ويکيپېډيا:د نن ورځې انځور/فبروري 2009
د ويکيپېډيا لخوا
|
د مستندو انځورونو اوزارونه: |
د ويکيپېډيا د مستندو انځورونو مياشتينی خونديځ
2009:جنوري - فبروري - مارچ - اپرېل - می - جون - جولای - اګسټ - سېپتمبر - اکتوبر - نومبر - ډېسمبر
2010:جنوري - فبروري - مارچ - اپرېل - می - جون - جولای - اګسټ - سېپتمبر - اکتوبر - نومبر - ډېسمبر
دا مستند انځورونه له پخوا نه (او يا هم کېدای شي د راتلونکي لپاره) د نن ورځې انځور د برخې لپاره په لانديني مهالوېش کې پراته دي. تاسو په اتوماتيک ډول د نن ورځې انځور خپل کارن-مخ او يا هم د خپل خبرواترو مخ ته د دغه کوډ په کارولو {{دنن-ورځ-انځور}} (د متن اوږده بڼه) or {{د-ن-و-ا}} (د متن لنډه بڼه) ورګډولی شی. د د-ن-و-ا د دوديزې مخليدنې د جوړولو لپاره، د نن ورځې انځور وګورۍ.
فبروري 1 - اتوار (يکشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د بلجيم په بروکسل کې د ۱۹ مې پېړۍ د يو دوه ماشومانو فوټوکروم انځور دی چې د خپل په کراچۍ کې يې شيدې د پلورلو لپاره بار کړي. د ۱۹۰۰ کالونو په پيل کې په برطانيه کې د سپيو کراچۍ د حېواناتو د فلاحي سببونو په خاطر منع وې، خو اوسمهال په فرانسې او بلجيم کې لا تر اوسه پورې داسې کرچۍ ترسترګو ليدل کېږي. د ننيو ورځو په لوبو کې د سپو د ځغستا په سياليو کې دا ډول کراچۍ کارېږي چې غټ سپيان يې په سياليو کې د ځان پسې راکاږي. د انځور د امتياز خاوند: ډيټريوټ خپرندويه ټولنه |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 2 - ګل
| د نن ورځې انځور | |
|
د ۱ د اپرېل ۱۹۱۳، د ډالاس، ټېکزاس يو پانوراما منظر. ډالاس چې په ۲ د فبروري، ۱۸۵۶ کال يې بنسټ ايښودل شوی، د ټېکزاس د رياست درېيم لوی ښار دی او د امريکا د متحده ايالاتو په هېوادنۍ کچه نهم لوی ښار دی. د انځور د امتياز خاوند: جونسن او روجرز |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 3 - نهي (سه شنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
. د انځور د امتياز خاوند: Joaquim Alves Gaspar |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.
فبروري 4 - شورو (چهارشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
. د انځور د امتياز خاوند: ډېټريويټ خپرندويه ټولنه |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه جوړول د ژغورلې بڼې د جوړولو لپاره، لومړۍ ليکه د {{subst:دنن-ورځ-انځور صف پر ځای راولی او بيا يې خوندي کړی.
