پاراستامول
|
|
ګواښنه: دا چې دلته د مالوماتو د خپرولو هڅه شوې، خو ويکيپېډيا په همدې ليکنه کې د درملو او د درملو د کيميايي کړنو او زيانونو اړونده د سمو او بشپړو مالوماتو د خپراوي پازه پر خپل غاړه نه اخلي. |
پاراسیتامول (په انګرېزي: Paracetamol) چې کيميايي نوم يې اسيتامينوفېن (Acetaminophen) دی، د NSAID د ډلې يو داسې درمل دی چه د دردونو او تبې د علاج لپاره استعمالېږی. پاراسیتامول د ګریپ د پاره هم کارېږي.
مېکانيزم
پاراسیتامول په مرکزی عصبی سیسټم کې د سایکلو اوکسیجیناز انزیم د محدودولو سبب ګرځی، چې په دې کار سره د درد او تبی ضد اغېزه له ځانه پرېږدی دا چې په نور بدن کی نوموړی انزیم نه نهی کوی نو له دی امله یی د التهاب د پاره اثر کمزوری دی.
څنګ اغېزې
د پوستکې اندفاعات، د ونې ګډوډۍ، حاد پانکریاتیت، د ځیګر آفتونه او په ډېره لږه اندازه د پښتورګو آفتونه نه همدا وجه ده چې د ځیګر او پښتورګو په آفتونه کې ناروغانو ته په احتياط سره ور کول کېږی.
اندازه
لويانو ته د خولې له لاری نیم څخه تر يو ګرام هر څلور يا شپږ ساعتونه وروسته ور کول کېږی. چه په ورځ کښې تر ټولو زیاته اندازه تر څلورو ګرامو پورې رسېږی. د ماشومانو عمر ته په کتو سره ٦٠ نه تر ٢٥٠ میلیګرامه هر څلور يا شپږ ساعتونه وروسته ور کول کېږی. په درملتونو کښې د ١٢٥ او ٥٠٠ میلی ګرمه ګوليو او د ١٠٠ او ٥٠٠ شاف او د ١٢٥ شربت پیدا کېږی. درمل چه پاراسیتامول او کوفین لری خصوصا د درونو د علاج لپاره مصرفېږی. کوفین طبیعی ماده ده. د پارسیتامول اثر د کوفین په مرسته قوی کېږی. درمل چه افیدرین او پاراسیتامول لری خصوصا د ګریپ د علاج لپاره ټاکل کېږی. دغه درمل اميدواره ښځو ته ټاکل شوی نه دی. ماشوم ته چه له ١۴ کالونه څخه لوی وی دغه درمل ور کولای شی.