ويکيپېډيا:د نن ورځې انځور/مارچ 2009

د ويکيپېډيا لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل


مستنده مېنځپانګه:

د مستندو انځورونو اوزارونه:

د ويکيپېډيا د مستندو انځورونو مياشتينی خونديځ

2009:جنوري - فبروري - مارچ - اپرېل - می - جون - جولای - اګسټ - سېپتمبر - اکتوبر - نومبر - ډېسمبر
2010:جنوري - فبروري - مارچ - اپرېل - می - جون - جولای - اګسټ - سېپتمبر - اکتوبر - نومبر - ډېسمبر


دا مستند انځورونه له پخوا نه (او يا هم کېدای شي د راتلونکي لپاره) د نن ورځې انځور د برخې لپاره په لانديني مهالوېش کې پراته دي. تاسو په اتوماتيک ډول د نن ورځې انځور خپل کارن-مخ او يا هم د خپل خبرواترو مخ ته د دغه کوډ په کارولو {{دنن-ورځ-انځور}} (د متن اوږده بڼه) or {{د-ن-و-ا}} (د متن لنډه بڼه) ورګډولی شی. د د-ن-و-ا د دوديزې مخليدنې د جوړولو لپاره، د نن ورځې انځور وګورۍ.


د همدې مخ حافظه تازه کول



مارچ 1 - اتوار (يکشنبه)

د نن ورځې انځور
Zipper animated.gif

دا د کالو د زنځير يو خوځنده انځور دی چې په ډېره آسانه توګه دا څرګندوي چې د کالو يو زنځير څنګه کار کوي. د زنځير ښوييندګی، چې په لاس راکشېږي، د دواړو خواؤ د زنځيرونو په غاښونو حرکت کوي. د ښوييندګي په مېنځ کې يو Y وزمه لار ده چې د دواړو خواؤ د زنځيرونو غاښۍ يو په بل کې ننباسي، او يا هم د مخالف لور حرکت يې يو له بل نه بېلوي. د کاليو زنځير په ۱۹۱۳ ز. کال کې د ګايډيون سونډبک لخوا اختراع شوی.

د انځور د امتياز خاوند: Dominique Toussaint
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 2 - ګل

د نن ورځې انځور
Iceberg with hole near sanderson hope 2007-07-28 2.jpg

دا د واورې د غره يو انځور دی. په همدې انځور کې هم مهاله د اوبو درې فيزيکي بڼې ښودل شوي: د جامد په ډول (واوره)، د اوبلن په ډول (اوبه) او د ګاز په ډول (د اوبو بړاس، چې نه ښکاري). د دې تر څنګ په پسمنظر کې ورېځې هم د اوبو د بړاس د راغونډېدو په سبب جوړېږي.

د انځور د امتياز خاوند: Kim Hansen
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 3 - نهي (سه شنبه)

د نن ورځې انځور
فوير

فوير ډي لا ډانسې (Foyer de la Danse) يا د نڅا فوير (په تياتر کې د ګڼو کوټو يوه لويه کوټه) د پالېس ګارنير، په پاريس کې د اوپرا يو ۲۲۰۰ کسيزه تالار دی. دا يو ډېر ښايسته تالار دی چې د چارلس ګارنير لخوا په نيو-باروک بڼه طرحه شوی. دا ودانۍ د سينګار او د ودانولو د هنر له مخې د خپل مهال په ودانيو کې يوه شهکاره ودانۍ شمېرل کېږي.

د انځور د امتياز خاوند:Eric Pouhier
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 4 - شورو (چهارشنبه)

د نن ورځې انځور
په سرګونډو شه

ډک اېنډ کاور مطلب دا چې په سرګونډو شه، دا فلم په ۱۹۵۱ کال کې د امريکا د فډرالي دولت لخوا د ښاري مدافع او ساتنې لخوا جوړ شوی وه، دا هغه مهال ؤ چې روسانو د هستوي وسلو آزمېښتونه پيل کړي وه. دا ويډيويي ټوټه په ښوونځيو کې وار په وار ښودل کېده او همدغه فلم په ښوونځيو کې د يوه دولتي تبليغي لوحې بڼه خپله کړې وه. په دې فلم کې دا ښودل شوي چې که چېرته په امريکا باندې څوک د هستوي وسلو يرغل وکړي نو عام وګړي څنګه خپل ځانونه د هستوي وسلو د چاودنې نه ژغورلی شي. دا فلم په ډاګه کوي چې په سرګونډو کېدل د هستوي چاودنې د زيان کچه راټيټوي. په دې ويډيويي ټوټه کې د هستوي جګړې د ژغورنې او ساتل کېدو ځينې چلندلارې ښودل شوي.