فبروري 5 - زيارت (پنجشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دلته په ۱۹۱۱ کال شاوخوا کې هېلېن ډيوټريو، په يوه آلوتکه کې ښکاري، دا په ټوله نړۍ کې څلورمه مېرمن (د بلجيم لومړنۍ ښځينه هوابازه) وه چې د هوابازۍ ليسانس يې درلوده او په برم له مخې لومړنۍ ښځينه پيلوټه وه چې مسافرين يې له يوه ځای نه بل ځای ته بوولي او سمندري آلوتکه يې هم چلولې. د هوابازۍ تر څنګ هغه په بايسکل چلولو کې نړېواله اتله هم وه، هغې به په بايسکل، موټرسايکل، د ځغاستې په موټرونو داربازۍ هم کولې خو په نړېواله جګړه کې نوموړې د امبولانس چلوونکې او د يوه پوځي روغتون مشره هم وه. د انځور د امتياز خاوند: د بېن خبري خدمات |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 6 - جمعه
| د نن ورځې انځور | |
|
د مرغلينې غوږوالۍ انجلۍ د هالېنډي انځورګر يوهانيس فرمېر د انځورګرۍ يو شاهکار دی او څنګه يې چې له نوم نه ښکاره ده، په دې انځور کې د ليدونکو د فوکس او ځيروالي لپاره يوه مرغلينه غوږوالۍ کارېدلې. دا انځور دم مهال د هاګ په ماوريتزهيوايس کې ساتل کېږي. دې انځور ته کله نا کله د سهېل موناليزا يا د هالېنډ موناليزا په نومونو هم اشاره کېږي. انځورګر: يوهانيس فرمېر (۱۶۳۲-۱۶۷۵) |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 7 - خالي (شنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د برارکوونکي ګبينخور يو ښځينه جنس دی (فيليډونېرېس پيرهوپټېريوس). د دغه مارغه د مېشتنځی د آسټراليا او تاسمانيا ختيځې سيمې دي، د ګبينخورو دا توکم د الپين د ګڼ ځنګلو په چاپېريال کې هم موندی شو همداشان د هيتلانډ په پارکونو او بڼونو کې يې هم درک لګولی شو. د دغه مارغه خوراک د ګلانو ځوښا او مياشې دي. د برارکوونکي ګبينخور د اوږدوالي کچه 14–17 سانتي متره (6–7 in) او وزن يې نژدې 16 ګ (0.56 او) دی. د انځور د امتياز خاوند: نووډل سنېکس |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 8 - اتوار (يکشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د ۱۹مې پېړۍ يو کارتون دی چې د پونچ مجلې نه اخيستل شوی، په دې کارتون کې د هماغه وخت د سړو او ماشومانو د لامبو کالي ښودل شوي. د دغه کارتون څرګندونې داسې دي، "موسو، اوس نو چې، ستا بڼه د ټولو سړو ښکلا ګرځېدلې، او ته نژدې بشپړ زړه راښکونکی شوی يې؛ خو اوس د ډېر وخت نه دلته ولاړ يې. نو ټوپ دې ژر ووهه چې وار دې تېر شي!" که څه هم چې د هغه پېر د لامبوکالي ډېر پټ او حياناک کالي وه، خو په برطانيه کې دا يو عام کار و چې کله به ښځې د سړو نه ليرې وې نو هغوی به په لوڅ ځان لامبل. دانځور د امتياز خاوند: جيورج ډو ماورير |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 9 - ګل
| د نن ورځې انځور | |
|
د سپېدو پر مهال د برټش کولمبيا، کاناډا د وانکوور ښار يو اوبدل شوې پانوروما چې تر شا يې د سهېلي سمندرغاړې غرونه ښکاره راڅرګند دي. دا منظر له براډوې او د آکسټريټ له ځای نه داسې ښکاري. د انځور کيڼ لور کې ښکاره پل د ګرانويل کوڅې پل دی. د انځور د امتياز خاوند: مېتيو فيلډ |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 10 - نهي (سه شنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
