پاراګوای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پاراګوای هیواد په جنوبی امریکا کی موقیعت لري چی رسمی نوم یی د پاراګوای جمهوریت دی یاد هیواد ۵’۶ میلیونه نفوس لري او پلازمینه یی آسونسیون دی.رسمی ژبی یی اسپانیایی او ګواراني ژبه دی دپیسو واحد یی هم ګوارانی بلل کیږی. کابو ۹۲ سلنه خلک یی په اسپانیایی او ۹۸ سلنه ګوارانی خبری کولی شي. مساحت یی ۷۵۲’۴۰۶ کیلومتره مربع دی.دا هیواد په وچه راګیر او اوبو ته لار نه لري سویل او سویل لویدیځ ته یی آرجنټاین او شمال لویدیځ ته یی بولېویا پرته ده.پراخی ځمکی یی د شمال نه تر جنوبه دپاراګوای سیند په دواړه غاړو عځیدلی دي مخکی له اسپانیایی استعمار نه پدي هیواد کی د ګورانی قبیلی ژوند کوه له هغی وروسته پاراګوای د اسپانیایی امپراتوی برخه وګرځیده. په ۱۸۱۱ کال کی د اسپانیا نه د خپلواکی ګټلو وروسته د یو شمیر دیکتاتورانو لخواه چی غوښتل یی هیواد ټوټه کړي حکومت کیده. د ۱۸۶۴ تر ۱۸۷۰ کلونو ترمنځه دیوی خونړۍ جګړي په پایله کی ددي هیواد ۶۰% تر ۷۰% سلنه وګړۍ ووژل شول همداوه چی په هغی لسیزو کی یی دیاد هیواد په اقتصاد ناوړه تاثیر لره. د شلمی پیړۍ په زیات وخت کی یاد هیواد د آلفردو اشتروسنر لخواه ایداره کیده او دا په جنوبی امریکا کی یوله طولانی ترینو دیکتاتوریزو حکومتونو ګڼل کیده.

تاریخ[سمول]

حغرافیه[سمول]

اقتصاد[سمول]

کلتور[سمول]