ويکيپېډيا:د پټنتيا تګلاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا پاڼه د ويکيپيډيا رسمي تګلاره روښانه کوي. دا تګلاره په پراخه توګه ټولو ته د منلو وړ ده او ټولو کارونکو ته د پلي کولو لپا ره د يوه سټنډرډ په توګه منل شوې ده. تاسې کولی شی چی په دې پاڼه کې بدلون راوړی خو بدلون بايد بنسټيز منل شوي اصول منعکس کړي.:

دويکيپيډيا پروژ‎ی بنسټ ايښودونکي او ګډونکونکي لاندنی ګډی موخی لري:

زمونږ موخه داده چې د اعتبار وړ او وړيا پوهنغونډ منځ ته راوړو، داسی چې د نړی په تاريخ کې د څومره والي او څرنګوالي له مخی تر ټولو لوی پوهنفونډ وي.

ويکپيډيا ځينی تګلاری او اصول لری کوم چې له موږ سره د ګډی موخی د ترلاسه کولو په لاره کې مرسته کوی. ددغی تګلاری ځينی برخی د بدلون په حال کې دی،حال داچی نوری برخی يی بی له شکه د ټولو د منولو وړ دي او بدلون ته اړتيا نه بريښي.[۱]

اهمي تګلاری[سمول]

د ويکپيډيا سره د ګډون او مرستی نه مخکی، تاسې دې ته اړتيا نه لری چې د ويکپيډيا تګلاره ولولی. خو لاندنی تګلاری د ويکيپيډيا د کارولو لپاره ګټور دي، او څومره چې ژر پری وپوهيږی ، هماغومره ګټوره ده.

  1. ويکيپيډيا يو پوهنفونډ دی او بس . د ويکيپيډيا د نوری پيژندنی لپاره دلته کليک وکړی.
  2. بی پريتوب: مقالې بايد د نظر له مخی بی پری وی، او په يوه ليکنه کې بايد بېلابېلې نظريې منعکس شي.
  3. د کاپی کولو د حقوقو څخه نه سرغړونه: ويکيپيډيا د GNU Free Documentation License تر شرايطو لاندی يو وړيا پوهنفونډ دی. د هغو مقالو خپرول چې د چاپ د حقوقو څخه د سرغړونی سبب شی زمونږ هدف له ګواښه سره مخامخ کوي او ان کېدای شي حقوقي ستونزې منځ ته راوړي. د ويکيپيډيا د کاپی کولو د حقوقو په هکله نور مالومات.
  4. نورو ګډونکونکو ته درناوی: د ويکيپيډيا رضاکاران بېلابېلو هيوادونو او دودونو پورې اړه لري،چی د بېلابېلو نظريو خاوندان دي. نورو ته درناوی د پوهنغونډ يا دايره المعارف په جوړولو کې خورا ارزښناکه ونډه لري. د لا زياتو لارښوونو لپاره Wikipedia etiquette، Wikipedia:Writers' rules of engagement ، Wikipedia:Civility، Dispute resolution وګورﺉ.

نورې تګلارې او لارښوونې[سمول]

دنورو بېلابېلو تګلارو لپاره لاندنی کټګوری ګانی وګورﺉ:

د کار د بهیر په هکله پوښتنې[سمول]

تګلاری څرنګه جوړيږي؟[سمول]

د ويکيپيډيا د تګلارو غوڅ ډیری ددې پروژې په لومړيو ورځو کې ترتيب شوی دي يانی د ۲۰۰۲ کال په وروستيو کې. بدلونونه او زياتونې د ګډ تړون پواسطه ترسره کيږی، خو د عمل په ډګر کې تړون د تګلاری په بدلون کې خورا ګران کار دی. په زياتره حالاتو کې تګلاره په غير رسمی توګه پراختيا موندلی، او ليکل شوی قوانين د اوږدی مودی لپاره دود ګرځيدلی دی. خو په تګلاره کې ځينی داسی حساسی او ټاکل شوي مهمی ټکي شته چې د ګډ تړون پواسطه منځ ته نه راځی، اما دا تګلاره د Jimbo، بورډ او يا پراختيا ورکوونکو له خوا نافذيږي، په ځانګړی توګه هر هغه څه چې د چاپ د حقوقو،حقوقی مسايلو او يا د ويبپاڼی د سرور لوډ پوری اړه ولري. تګلاری په نادرو حالاتو کې د رايي ورکولو له لاری منځ ته راځي او يا بدلون مومي. پدی برخه کې د بحث لاره غوره ګڼل کيږي.
وړاندی شوي او رد شوي تګلاری په لاندنيو کټګوريو کې دي:

دلته وګورﺉ چې څرنګه نوی تګلاره منځ ته راځي.

تګلاره څرنګه نافذيږي؟[سمول]

تاسې د ويکيپيډيا اډيټور ياست. ويکيپيډيا کتونکي ډله او يا د کتونکي ډلې مشر نه لري،داسې يو سيسټم شته والی نه لری چی په پوهنغونډ کې د ورځني پرمختيا کار وڅيړل شي. خو ددې په عوض فعال برخه وال په پر له پسی توګه د پوهنغونډ د محتوياتو په سمونه کې برخه اخلي او د ستونزې په صورت کې هغه اډيټ کوي. نو پدی بنسټ، برخه وال هم ليکونکي او هم د کتونکي ډلی غړي يا اډيټوران دي.

سرچینې[سمول]

  1. "What is Online Privacy Policy?". policymaker.io. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)