په يوه سلول کې يو فلاجېليم يو اوږد، استوانه ايز، راوتلتيا ده چې د دې کړنه د اورګانيزم حرکت دی. دا فلاجېلم په يو ډول په يوه سلول کې يو فلاجېليم يو اوږد، استوانه ايز، راوتلتيا ده چې د دې کړنه د اورګانيزم حرکت دی. دا فلاجېلم په يو ډول باکټرياګانو کې لکه ايکولي او سالمونېلا کې موندلی شو او په همدغو باکټرياګانو کې د فلاجېلم دنده د يوه څرخ په توګه ده چې باکټريا د لامبو وهلو وړ ګرځوي. کې لکه ايکولي او سالمونېلا کې موندلی شو او په همدغو باکټرياګانو کې د فلاجېلم دنده د يوه څرخ په توګه ده چې باکټريا د لامبو وهلو وړ ګرځوي. د انځور د امتياز خاوند:ماريانه رويز |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 11 - شورو (چهارشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د بست قلا تر څنګ د اوښانو يو انځور دی. د بست قلا څلی د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې دی. دا څلی د ۱۱مې پېړۍ کې جوړ شوی او د دغه څلي انځور په ۱۰۰ افغانيو هم کښل شوی. دا يو ډېر لرغونی او تاريخي څلی دی او دا سيمه پخوا د بست د ښار په نامه ياده شوې چې وروسته يې نوم لشکرګاه شو. په دغې سيمې باندې د غوريانو، چنګېز خان او د ګوډ تېمر د پوځونو يرغلونو دا سيمه ويجاړه کړې چې اوس يې يواځې همدا شاوخوا څو تاريخي نښې نښانې پاتې دي. دم مهال دا سيمه د هلمند ولايت پلازمېنه ده. د انځور د امتياز خاوند: نېشنل جغرافيک |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 12 - زيارت (پنجشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د انګرېز طبيعتپوه چارلس ډاروين د زړبوډۍ يو انځور دی چې د وکټورين د انځورګرۍ په اسټوډيو کې د ايليوټ او فرای لخوا اخيستل شوی. ډاروين د خپل ژوند په وروستيو کالونو کې ډېر نوم او شهرت وېستلی ؤ، او همدا راز په دغه انځور د هغه د مشهورې ږيرې انځور د کتنې د کارت او د کابينې د کارتونو په توګه هم کارېدلی. دا پورټرېټ په ۱۸۷۹ کال کې د ډاروين په کور، ډآون هاوس کې اخيستل شوی. دا د ډاروين تر ټولو ډېر خپور شوی انځور دی چې د ايليوټ او فرای لخوا د ۱۸۸۰ کالونو په شاوخوا کې په پوسټ کارډونو، د سګرېټ په ډبيانو، په يادګاري پوستي ټکټونو او نور يادګاري شيانو خپور شوی دی. د انځور د امتياز خاوند: اېليوټ او فرای |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 13 - جمعه
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د پښتون اديب، شاعر، ليکوال او ټولنپوه ارواښاد ګل پاچا الفت يو پورټرېټ دی. دا چې د ارواښاد الفت د ۱۰۰ مې زېږکليزې د لمانځنې ورځې دي نو د پښتو ويکيپېډيا هم د ارواښاد د علمي او پوهنيز چوپړ د درناوۍ په موخه په دغو لمانځنو کې ګډون کوي او د دغه پښتون انځور د ويکيپېډيا په لومړي مخ د نن ورځې د غوره انځورونو په کتار کې راولي. د انځور د امتياز خاوند: انټرنټ |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 14 - خالي (شنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د يوه ښځينه وګړي هډتړ (اسکلېټ) دی. په يوه ژواندي کې هډتړ ۶ اهمې دندې ترسره کوي: (۱) بدن ته بڼه ورکول او د بدن د ټول وزن ملاتړ او زغمل؛ (۲) د عضلاتو او پلو لپاره د نښلېدونکې هوارې برابرول چې دا دواړه سره يو ځای (۳) بدن په ناخاپوړن حرکت راولي؛ (۴) د ګڼو حياتي غړو ساتل، لکه ماغزه چې د سر په کوپړه کې، د شمزۍ عصبي ريښې د شمزۍ په مريانو کې، او زړه د ټټر په قفس کې ساتل کېږي؛ (۵) د وينې د سلولونو جوړول چې د هډوکي په سره مغز کې جوړېږي؛ او (۶) د کلسيم او د وسپنې زېرمه کول. د انځور د امتياز خاوند: ماريانه رويز |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 15 - اتوار (يکشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
