ټريپانوسوما

د ويکيپېډيا لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
wikipedia:How to read a taxoboxHow to read a taxobox
Trypanosoma
Trypanosoma cruzi, crithidia.
Trypanosoma cruzi, crithidia.
Scientific classification
Domain: Eukaryota
(unranked) Excavata
Phylum: Euglenozoa
Class: Kinetoplastea
Order: Trypanosomatida
Genus: Trypanosoma

ټريپانوسوما د ټريپانوسومونو يو ډول دی، دا يوتوکميز يا مونوفايلېټيک[1] ډلې يوسلولي پرازيتي پروټوزوه دی. دا نوم د يوناني ژبې وييکو trypaô (زړه تنګی) او soma (بدن) نه اشتقاق شوی، په کومه توګه چې دا ژوندی خوځېږي، پخپله دا څرګندوي چې دا نوم ولې ورته ورکړل شوی. د ژواکپوهنې له مخې بېلابېل داسې کک توکمونه يا مايکرواورګانيزمونه دي چې انسانان اغېزمن کوي، او ډېری يې انسانان په ډول ډول ناروغيو اخته کوي، يو د دغو نه د ټريپانوسومياسېز ناروغي يا د خوب ناروغي ده. دا ناروغۍ اکثراً د بې شمزيو ژونديو نه انسانانو ته ورځي د بېلګې په توګه د يوې غوماشې د چيچلو سره همدا کک توکمونه د انسانانو بدن ته لار پېدا کوي چې بلاخره په يوه يا بل ډول ناروغي بدلېږي.

د ټريپانوسوما د کک توکمونه (مايکرواورګانيزم) د ژوند څرخ ډېر پېچلی دی چې پدې کې بېلابېل مورفولوژيکي يا جوسه-پېژنديک پړاوونه شامل دي، په ځانګړې توګه هغه توکمونه چې د بې شمزيو نه نورو ته لېږدول کېږي. دوی په بې شمزيو کوربنو کې د ډېرو بېلابېلو بڼه جوړونکو پړاونو نه تېرېږي، خو په شمزۍ لرونکو کې کوربنو کې دغه سلولونه يوه ځانګړې بڼه ځانته جوړوي چې د ټريپوماسټيګوټ په نامه يادېږي، په ټريپوماسټيګوټي بڼه کې ددغه ژوندي فلاجېلوم د شا له لورې نه د مخ و لورې ته غځېدلی دی او په همدې دا فلاجېلوم يو څپورې پردې پورې تړلی دی.

د ټريپانوسوما په کورنۍ کې دا لانديني توکمونه شامل دي:


[سمول] سرچينې

  1. Hamilton, PB (2004). "Trypanosomes are monophyletic: evidence from genes for glyceraldehyde phosphate dehydrogenase and small subunit ribosomal RNA.". Int J Parasitol 34 (12): 1393–1404. PMID 15542100.
  2. World Health Organization. (2005). "A new form of human trypanosomiasis in India. Description of the first human case in the world caused by Trypanosoma evansi". Wkly Epidemiol Rec 80 (7): 62–3. PMID 15771199.
  3. Joshi PP, Chaudhari A, Shegokar VR, et al. (2006). "Treatment and follow-up of the first case of human trypanosomiasis caused by Trypanosoma evansi in India". Trans R Soc Trop Med Hyg 100 (10): 989–91. DOI:10.1016/j.trstmh.2005.11.003.
Report on Trypanosomes, Thomas, (London, 1905)
Tropical diseases, Sir Patrick Manson, (fifth edition, London, 1914)
Tropical Medicine and Hygiene, C. W. Daniels, (New York, 1914)
The Trypanosomiases, Edited by Ian Maudlin, Peter H Holmes, Michael A Miles (CAB International, 2004, ISBN 0-85199-475-X)کينډۍ:Protist-stub

کينډۍ:Med-stub