ويکيپېډيا:ويکي زده کړه (خبرې اترې)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پيل وکړئ!   څه چېرته دي   ليکنه وکړئ   لومړۍ مخبڼه   دوهمه مخبڼه   تړنه
  خبرې اترې   نوم ليکنه او غړيتوب   اضافي مالومات    

ويکيپېډيا کې کولی شئ چې له نورو کارنانو سره خبرې اترې وکړئ او د خپلو ستونزو په اړه له هغوی مشورې واخلئ، که چېرته تاسو له کومې ستونزې سره مخ ياست، نو له نورو کارنانو خامخا مشوره واخلئ، د دې کار ګټه به دا وي چې له يوې خوا به ستاسې قيمتي وخت بې ځايه نه تېرېږي او له بلې خوا به په پښتو ويکيپېډيا کې د تېروتنو، نيمګړتياوو او ورانکارۍ مخه ونيول شي او لا به د پښتو ويکيپېډيا د معيار، کيفيت او ښکلا د زياتوالي او پرمختګ سبب وګرځي.

له نورو کارنانو سره د خبرو اترو لپاره بېلابېل مخونه (يا تګلارې) کارول کيږي، د بېلګې په توګه

  • که تاسو ته د هغه کارن کارنمخ مالوم وي، چې تاسو ترې پوښتنه کول غواړئ يا ورسره مشوره کول غواړئ، نو د ياد کارن د خبرې اترې مخ باندې خپله پوښتنه، غوښتنه يا اند وليکئ.
  • که تاسو ته د کارن کارنمخ مالوم نه وي، يا يې په لټون نه پوهېږئ، نو د ځانگړی:اوسني_بدلونونه مخپاڼې ته لاړ شئ او هلته له يوه کارنه، خپله پوښتنه وکړئ، يا ترې د مشورې غوښتنه وکړئ.
  • که د يوې مالومې ليکنې په اړه کومه غوښتنه، پوښتنه يا د نظر اختلاف لرئ، نو په ليکنه غرض مه لرې، بلکې د يادې ليکنې د خبرې اترې پرمخ مو خپله غوښتنه، پوښتنه يا اند وليکئ.
  • که تاسو په پورته ټولو تګلارو نه پوهېږئ، يا يې په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخامخېږئ، نو کولی شئ چې خپلې غوښتنې او پوښتنې مو په ويکيپېډيا:بنډارځای کې وليکئ، يو څوک نه يو څوک به خامخا ستاسو د پوښتنې او غوښتنو ځواب درکړي.

يادګېرنه

يوه خبره په ياد ولرئ، له خپلو خبر اترو سره سم خپل لاسليک خامخا وليکئ، ترڅو نور کارنان له تاسو سره په اسانۍ ستاسو د پوښتنو، غوښتنو او مشورو ځواب وليکي يا له تاسو غوښتنه يا پوښتنه وکړي او خپل اندونه له تاسو سره شريک کړي، د لاسليک کولو تګلاره ډېره اسانه ده، د لاسليک کولو لپاره تاسو بايد پورته د ورټومبل: مېنو باندې کلېک وکړئ، لاندې راشئ او په ستاسې لاسليک باندې کلېک وکړئ له دې سره به څلور منحني خطونه راشي او ستاسو لاسليک به په اتوماتيک ډول وشي، د لا زياتو مالوماتو لپاره ويکيپېډيا:لاسلیک وګورئ!.

د لاسليک په اړه بايد يوه خبره په ياد ولرئ او هغه دا چې دا ډول لاسليک يوازې د خبرو اترو او پيغامونو په اخر کې کيږي، ترڅو دا مالومه شي چې کوم پيغام، اند، پوښتنه يا غوښتنه کوم کارن، څه وخت ليکلې ده. په خپلو ليکنو کې دا تېروتنه (لاسليک) مه کوئ. کومه ليکنه يا ژباړه چې تاسو يې ترسره کوئ، له هغې سره په خپلکاري ډول يوه بله پاڼه جوړي کيږي او د تل لپاره ستاسو په ونډو کې د ليکنې يا ژباړې د تاريخ سره يوځای ستاسو په نوم ثبتيږي.

بل: غړيتوب >>