د انځور د امتياز خاوند: د امريکا د ښاري ساتنې اداره
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 5 - زيارت (پنجشنبه)

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 6 - جمعه

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 7 - خالي (شنبه)

د نن ورځې انځور
د چين دېوال

د چين دېوال ۶،۳۵۲ کيلومتره (۳،۹۴۸ ميله) اوږد دی. دا دېوال د يوې قلا په ډول په دې موخه جوړ شوی چې په بېلابېلو وختونو کې د مغولستان له لارې پر دغه هېواد د بېلابېلو قومونو د يرغلونو مخه ونيسي. دا دېوال د چين په شمال کې د مغولستان او د چين پولو ته څېرمه جوړ شوی. وييل کېږي چې د چين دېوال له تشيال نه هم په سترګو ليدل کېږي، خو دا په هغه وخت کې شونی دی چې د زمکې د آب و هوا له سببه د ليدو وړتيا وي او بل دا چې ليدونکي ته هم دا مالومه وي چې دقيقاً کوم لور خوا ته وګوري.

د انځور د امتياز خاوند: Herbert Ponting
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 8 - اتوار (يکشنبه)

د نن ورځې انځور
د اېفل څلی

د اېفل څلی په پاريس کې د فرانسې يو پېژندل شوی څلی دی چې د همدغه هېواد سمبول ګرځېدلی. دا څلی ۳۰۰ متره (۹۸۶ فوټه) لوړوالی لري چې د ګوستاف اېفل لخوا طرحه شوی. ګوستاف اېفل همدا څلی په ۱۸۸۹ کال کې جوړ کړ چې دا ودانۍ تر ۴۰ کالونو پورې د نړۍ تر ټولو لوړې ودانۍ کې شمېرل کېده. ګوستاف اېفل د رېل د پټليو د پُلونو په ودانولو کې ډېر تجربه کاره سړی ؤ هغه همدا خپله تجربه په يوه نوې بڼه وکاروله چې پايله يې همدا څلی دی. د اېفل څلي په جوړولو کې هغه د وسپنې له ۱۸۰۳۹ ټوټو نه کار اخيستلی دی چې بيا يې د ۳۰۰ کارکوونکو په مرسته همدا ټوټې سره يو ځای کړي او د اېفل څلی يې ترې جوړ کړی.

د انځور د امتياز خاوند: Tristan Nitot
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 9 - ګل

د نن ورځې انځور
هماليه

د هماليه د غرونو لړۍ د نړۍ تر ټولو جګ غره اېورېسټ پورې رسېږي. د اېورېسټ غر د نړېوال تشيالي تمځي نه ښکاري. د هماليه د غرونو لړۍ هند او د پاکستان سهېلي سيمې سره بېلوي. همداسې دا لړۍ د ټېبېټ پورې غځېدلې. د نړۍ له څوارلسو، ۸۰۰۰ متري لوړ غرونو نه څلور غرونه په دې توګه دي ماکالو (۸۴۶۲ متره)، اېورېسټ (۸۸۵۰ متره)، لهوتسه (۸۵۱۶ متره) او چو اويو (۸۲۰۱ متره).

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 10 - نهي (سه شنبه)

د نن ورځې انځور
لمر ګلی

د لمر ګلانو له ځڼو نه غوړي وېستل کېږي، چې همدا غوړي په پخلي کې او د بيالوژيکي سون توکو په توګه کارېږي. د همدغو ځڼو نه د غوړو وېستلو وروسته پاتې شوني د خوړنيزو توکو په توګه کار اخيستل کېږي. د لمر ګلي ځينې نوي ډولونه چې په دې وروستيو کې پرمخ بول شوي د هغوی سرونه ځوړند وي او د همدغه ګل دغه جنس بيا د ماليانو لپاره دومره ښکلي هم نه دي، خو بيا يې هم کرونده ګر په دې موخه کري چې د لمر ګلي دا ډول د مارغانو د ښکار نه ژغورل شوي او د بوټو ډېرې ناروغۍ هم نه لري.

