هم درلودلای شی. نوموړي موټر کولای شی ۱۴ عسکران انتقال وکړي. د کارپوهانو په نظر د پاندور زره پوښ او وسلې ډېر کمزوري دي.

سرچینې

  1. http://www.armymag.cz/vyzbroj/nase-pandury/[مړه لينکونه]
  2. http://www.ceskatelevize.cz/ct24/domaci/168403-ceske-vojaky-v-afghanistanu-chrani-mrize-s-raketami-si-snadno-poradi/