د يوه بوټي پاڼې د فوټوسېنتېسز عمده ځايونه دي. د بوټو پاڼې د کلوروفيل په سبب زرغون رنګ لري، کلوروفيل د بوټو يو ډول رنګ دی چې د لمرينې رڼا نه انرژي اخلي. په دغه انځور کې د پاڼې رګونه چې د يو ډول ووبونو (انساج) نه جوړ دي ښودل شوي، د دغو رګونو له لارې اوبه پاڼې ته رارسېږي او د فوټوسېنتېسز په نتيجه کې چې کله اوبلن کنډ جوړېږي نو د همدغو رګونو له لارې د پاڼې نه دباندې وځي. د انځور د امتياز خاوند: PDPhoto.org |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 16 - ګل
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د امير کروړ سوري یو پورټرېټ دی. امير کروړ د امير پولاد زوی مشهور په «جهان پهلوان» د ملک شنسپ له اولادې د غور د سوري کهاله يو نوميالی امير او د پښتو ژبې ډېر پخوانی شاعر و. که څه هم چې شعر او شاعري په پښتو ژبه کې له لرغونو وختونو راپېل شوې. خو تر دې دمه امير کروړ سوري د پښتو ژبې لومړنی شاعر ګڼل کېږي. د دې اصل تر شا کېدای شي دا سبب وي چې د امير کروړ سوري نه دمخه د پخوانيو پښتنو شاعرانو آثار د بېلابېلو يرغلونو او د سيمې د ښکېلاک په وختونو کې له مېنځه تللي او تر اوسه پورې يې داسې کومې نښې نه دي تر سترګو شوي. بل سبب يې دا دی چې په افغانستان کې د بېلابېلو وختونو جګړو افغاني لرغونپوهانو ته د څېړنو ټولې لارې بندې کړي. د انځور د امتياز خاوند: محمد طاهر کاڼی |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 17 - نهي (سه شنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د ايراني زعفرانو د تارونو (چې هر يو يې ۲۰ ملي متره اوږدوالی لري) يو انځور دی. زعفران يو ډول مساله ده چې د زعفرانو له ګُل نه په لاس راځي. زعفران د نړۍ تر ټولو ګران بيه مساله ده چې په لويديځو هېوادونو کې یې د يوه کيلوګرام زعفرانو د پېرودلو منځوۍ بيه ۲۲۰۰ ډالره /۱۵۵۰ يورو/۱۱۰۰ پونډه ده. زعفران نه يواځې د مسالې په توګه استعمال شوی، بلکه دا بوټی د ښه وږم، د رنګ ورکولو او د دارو درملو په توګه هم کارېدلی. د انځور د امتياز خاوند: رېنر زينز |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 18 - شورو (چهارشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
| [[انځور:|250px |]] |
. د انځور د امتياز خاوند: [[]] |
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 19 - زيارت (پنجشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
انسانان د بېلابېلو نورو خوړو تر څنګ د بوټو ريښې هم د خوړنتوکو په څېر کاروي. ګازرې د سابو ريښې دي چې انسانان يې د خوړو لپاره اومه يا پاخه کاروي. په ګازرو کې ګڼ شمېر ګټور توکي شته چې په دغو کې بيټا-کاروټين چې د ويټامين اې يو اهم ډول د يادولو وړ دی، دا ويټامين په ګازرو کې په لويه کچه موندل کېږي او همدا ماده د ګازرو د زېړ او نارنجي رنګ سبب ګرځي. ګازرې د غذايي فايبرونو، انټي اکسېډانټونو او معدنيانو نه هم بډايه دي. همدا راز د ګازرو په اړه يوه عامه آزانګه هم شته چې ګازرې په شپه کې د سترګو ليد پياوړی کوي. خو په طبي چارو کې دا ثابته خبره ده چې د سترګو ليد لپاره ويټامين اې يو اهم وېټامين ګڼل کېږي چې د دې وېټامين کمښت د سترګو ليد کمزوری کوي. د انځور د امتياز خاوند: سټېفان آسموس |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 20 - جمعه
| د نن ورځې انځور | |
|
