ويکيپېډيا:د محرميت تګلاره

د ويکيپېډيا لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

دا پاڼه د ويکيپيډيا رسمي تګلاره روښانه کوی. دا تګلاره په پراخه توګه ټولو ته د منولو وړ ده او ټولو کارونکو ته د پلی کولو لپا ره د يوه سټنډرډ په توګه منل شوی ده. تاسی کولی شی چی په دی پاڼه کې بدلون راوړی خو بدلون بايد بنسټيز منل شوی اصول منعکس کړی.:

دويکيپيډيا پروژ‎ی بنسټ ايښودونکي او ګډونکونکي لاندنی ګډی موخی لري:

زمونږ موخه داده چې د اعتبار وړ او وړيا پوهنغونډ منځ ته راوړو ،داسی چې د نړی په تاريخ کې د څومره والي او څرنګوالي له مخی تر ټولو لوی پوهنفونډ وی.

ويکپيډيا ځينی تګلاری او اصول لری کوم چې له موږ سره د ګډی موخی د ترلاسه کولو په لاره کې مرسته کوی. ددغی تګلاری ځينی برخی د بدلون په حال کې دی،حال داچی نوری برخی يی بی له شکه د ټولو د منولو وړ دي او بدلون ته اړتيا نه بريښي.

نيوليک

[سمول] اهمي تګلاری

د ويکپيډيا سره د ګډون او مرستی نه مخکی، تاسی دی ته اړتيا نه لری چې د ويکپيډيا تګلاره ولولی. خو لاندنی تګلاری د ويکيپيډيا د کارولو لپاره ګټور دي، او څومره چې ژر پری وپوهيږی ، هومره ګټوره ده.

  1. ويکيپيډيا يو پوهنفونډ دی او بس . د ويکيپيډيا د نوری پيژندنی لپاره دلته کليک وکړی.
  2. بی پريتوب: مقالی بايد د نظر له مخی بی پری وی، او په يوه ليکنه کې بايد بيلابيلی نظريی منعکس شی.
  3. د کاپی کولو د حقوقو څخه نه سرغړونه: ويکيپيډيا د GNU Free Documentation License تر شرايطو لاندی يو وړيا پوهنفونډ دی. د هغو مقالو خپرول چې د چاپ د حقوقو څخه د سرغړونی سبب شی زمونږ هدف له ګواښه سره مخامخ کوی او ان کيدای شی حقوقي ستونزی منځ ته راوړي. د ويکيپيډيا د کاپی کولو د حقوقو په هکله نور مالومات.
  4. نورو ګډونکونکو ته درناوی: د ويکيپيډيا رضاکاران بيلابيلو هيوادونو او کلتورونو پوری اړه لری،چی د مختلفو نظريو خاوندان دي. نورو ته درناوی د پوهنغونډ يا دايره المعارف په جوړولو کې خورا ارزښناک رول لري. د زياتی لارښوونی لپاره Wikipedia etiquette، Wikipedia:Writers' rules of engagement ، Wikipedia:Civility، Dispute resolution وګوری.

[سمول] نوری تګلاری او لارښوونی

دنورو بيلابيلو تګلارو لپاره لاندنی کټګوری ګانی وګوری:

[سمول] د کار د پروسی په هکله پوښتنی

[سمول] تګلاری څرنګه جوړيږي؟

د ويکيپيډيا د تګلارو غوڅ اکثريت ددی پروژی په لومړيو ورځو کې ترتيب شوی دي يانی د ۲۰۰۲ کال په وروستيو کې. بدلونونه او زياتونی د ګډ تړون پواسطه ترسره کيږی، خو د عمل په ډګر کې تړون د تګلاری په بدلون کې خورا ګران کار دی. په زياتره حالاتو کې تګلاره په غير رسمی توګه پراختيا موندلی، او ليکل شوی قوانين د اوږدی مودی لپاره دود ګرځيدلی دی. خو په تګلاره کې ځينی داسی حساسی او ټاکل شوي مهمی ټکي شته چې د ګډ تړون پواسطه منځ ته نه راځی، اما دا تګلاره د Jimbo، بورډ او يا پراختيا ورکوونکو له خوا نافذيږي، په ځانګړی توګه هر هغه څه چې د چاپ د حقوقو،حقوقی مسايلو او يا د ويبپاڼی د سرور لوډ پوری اړه ولري. تګلاری په نادرو حالاتو کې د رايي ورکولو له لاری منځ ته راځي او يا بدلون مومي. پدی برخه کې د بحث لاره غوره ګڼل کيږي.
وړاندی شوي او رد شوي تګلاری په لاندنيو کټګوريو کې دي:

دلته وګوری چې څرنګه نوی تګلاره منځ ته راځي.

[سمول] تګلاره څرنګه نافذيږي؟

تاسی د ويکيپيډيا اډيټور ياست. ويکيپيډيا کتونکي ډله او يا د کتونکي ډلی مشر نلري،داسی يو سيسټم شته والی نلری چی په پوهنغونډ کې د ورځني پرمختيا کار وڅيړل شي. خو ددی په عوض فعال برخه وال په پر له پسی توګه د پوهنغونډ د محتوياتو په سمونه کې برخه اخلي او د ستونزی په صورت کې هغه اډيټ کوي. نو پدی بنسټ، برخه وال هم ليکونکي او هم د کتونکي ډلی غړي يا اډيټوران دي.