د انځور د امتياز خاوند: Bruce Fritz
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 11 - شورو (چهارشنبه)

د نن ورځې انځور
د وېسټمنسټر ماڼۍ

د وېسټمنسټر ماڼۍ د زمکې مساحت نژدې ۳،۲۴ هېکټره دی. دا ماڼۍ په لندن کې د تېمز د رود په لوېديځه غاړه باندې جوړه شوې. په دې ماڼۍ کې نژدې ۱۰۰۰ کوټې دي، ۱۰۰ پوړۍ دي، او ۴،۸ کيلومتره د تګ راتګ لار لري. همدې ماڼۍ ته ورڅېرمه د ساعت څلی ۹۶ متره لوړوالی لري او همدا څلی د لندن له نامتو سمبولونو څخه يو سمبول ګڼل کېږي، د همدې څلي د پاسه يو زنګ هم ځای پر ځای شوی چې بېګ بېن بلل کېږي، او ډېر خلک دا څلی په ناسمه توګه په همدې نوم پېژني.

د انځور د امتياز خاوند: Solipsist
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 12 - زيارت (پنجشنبه)

د نن ورځې انځور
ګلاب

په ټولو ګلونو کې ګلاب ډېر يو مشهوره ګُل دی او په ګُل پلورنځي کې هم دا بوټی د نورو ګلانو په پرتله ډېر پلورل کېږي. ډېري خلک د ګلابو ځوښا خوري او همدا ګُل په ځان کې يو څه اندازه وېټامين سي هم لري. د ګلابو د ځوښا نه يو ډول شربت هم جوړېږي او د وږم له پاره د عطرو په توګه هم کارېږي.

د انځور د امتياز خاوند: Fir0002
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 13 - جمعه

د نن ورځې انځور
د وېکټوريا دولتي کتابتون

د وکټوريا دولتي کتابتون په آسټراليا کې د وکټوريا د رياست مرکزي کتابتون دی چې د مېلبورن ښار ته نژدې پروت دی. د همدغه کتابتون د کتابونو غونډ شمېر له ۱،۵ ميليونه کتابونو نه او له ۱۶۰۰۰ پرله پسې ګڼو نه ډېر دی. چې په دغو کې د همدې ښار د بنسټ ايښودونکو جان بټمېن او جان پاسکو فاوکنر ورځليکچو سره سره د کپتان جېمز کوک په لاس ليکل شوي آثار هم موندل کېږي.

د انځور د امتياز خاوند: Diliff
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 14 - خالي (شنبه)

د نن ورځې انځور
اتوم بم

دا د اتوم بم هغه طرحه شوی بڼه ده چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۵ کې د امريکا لخوا په جاپان کې هېروشيما او ناګاساکي په ښارونو وکارېده. د دغه اتوم بم نوم لېټل بوای يا وړوکی هلک ؤ او دا نوم هم په دې خاطر ورباندې ايښودل شوی وه چې د همدغې وسلې د ناسم چاودنې وېره ډېره وه. د همدغې وسلې يو ډېر ساده ټکر د بشپړې هستوي چاودنې او د لويې ورانۍ او ويجاړۍ سبب کېدلای شو.

د انځور د امتياز خاوند: Fastfission
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 15 - اتوار (يکشنبه)

د نن ورځې انځور
د اور وژنې لارۍ

دا د اور وژنې يو امريکايي موټر دی. د اور وژنې دا ډول لارۍ دوه اشترنګونه لري چې يو يې مخ ته او بل يې شا ته دی. که څه هم چې شاتينی اشترنګ د نورمال اشترنګ په پرتله لږ څه توپير لري او عين تخنيکي دنده نه ترسره کوي، خو د وروستۍ برخې ګټه يې په دې کې ده چې په کومو ځايونو کې چې کوڅې تنګې وي او لويې لارۍ نشي ورننوتلی نو د همدې موټر وروستۍ برخه په ډېرې آسانۍ سره داسې کوڅو ته ورننوځي او د اور په وژلو کې مرسته کوي.