انار ته په پښتو ژبه نرګسی وايي او دا مېوه د پونيکا ګراناتوم د کورنۍ ده چې په ځڼي لرونکو مېوؤ کې وېشل شوې. د انار ونه له ۵ - ۸ مترو پورې جګېږي. داسې اټکل کېږي چې د لومړي ځل لپاره انار د ايران په ختيځ کې او د افغانستان په لوېديځه سيمه کې راټوکېدلی بوټی دی چې همداسې تر سهېل ختيځ هند پورې موندل شوی. خو په مديترانه کې هم د ډېر پخوا نه د انار بوټی وه. د دغو خبرو سره سره يو حقيقت لا تر اوسه پورې نه دی څرګند چې د انارو آرنی ټاټوبی کوم ځای دی خو په اسپانيا کې يو لرغونی ښار ګرېنادا نومېږي چې د انار د لاطيني نوم نه يې الهام اخيستی او دغه نوم د مورس لخوا په دغه ښار ايښودل شوی. د انځور د امتياز خاوند: |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 21 - خالي (شنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د خوشحال خان خټک يو پورټرېټ دی. خوشحال خان خټک په پښتو ادب کې د تورې او د قلم شاعر په نوم پېژندل شوی. نوموړی د خپل وخت يو نوميالی تورزن وه چې د مغلو سره يې ډېرې جګړې کړي وې. د خوشحال خان يو تر ټولو ډېر مشهوره شعر داسې دی:
دا ورنگ له جوره هم له غریوه ډک یم په نا حق ئی په زندان کړم یو څو کاله خدای خبر دی که په خپله گناه شک یم پښتنو سره زړه تور دی د مغو لو خبر دار ئی په نیتونو یک په یک یم پښتانه لره شړۍ انډ یرۍ بس ده نه په فکر د مسند نه د توشک یم که می عمر په شماره د دیرشو تیر دی لا په کار کښی د سورلۍ لکه ازبک یم چه منصب می د مغل خوړ یو ملک ووم چه منصب د مغل نشته اوس ملک یم
ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يم د انځور د امتياز خاوند: محمد طاهر کاڼی |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 22 - اتوار (يکشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
اوخۍ يو ډول خځدکه ده چې موږ يې اکثراً په پخلنځيو کې د کثافاتو شاوخوا وينو. د دغې خځدکې ښځينه جنس د خپل د نس لاندې د هګيو ځاله ګرځوي. د اوخۍ هګې د هوا د فشار له امله پخېږي چې د ۴ ساعتونو په وخت کې له همدغو هګيو تازه بچي راوځي. په ټوله نړۍ کې آسټراليايي اوخۍ د غټوالي له مخې غټې دي چې په د بدن اوږدوالی يې ۹۰ ملي مترو پورې او د بدن وزن يې ۳۰ ګرامو پورې رسېږي. د انځور د امتياز خاوند: Joăo Estęvăo A. de Freitas |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 23 - ګل
| د نن ورځې انځور | |
|
دا د اېورېسټ د غره سهېلي مخ دی چې له ټېبېټ نه همداسې ښکاري. د اېورېسټ غر د نړۍ تر ټولو لوړ غر دی چې د سمندر له هوارې نه یې لوړوالی ۸۸۴۸ متره دی چې دا برابر د ۲۹۰۲۹ فوټه کېږي. همدغه غره ته په ۱۸۶۵ ز. کال کې د برتانيې د شاهي جغرافيکې ټولنې لخوا د اېورېسټ رسمي انګرېزي نوم د انډريو واګ په سپارښتنې ورکړ شو. انډريو واګ په هغه وخت کې د برتانيوي هند د سروې جنرال وه. د انځور د امتياز خاوند: Luca Galuzzi |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 24 - نهي (سه شنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
دغه ويډيويي ټوټه په عراق کې د امريکايي پوځ د اپاچي چورلکو د وسلو له کامرو نه لاس ته راغلی. په دغه ويډيو کې هغه خلک ښودل شوي چې د امريکا پوځ د وسلوالو ياغيانو په توګه څرګند کړي. دا ويډيو د لومړي ځل لپاره په اصلي بڼه د اې بي سي ټلويزون لخوا په ۹ د جنوري ۲۰۰۴ ز. کال کې خپره شوه. دا پېښه په ښکاره توګه د عراق په جګړه کې په بشري حقوقو د امريکايي پوځونو تېری ثابتوي. د انځور د امتياز خاوند: د امريکا پوځ |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 25 - شورو (چهارشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
