ويکيپېډيا:پینځه بنسټه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ویکیپېډیا بنستیز اصول په پینځو "ستنو" کې خلاصه کولای شو:
Blue pillar ویکیپېډیا یو پوهنغونډ دی چې د عمومي او تخصصي دایرة المعارف او کالنیو ځانګړتیاوې په ځان کې رانغاړي. ویکیپېډیا نه د اصطلاحاتو یو سیند (ډکشنري) ده، نه د غوره ویناوو یوه ټولګه، نه ورځپاڼه، نه د بلاګ-لیکنې یوه پاڼه، نه د وړیا سپېس ورکونې ځای، نه د یادښتونو د لیکنې ځای، نه د انارشیزم و ډیموکراسۍ د تمرین ځای، او نه هم د لینکونو (پیوندونو) یو غورچاڼ! تجربې او شخصي نظریات هم ویکيپېډیا کې ځای نه لري. د لومړي لاس څېړنو د منعې سیاست باید د هر ایډیتر د نظر سره سم اوسي. لیکنې نه باید د نظریو، عبارتونو، مفاهیمو، استدلالونو یا داسې عقایدو ټولګه اوسي چې تردې دمه په هیڅ ځای کې نه وي خپرې شوي. د کارن (ایدیټر) ټول پام باید د لیکنې په سموالي او صحت و دقیقوالي باندې و اوسي.
 
Green pillar ویکیپېډیا د بې پرې والي لید لري یعنی موږ په ویکیپېډیا کې هڅه کوو چې لیکنې د یوه ځانګړي فکر و نظر ته بلنه ورکوونکې نه اوسي، بلکه ټولو لیدلورو باندې چې هرې موضوع اړوندې وي؛ لیکنې ترسره شي. ځینې وخت دا کار د څو مختلفو لیدلورو د بیانولو او د هغوي ته پراختیا ورکولو اړتیا لیدل کېږي؛ تردې چې کارن پوه شي چې هر لیدلوری له کومې سرچینې راځي او هیڅ لیدلوری نه باید د «مطلق حقیقت» یا «غوره لیدلوري» په توګه وپېژندل شي. داسې یوې موخې ته د رسېدا لپاره، په هر ممکنه ځای په ځانګړي توګه اختلافي موضوعګانو کې د معتبرو او استناد وړ سرچینو راوړل او کارول اړین بریښي. ځینې وخت په دې اړه چې کومه څرګندونه بې پرې ده، د نظر اختلاف راڅرګندېږي، له سمونونو (ایدیټ) څخه د یوې لنډې مودې لپاره د لاس نیولو غوښتنه مطرح کېږي، په لیکنه کې د کينډۍ:کینډۍ یا کينډۍ:کینډۍ کینډۍ لګول کېږي او د اختلاف وړ جزییات د لیکنې په خبرې اترې برخه کې د خبرو اترو لپاره وړاندې او اختلافاتو ته رسېدنه کېږي.
 
Yellow pillar ویکیپېډیا یوه خپلواکه محتوا لري چې هرڅوک یې سمولای، بدلولای، ګټه پورته کولای او وېشلای شي. د خپرولو قانون حق ته درناوی وکړئ او له سرچینو ادبي غلا ونکړئ. نا خپلواکه محتوا کولای شو د منصفانه ګټه تر سرلیک لاندې وکاروو مګر په ویکیپېډیا کې د خپلو محتویاتو ورګډولو لپاره ددې پر ځای د خپلواکو سرچینو څخه په ګټه اخېستنې خپلې هڅې وکړئ. تر کومه ځایه چې ستاسې ټولې ګډونونډې د یوه خپلواک لاسوند په لرلو سره د ټولو په واک کې ورکول کېږي، هېڅ ایدیټر د هېڅ لیکنې خاوند نه اوسي، ممکن ستاسې ټول ټول ایډیټونه له هېڅ ډول سترګې پټونې ایډیټ او بیا خپاره شي، او همداسې به هم وشي.
 
Orange pillar ویکیپېډیا د اختلافي مواردو په اړه ځانګړی طرز لري؛ نورو ویکیپېډیا لیکونکو ته درناوی وکړئ، تردې که هغوي سره همغږي هم نه یاست. نزاکت وساتئ. له شخصي بریدونه ځان وساتئ. کله چې یوه مسئله کې بحث ګرمېږي، ارام و اوسئ. د درې ګرځولو قانون بې ځایه سمونونو جګړو کې له ښکېلتیا ځان وساتئ او په یاد ولرئ ۱۹٬۰۰۵ لیکنې په پښتو ویکيپېډیا کې شته چې کولای شئ د جدل پر ځای سمول، بشپړول او د هغې په اړه خبرې اترې وکړئ. په ښه نیت عمل وکړئ د یوې موضوع د اثبات لپاره لیکنې مه ټوټه ټوټه کوئ او تر هغې مو چې له دې پرته بله کړنلاره نه وي لیدلي، دا و انګېرئ چې نور هم همداسې کوي. له ورانکاره ګڼون څخه بې ځایه ګټه مه پورته کوئ. ازاد فکره، منونکي او هر اړخیزه اوسئ.
 
Red pillar د ويکيپېډيا قوانین بدلون موندونکي دي، د ويکيپېډيا قوانین د ډبرې پر مخ نه دي لیکل شوي چې تغیر نشي؛ دلته د قوانینو پر ځای لیکنو، کلیمو او حروفو ته لومړیتوب ورکول کېږی. په سمونه، ځای پرځای کونه او د لیکنو په تغیر کې بې پروا واوسئ ځکه دا د سمونې او ښکلا شوق باید د خپل د هدف په توګه وپېژندل شي. کاملتیا ضروری نه ده. له دې څخه مه وېرېږئ چې ممکن خرابکاري وشي. د مخونو پخواني بڼې ثبت دی، نو دا امکان نه لري چې تاسې تصادفاً ويکيپېډيا خراب کړئ یا د مخونو د بڼو ډول په بېرته نه ګرځېدو باندی واړوي. اما په یاد ولرئ چې، هر هغه څه ولیکئ د راتلونکو لپاره پاتې شي.

کينډۍ:ویکیپېډیا بنسټونه