د انځور د امتياز خاوند: Matthew Field
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 16 - ګل

د نن ورځې انځور
د اناتومي درس

دا په ۱۶۳۲ ز. کال کې د اناتومي د درس پر مهال د ډاکټر نيکولاس ټولپ يو انځور دی چې د رېمبراندت لخوا په غوړن رنګ انځور شوې. په دې انځور کې ډاکټر نيکولاس ټولپ، د طب څانګوالو ته د يوه مړي د لاس د عضلاتو په تشريح کولو کې ښودل شوی. په ۱۷مه پېړۍ کې د اناتومي زده کړې يو ټولنيز کار بلل کېده، او د همدې پوهې اړونده لکچرونه به په داسې ځايونو کې چې د نندارتون په توګه کارېده هم وړاندې کېدل، دا لکچرونه اکثراً د زده کوونکو د طبي همکارانو او عامو خلکو لپاره برابرېدل خو د يو څو پيسو فيس په بدل کې دا کار کېده.

د انځور د امتياز خاوند: Rembrandt
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 17 - نهي (سه شنبه)

د نن ورځې انځور
امريکايي چوغکه

امريکايي چوغکه چې ساينسي نوم يې (Spizella arborea) دی، د منځوۍ کچې يوه چوغکه ده چې په امريکا کې په سهېلي سيمو او د آلاسکا او سهېلي کانادا په ځنګلونو کې موندل کېږي. دا مارغان په ژمي کې د امريکا او د کانادا سوېلي سيمو ته آلوځي او د ژمي په تېرېدو سره بېرته سهېلي سيمو ته راستنېږي.

د انځور د امتياز خاوند: Mdf
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 18 - شورو (چهارشنبه)

د نن ورځې انځور
دوتنه:عبدالرحمان مومند بابا.jpg

دا د پښتون صوفي شاعر عبدالرحمان مومند يو انځور دی. عبدالرحمان مومند په پښتنو کې يو منلی شاعر دی او له همدې امله يې د بابا لقب هم ورته ورکړی. داسې ډېر پښتانه دي چې ليک او لوست نه شي کولی خو د رحمان بابا سره د ډېرې مينې له سببه يې د دغه دروند شاعر شعرونه زده کړي دي. خو په دې وروستيو کې د پښتنو پر ضد کرکې تر دې بريده ورسېدې چې د ځينو نامالومو ورانکارو لخوا د دغه منلي شاعر مزار په بمو باندې ويجاړ شو.

د انځور د امتياز خاوند: محمد طاهر کاڼی
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 19 - زيارت (پنجشنبه)

د نن ورځې انځور
لومړنی بالون

دا په ۱۷۸۶ ز. کال کې د انسانانو لخوا د آلوتنې د رښتيا کولو لومړنۍ هڅه ده. په دغه کال کې د مونټګولفاير وروڼو لخوا دغه بالون جوړ شو چې د لومړي ځل لپاره پکې انسانان د ځمکې نه والوتل. د بالون همدا آلوتنه په ۲۱ د نومبر ۱۷۸۳ ز. کال کې د شاتيو دي لا مويته له ډګر نه چې د پاريس په لويديځه څنډه کې پروت دی ترسره شو. ژان فرانکويس پيلاتره دي روزاير، چې يو ډاکټر او فرانکويس لاورينت دارلانديس، چې يو پوځي افسر ؤ په همدغه بالون کې نژدې ۹۱۰ متره (۳۰۰۰ فوټه) د زمکې له هوراې نه لوړ په همدغه بالون کې والوتل چې همدغې آلوتنې ۲۵ دقيقې وخت ونيوه او ټولټال ۹ کيلومتره واټن يې وواهه.