کيوي، د خوړلو يو ډول مېوه ده چې په سهېلي او سوېلي امريکا سره سره په اروپا کې هم موندل کېږي. دغې مېوې خپل نوم د يو ډول مارغه چې هغه هم کيوي نومېږي، نه اخيستی دی. په اصل کې د دغې مېوې نوم چينايي ګوزبېري يا مېلونېټ و خو ددې مېوې نوم د سوداګريزو ګټو پخاطر په کيوي بدل شو. او بل سبب يې دا دی چې ددغې مېوې پوټکی د کيوي مارغه پوټکي ته ورته والی لري او هماغسې وړين وزمه ده. د انځور د امتياز خاوند: André Karwath |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 26 - زيارت (پنجشنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
مونټريال د کاناډا دويم لوی ښار دی. دا ښار د کيوبېک په سوېل لوېديځ ګوټ کې د سېنټ لارېنس او اوټاوا د رودونو پر غاړه پروت دی. دا چې د کيوبېک په لويه برخه کې فرانسوي يوه عامه ژبه ده، خو په دې ښار کې هم داسې يوه ډله انګرېزژبي خلک هم شته چې دوه ژبې يې ځانته خپلې کړي. همدا ښار په ۲۰۰۵ ز. کال کې د دوه بېلابېلو ادبياتو د پالنې په سبب د يونېسکو لخوا د ۲۰۰۵-۲۰۰۶ کال د نړۍ د کتاب پلازمېنه ونومول شوه. د انځور د امتياز خاوند: Diliff |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 27 - جمعه
| د نن ورځې انځور | |
|
تاج محل د هند په اګره کې يو پاچايي ماڼۍ ده چې په ۱۷مه پېړۍ کې د مُغل امپراتور شاه جهان لخوا خپلې ماندينې ممتاز محل لپاره جوړ شو. د تاج محل ماڼۍ په ۲۳ کلونو کې ودانه شوې. دا ماڼۍ د هغه وخت د ودانيو د هنرونو يو شاهکار بلل کېږي چې په دغه ماڼۍ کې له ګڼ شمېر ښو مرمري خښتو او نورو ګرانو ډبرو کار اخيستل شوی. دغه ماڼۍ د راجستان له سپينو مرمري ډبرو او نورو ګرانو ودانيزو توکيو چې په هند او آسيا کې موندل کېږي، جوړه شوې. د تاج محل ماڼۍ د يونېسکو د نړېوال ميراث په ځايونو کې شمېرل کېږي، چې دا لقب دغې ماڼۍ ته په ټول کايناتو کې د بې ساري ارزښت حيثيت ورکوي. د انځور د امتياز خاوند: Sandeep Dhirad |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
فبروري 28 - خالي (شنبه)
| د نن ورځې انځور | |
|
ژمی په يوه کال کې د څلور څپرکيو نه يو څپرکی دی. مېټرولوژيک ژمی هغه څپرکی دی چې په ټول کال کې لنډې ورځې او تر ټولو سړه سړوخه لري (دا د نړېوال موقيعت له مخې بېلابېلو ځايونو کې بېلابېلې مودې او د سړوخي کچه لري). د ژمي په مهال په هغو سيمو کې چې د استوا د کرښې نه ليرې پرتې سيمې دي، د سړوخي کچه ډېره ټيټه وي او واوره هم ډېره اورېږي. په داسې څپرکي کې اکثراً ورېځې راټيټېږي او يا هم د واورې دوړه دومره وي چې دا ډول حالت د خلکو په ورځيني ژوند اغېز کوي او په ورځينيو چارو کې ځنډ راپېښېږي. د ژمي پر مهال چې د يوې لږ يادې شوې ځليزې يادونه کېږي، هغه کنګل بډل دی. کنګل بډل د واورې هغه کريسټالونه دي چې په هوا کې زوړند وي او دا ډول سړوخه تر ټولو سخت ژمي کې پېښېږي (په داسې يو ځای کې چې سړوخه لږ تر لږه له صفر نه ۱۰ درجې ښکته ولاړه شي).. د انځور د امتياز خاوند: Richard Fabi |
|
کتل - سمادول - ژغورلې بڼه
د نن ورځ انځور خونديځ
2009:جنوري - فبروري - مارچ - اپرېل - می - جون - جولای - اګسټ - سېپتمبر - اکتوبر - نومبر - ډېسمبر
2010:جنوري - فبروري - مارچ - اپرېل - می - جون - جولای - اګسټ - سېپتمبر - اکتوبر - نومبر - ډېسمبر
نن د نهي (سه شنبه) ورځ، د نومبر 10، 2009 زېږيز کال؛ دا وخت 22:28 UTC بجې دي