وکيل احمد متوکل

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
وکيل احمد متوکل

مولوي وکيل احمد متوکل د ۱۹۷۱ ز کال په شاوخوا کې زېږېدلی دی . دی لومړی د طالبانو د اسلامي غورځنګ د مشر ملا محمد عمر سلاکار او سکرټر وو، خو وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر شو او د طالبانو د واکمنۍ تر پایه پر دغه څوکۍ پاتې شو . کله چې لوېدیزو پوځونو له شمال ټلوالې سره یو ځای د ۲۰۰۱ ز کال د اکټوبر پر ۷ نېټه پر افغانستان یرغل وکړ ، نو د طالبانو له مشر سره پاکستان ته وتښتېد . متوکل وايی ، چی زه بیرته د حامد کرزي تر اطمینان راکولو وروسته راستون شوم ، ځکه زه د نیول کېدونکو کسانو په لیست کی شامل نه وم ، خو وروسته د امریکایانو له خوا ونیول شوم او اتلس میاشتی په توقیف کی کښېنوول شوم ، چی لومړی په کندهار کې او بیا د بګرام په هوایی اډه کی بندي وم . د بهرنیو چارو دغه پخواني وزیر باالاخره بې له کومه توره او جُرم څخه بیرته خوشی شو ، او وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ورنه غوښتنه وکړه چی د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره خبري اتري ترتیب کړي . وکیل احمد متوکل پر ۲۰۰۶ ز کال ځان ولسي جرګې ته نوماند کړ ، خو بریالی نه شو. د بهرنیو چارو دغه پخوانی وزیر په پښتنی جنوب کی د عصری کولو د یو ځواک په توګه ګڼل شوی دی .

اخځونه

  1. http://www.benawa.com/kandahar/fullstorys.php?id=29250
  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Wakil_Ahmed_Muttawakil