وېکټور هوګو
| وېکټور هوګو | |
| زېږون | وېکټور ماري هوګو فېبروري 26, 1802 Besançon, (فرانسه) |
|---|---|
| مړينه | می 22, 1885 (عمر 83) پاريس, فرانسه |
| دنده | شاعر, ډرامه ليکونکی, داستان ليکونکی ليکوال, دولتي کارن، د بشري حقونونو فعال |
| ملت | فرانسوی |
| Genres | داستان, شاعري, لنډې کيسې |
| ادبي غورځنګ | رومانتيزم |
| نامتو اثر | بېوزلان |
|
|
|
|
|
|
|
|
|
| لاسليک | |
وېکټور ماري هوګو (په فرانسوي: ) (۲۶ د فبروري، ۱۸۰۲ - ۲۲ د مای، ۱۸۸۵) يو فرانسوی شاعر، نندارمه ليکونکی، کيسه ليکوال، تجسمي هنرمند، سياستوال، د بشر د حقوقو فعال او د فرانسې د رومانتيک غورځنګ غړی و.
په لومړي سر کې، په فرانسه کې د هوګو د شهرت سبب د هغه شعرونه ګرځي، خو بيا لږه موده وروسته د هغه رومانون او د هغه ډراماتيکې لاسته راوړنې د هغه د نوم په وېستل ډاډمن کوي. د هغه د شعرونو د جونګونو په منځ کې، لېس کانتېمپلېشن او لا لېجېندا دي سيکلېس د هغه د شاعرۍ د لوړو اعزازونو په سر کې شمېرل کېږي او په همدې توګه اکثراً هوګو د فرانسې له لويو شاعرانو څخه ګڼل کېږي. د فرانسې نه دباندې، د وېکټور هوګو تر ټولو نامتو آثار لېس مېزرابلېس (بېوزلان او يا بېنوايان) او د نوترې دام ډي پاريس رومانونه دي.
که څه هم چې وېکټور هوګو د ځوانۍ په وخت کې د پاچايي نظام يو وفاداره پلوی ؤ، خو د لسيزو په تېرېدو سره د هوګو نظريات او ليد لوري بدل شو، او د جمهوريت غوښتونکو له کلکو ملاتړو څخه شو.