ويټامين اې
ويټامين اې يو دوه قطبي ماليکيول دی چې د کاربون او هايډروجن تر مېنځ يو دوه قطبي کوولنټ بانډ لري. دا د هم بڼو ماليکيولونو د کورنۍ، رېټنايډز پورې تړلی دی. رېټنايډز د دغه وېټامين پاتې سلسله بشپړه کوي. د رېټنايډز اهمه برخه د ريټانيل ډله ده چې په ګڼو بڼو موندل کېږي. د حيواني اصل نه جوړو خواړو کې د وېټامين اې لويه برخه يو اېسټز، يو لومړنی ريټانيل پالميټېټ دی چې په وړه کولمه کې په الکول (ريټينول) بدلېږي. ويټامين اې د يو الډهيډ (ريټينال) په بڼه او يا هم د يو اسيد (ريټينوېک اسيد) په توګه هم وي. د دې وېټامين مختلوني (پرووېټامينونه) د بوټو نه لاس ته راغلو خوړو کې دي لکه هغه بوټي چې د کاروټېنويډ د کورنۍ په تړنګونو پورې تړاو لري شته.[1]
د ويټامين اې هر ډول بڼه د بيټا آيونون يوه کړۍ لري چې همدغې کړۍ سره د آيسوپرېنويډ زنځير تړلی دی. دا جوړښت د وېټامين اې په کړنو کې ډېر ضروري دی. د ګازرو نارنجي زېړ رنګ بيټا کاروټين نومېږي. دا رنګ د دوه ريټانيل ډلې د د خپلمنځي نښلون په توګه راڅرګند شوی چې په بدن کې د ويټامين اې د کچې په لوړولو کې مرسته کوي. کله چې د ريټانيل ډله د يو ډول ځانګړي پروټين سره ونښلي بيا همدا د ليدنې د حس په درک کې لومړنۍ نور جذبونکې ماده ده او په همدې توګه د دغه مرکب نوم د سترګې د ريټينا سره هم اړيکې لري.
وېټامين اې په ګڼ شمېر بڼو کې موندلی شو:
- رېټېنول، دا د وېټامين اې هغه بڼه ده چې د حېواني خواړو د سرچينې نه راجذبېږي، دا يو زېړ رنګه، په غوړو کې حل کېدونکی وېټامين دی چې د سترګو په ليد کې او د هډوکو په وده کې ډېرې اهمه دنده لري. دا چې د دغې ډلې الکولي بڼه ناثابته ده نو په همدې خاطر اکثراً همدا وېټامين د ريټانيل اسېټېټ يا پالمټېټ په بڼه کې توليدېږي او د کارولو وړ ګرځي.
- نور رېټنايډونه د يو ډول کيميايي تړنګونو د ټولګي نه دي چې په کيميايي توګه ويټامين اې سره اړيکې لري او دا مرکبونه په طبابت کې کارېږي.[2]
[سمول] د ويټامين اې اېجاد
ويټامين اې په ۱۹۰۶ ز کال کې د يوې څېړنې په پايله کې وپېژندل شو، او دا په ډاګه شوه چې د کاربوهايډرېټو، پروټينو او شهمياتو تر څنګ داسې نور عاملين هم شته چې د څارويو په روغتيا کې اهم رول لري.[3] په ۱۹۱۷ ز. کال کې اېلمر مککولم په وېسکونسين ماډېسون پوهنتون کې وېټامين اې کشف کړ او بيا لافايټ مېنډېل او توماس اوسبورن په دويم ځل د يېل په پوهنتون کې همدا وېټامين وپېژانده. دا چې په هغه وخت کې په اوبو کې حل کېدونکی عامل بي (وېټامين بي) نوی پېژندل شوی ؤ، نو په لومړي سر کې څېړونکو هم همدا وېټامين په شهمياتو کې حل کېدونکي عامل اې (ويټامين اې) په نامه ونوماوه..[3] په ۱۹۴۷ ز. کال کې د لومړي ځل لپاره، وېټامين اې په آزمېنتون کې د يوه هالنډي کيمياګرو، ډاوېډ ادريان وان دورپ او يوزف فېردېناند آرېنس لخوا جوړ شو.
[سمول] د ويټامين اې سرچينه
ويټامين اې په طبيعي ډول په ګڼ شمېر خوړو کې موندل کېږي:
- ځيګر (د غوايي غوښه، د چرګ غوښه، د شونډکيز چرګ غوښه، د کب غوښه) (6500 μg 722%)
- ګازرې (835 μg 93%)
- د براکولي پاڼې (800 μg 89%) - Acc. to د USDA توکبنسټ. د براکولي ګل بيا د براکولي د پاڼو په پرتله په لږه کچه ويټامين اې لري - دا يادښت وګورۍ[4].
- خواږه کچالو (709 μg 79%)
- kale (681 μg 76%)
- کوچ (684 μg 76%)
- پالک (469 μg 52%)
- سابه
- کدو (369 μg 41%)
- کانټالوپ خټکی (169 μg 19%)
- هګۍ (140 μg 16%)
- خُرماڼۍ (96 μg 11%)
- پپايا (55 μg 6%)
- آم (38 μg 4%)
- نخود (38 μg 4%)
- براکولي (31 μg 3%)
- تورايي
يادونه: هغه ګڼ چې په ليندکيو کې کښل شوی هغه په هر ۱۰۰ ګرامو کې د رېټانول کچه او د ويټامين اې د سلنې هغه کچه ښودل شوې چې غذايي کارپوهان يې يوه بالغه نارينه ته سپارښتنه کوي.
خو د کاروټين او رېټانول دغه کچې له يوه وګړي نه تر بل وګړي پورې د هغوی د ژونپوهنيزې بېلابېلوالي په سبب او د خوړو د بېلابېلوالي په سبب توپير يو له بل سره توپير لري.[5][6]
[سمول] سرچينې
- ↑ Carolyn Berdanier. 1997. Advanced Nutrition Micronutrients. pp 22-39
- ↑ American Cancer Society: Retinoid Therapy
- ↑ 3.0 3.1 Wolf, George (2001-04-19). "Discovery of Vitamin A". Encyclopedia of Life Sciences. doi:10.1038/npg.els.0003419. http://www.mrw.interscience.wiley.com/emrw/9780470015902/els/article/a0003419/current/html. Retrieved 2007-07-21.
- ↑ The RAE value in the USDA data for broccoli leaves is similar to the IU value for broccoli florets, which implies rather improbably that the leaves have about 20 times as much beta-carotene. It is possible that there was an error in the table.
- ↑ Borel P, Drai J, Faure H, et al (2005). "[Recent knowledge about intestinal absorption and cleavage of carotenoids]" (in French). Ann. Biol. Clin. (Paris) 63 (2): 165–77. PMID 15771974.
- ↑ Tang G, Qin J, Dolnikowski GG, Russell RM, Grusak MA (2005). "Spinach or carrots can supply significant amounts of vitamin A as assessed by feeding with intrinsically deuterated vegetables". Am. J. Clin. Nutr. 82 (4): 821–8. PMID 16210712.