ويکيلېکس
| انټرنټي پته | http://www.wikileaks.org |
|---|---|
| سوداګريزه ده؟ | نه |
| د وېبځي ډول | د پټو او محرمو اسنادو او سرچينو خونديځ |
| د کارولو وړ ژبه(ژبې) | انګرېزي، خو د نورو بېلابېلو ژبو لاسوندونه هم لري |
| خاوند | |
| بنسټ ايښودونکی | یادکرد وب |
| د پېل نېټه | ۲۰۰۶ کال |
ويکيليکس (په انګرېزي: WikiLeaks) يو نړيوال بې ګټې رسنيز تنظيم او د محرمو لاسوندونو خونديز دی چې د ورکنومو افشا کوونکو لخوا نايابه او نامهيا لاسوندونه چې د نورو لخوا دې وېبځي ته ورکول کېږي او يا يې پخپله د خپلو پټو سرچينو په مرسته لاسته راوړي، د نورو رسنيو او ټولو نړيوالو په وړاندې برملا کوي. دا وېبپاڼه په ۲۰۰۶ ز. کال کې جوړه شوې چې د سن شاين پرېس (The Sunshine Press) لخوا چلېږي.[1] د دغه وېبځي د جوړېدو په لومړني کال کې د دغې پاڼې بنسټګر ادعا وکړه چې ويکيليکس يو داسې توکبنسټ لري چې له ۱،۲ ميليون نه ډېر لاسوندونه لري.[2]
د ويکيليکس موخه
ويکيليکس وايي چې ددوی تر ټولو لومړنئ پزړه پورتيا په اسيا کې د ځورواکو د رژيمونو مالومات بربنډول دي . په دغه کې د پخواني متحدې روسيې هېوادونو برخې ، د سهارا افریقايي هېوادونو برخې، او منځنۍ اسيا برخې راځي . همدارنګه وايي چې په دغه موخه د ټولو سیمو دهغو خلکو لپاره مرستياله وګرځي کوم چې د غیر اخلاقي بې انصافیو ښکار شوي دي او غواړي چې د هغوی د بډو وهونکيوچارواکو ، زورواکو او مصلحتي حکومتونو مخ ورته بربنډ شي . د ٫٫ده نیويارکر (The New Yorker) لخوا په يوې مقالې کې راغلي ؤ٬٬ د ۲۰۰۷ کال په جنورۍ کې همدې وېب پاڼې د ۱.۲ میلیونه شاوخوا پټو لاسوندونو د بربنډېدو او خپرېدو خبر ورکړ.
سرچينې
- ↑ د درک ستونزه: Invalid
<ref>tag; no text was provided for refs namedaboutwikileaks - ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Wikileaks has 1.2 million documents?. WikiLeaks. URL accessed on 28 February 2008.