ټرانس امينېشن

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

داسې دوه تعاملونه دي چې د ټرانس امينېشن په نامه يادېږي. لومړنی تعامل هغه دی چې د يوه امينو اسيد او يوه الفا کيټو اسيد تر مېنځ راپېښ شي. په داسې يوه تعامل کې لومړنی امينو ګروپ وروستي امينو ګروپ سره خپل امينو او کيټو ګرپونه بدلوي؛ په دې کې بيا د امينو اسيد خپل اړونده الفا کيټو اسيد ته وراوړي، خو تعامل کې ګډ الفا کيټو اسيد بيا اړونده امينو اسيد ته وراوړي (که يو امينو ګروپ له يوه امينو ګروپ نه واېستلی شي، بيا يواځې الفا کيټو اسيد پاتې کېږي).

په ژونکيميا کې ټرانس امينېشن د يو ډول ځانګړو اېنزايمونو په مرسته بشپړ کېږي. د دغو اېنزايمونو د ډلې نوم ټرانس امينېز او يا هم امينوټرانسفېرېز دی. انساني بدن خپل ۱۰ غېر ضروري امينو اسيدونه هم د ټرانس امينېشن د پروسې له لارې خپله اړتيا پوره کوي. د يوه امينو اسيد چېرالټي، د اخته کېدنو پر مهال راڅرګندېږي. په دغه تعامل کې د PLP کواېنزايمونو (مرستيال اېنزايمونو) کارېږي او دا هم يو حقيقت دی چې دا په کاينېټيکي توګه يو بشپړ تعامل دی. د ټرانس امينېشن تعامل توليد د الفا کيټو اسيدونو په شتون پورې اړه لري. د ټرانس امينېشن تعامل توليدي ماليکيول اکثراً يا آلانين، اسپارټېټ يا ګلوټامېټ وي، خو د هغوی اړونده الفا کيټو اسيدونه د سونتوکيو د مېټابوليزم له لارې رامېنځ ته کېږي.

د ټرانس امينېشن دويم تعامل داسې تعريفولی شو چې دا په اماين او امونيم مالګې سره د يوه اماين او يا امايډ اناينو يو نيوکليوفېلېک ادلون بدلون دی.[1] د ساري په توګه، د لومړنيو اماينو يو تعامل د لومړنيو امايډو د اناينو سره کولای شو چې د دويمو اماينو په رامېنځ ته کولو کې وکارؤ:

RNH2 + R'NH− → RR'NH + NH2−

د رانيل نېکل په کارولو سره دويم متناظره اماين رامېنځ ته کېدای شي (2RNH2 → R2NH + NH3). او په پای کې کواټرنري امونيم مالګه د اېتانول اماين په کارولو بې الکالاينېدلای شي:

R4N+ + NH2CH2CH2OH → R3N + RN+H2CH2CH2OH

سېرين او تريونين دوه داسې امينو اسيدونه دي چې تل د ټرانس امېنېشن د پروسې نه نه تېرېږي.