د انځور د امتياز خاوند: نامالومه
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 20 - جمعه

د نن ورځې انځور
ګروپ

دا په امريکا کې د لومړني برېښنايي ګروپ طرحه ده چې په ۲۷ د جنوري ۱۸۸۰ ز. کال کې د توماس ايډيسن لخوا وړاندې شو. په ۱۸۷۹ ز. کال کې ايډيسن د لومړي ځل لپاره د برېښنايي ګروپ د اختراع هڅه وکړه. خو تر دې ۷۵ کاله وروسته سر همفري ډېوي د سوداګريز برېښنايي ګروپ اختراع وکړه. داسې خو دوه ويشت نورو کسانو هم د برېښنايي ګروپ د بېلابېلو بنو مخترعين بلل کېږي، خو د هغوي ټولو جوړ شويو ګروپونو تر شا يو سبب وه او هغه د ايډيسن د لومړنۍ طرحې پوهه چې په اصل کې د درې عاملونو د سره يوځای کولو په نتيجه کې لاس ته راغلي وه، هغه درې عاملونه: يو موثره رڼايزه توکی، يو بشپړ تشيالي چاپيريال، او د پياوړي شدت داسې ډيوه چې د مرکزي قوې د وېشلو وړتيا ولري او اقتصادي هم وي.

د انځور د امتياز خاوند: توماس ايډيسن
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 21 - خالي (شنبه)

د نن ورځې انځور
د غان ښارګوټی

له ۱۸۶۰ نه تر ۱۹۳۰ ز. کالونو پورې کله چې انګرېزانو آسټراليا وموندله نو د دغې لويې وچې د سيمې د نخشې په کښلو کې يې د افغانانو نه مرسته واخيستله او ګڼ شمېر اوښان يې د افغانانو سره يوځای آسټراليا ته بوتلل. هغه مهال برتانيې په هند باندې حکومت کاوه. اوښان د هغه مهال د لېږد رالېږد اهمه وسيله وه. او د همدغو اوښانو په څرلو او څارلو انګرېزان نه پوهېدل نو دغې دندې لپاره يې افغانان د ځان سره بوتلل. اوس په آسټراليا کې د هماغو افغان اوښبانانو په ياد يو ښارګوټی د غان په نامه نومول شوی. او همدا راز د آسټراليا اورګاډی هم د غان په نامه يادېږي.

د انځور د امتياز خاوند: Conollyb
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 22 - اتوار (يکشنبه)

د نن ورځې انځور
محمد ايوب خان

دا د غازي محمد ايوب خان (۱۸۵۷، کابل - د اپرېل ۷، ۱۹۱۴ لاهور) چې انګرېزان يې د مېوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي يو انځور دی. ايوب خان د هرات پخوانی والي او د مېوند د جګړې فاتح و. هغه د ۱۸۸۰ ز. کال د جولاى په ۲۷ مه انګرېز جنرال بارو ته د مېوند په جګړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په کندهار کې د انګرېزانو پوځ كلابند کړ. د ايوب خان قبر د پېښور د دُرانيو په هديره کې د شېخ حبيب مقبرې کې ځای لري.

د انځور رالېږونکی: محمد طاهر کاڼی
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه

مارچ 23 - ګل

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 24 - نهي (سه شنبه)

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 25 - شورو (چهارشنبه)

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 26 - زيارت (پنجشنبه)

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 27 - جمعه

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 28 - خالي (شنبه)

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 29 - اتوار (يکشنبه)

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 30 - ګل

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.

مارچ 31 - نهي (سه شنبه)

د نن ورځې انځور
[[انځور:|250px |]]

.

د انځور د امتياز خاوند:
خونديځنور مستند انځورونه...

کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.



د نن ورځ انځور خونديځ
2009:جنوري - فبروري - مارچ - اپرېل - می - جون - جولای - اګسټ - سېپتمبر - اکتوبر - نومبر - ډېسمبر
2010:جنوري - فبروري - مارچ - اپرېل - می - جون - جولای - اګسټ - سېپتمبر - اکتوبر - نومبر - ډېسمبر


نن د نهي (سه شنبه) ورځ، د نومبر 10، 2009 زېږيز کال؛ دا وخت 16:41 UTC بجې دي

په نورو ژبو کې