ويليم مونټگمري وات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويليام مونټگمري واټ

ويليم مونټگمري واټ William Montgomery Watt له اوسمهالو ختیځپوهانو او اسلامپېژندونكې څخه دی. مونټگري د ادېنبورگ په پوهنتون كې د عربي ژبې د مطالعاتو ښوونكې هم پاتې شوې.

ويليم واټ په ۱۹۰۹ز كال په سكاټلېنډ كې زوكړې دى. او خپل لومړنۍ زده كړې يې په خپل پلرني ټاټوبي كې سرته رسولي.

لوړې زده كړې او دندې

لوړې زده كړې يې د دوكتورا تر كچې رسولي. د دوكتورا د رسالې سرليك يې (جبر او اختيار د اسلام په پيل كې) ؤ. څلور كاله يې په پوهنتون كې د ښوونكي په توگه دنده ترسره كړه. لدې وروسته د اسلام په اړه د لا زياتو مطالعاتو لپاره ځان وزگار كړ، او د خپل يو نږدې ملگري (آنگلېكن) چې د پروتستانت له انگرېزۍ كليسا سره تړلې ؤ، د بيت المقدس پر لور وخوځېد، او هورې يې په خپله څېړنه پيل وكړ. ويليم واټ په ۱۹۴۷ز كال د ادېنبورگ پوهنتون د عربي او اسلامي مطالعاتو د رييسس په توگه وټاكل شو، او تر كلونو پورې يې دا دنده پرمخ بوتله.

واټ په ۱۹۸۰ز كال په كور كېناست. (1)


ليكنې

له مونټيگري څخه ډېر شې ليكنې پاتې دي، چې ددې ليكنو زياتره برخه يې د اسلام پېژندنې په اړه دي، او په لاندې ډول به دا ليكنې يادې كړو:

  1. محمد صلى الله په مكه كې (۱۹۵۳ز) [Muhammad at Mecca]
  2. محمد صلى الله عليه وسلم په مدينه كې، (۱۹۵۶ز)[Muhammad at Medina]
  3. د غزالي ايمان او عمل (۱۹۵۳ز) [The Faith andPractice of al - Ghazali]
  4. محمد صلى الله عليه وسلم، پيغمبر او سياستپوه، (۱۹۶۴ز) [Muhammad: Prophet and Statesman]
  5. د اسلامي اسپانيا پېښليك، (۱۹۶۵ز)، [History at Islamic Spain]
  6. انديشه سياسي اسلام (1968) [Islamic Political Thought]
  7. په منځنيو پېړيو كې د اسلام اغيز په اروپا، (۱۹۷۲ز) [Influence of Islam on Medival Europe]
  8. دوره شکل گيري انديشه اسلامي (1973) [The Formative Period of Islamic Thought]
  9. اسلام او ننې مسيحيت، (۱۹۴۸ز) [Islam and Christianity Today]
  10. فلسفه او اسلامي الهيات (1987) [Islamic Philosophy andTheology]
  11. د محمد صلى الله عليه وسلم مكه: له قران څخه تاريخ (1988) [Muhammad|s Mecca : History from the Qur|an]
  12. د اسلام بنسټپالنه او نوگرايي (1988) [Islamic Fundamentalism and Modernity]
  13. لومړي پېر اسلام (1991)، [Early Islam]
  14. د اسلام او مسيحيت ټكر، 1373ل د محمد حسين مخبر ژباړه، او د اسلامي فرهنگ چاپ شوې.) [Muslim - Christian Encounter]
  15. «نوم يې محمد دى،» مسلمانه نړۍ، 63 شمېره، 1953ز. Muslim World
  16. «د سپېڅلي جگړې اسلامي مفاهيم،» د سپېڅلي جگړې په كتاب كې، سمونه توماس پاتريک مورفي، 1976ز. ["Islamic Conceptions of the Holy War" in TheHoly War, edited by Thomas Patric Murphy , 1976]

اندو اند

د مونټگمري واټ گروهه: اسلام هغه دين دى، چې په الهي وحې او یواځیني استازي (پیغمبر) ولاړ دی. او داسې په نظر راځي، چې قرآن هم نور ادیان لکه یهودیت او مسیحیت مني. هم په الهي وحی په توگه او هم استازي رالېږلو یې.(2)

د واټ په گروهه، که څه هم قرآن کریم د یهودیت او مسیحیت څخه غږېږي، او استازي یې الهي گڼي، په سنتي مسلمانانو کې دا گروهه شته چې ددوي سپېڅلي کتابونه (توران او انجیل) تحریف شوي دي. او بې له شکه دا گروهه پدې کار کې مرسته کوي، چې لودیځ له اخلاقي اړخه فاسد دی، او دا چې اسلام یواځینې رښتونی دین دی، او لدې پرته هېڅ دین او لار رښتونې نده.(3) مونټگمري واټ پدې گروهه دی، چې اسلام ته راگرځېدل د تېرو دوه لسیزو له ځانگړتیاوو څخه دي. دده په گروهه، د اسلامي ویښتابه یو بنسټیز اړخ دا دی، چې د لودیځې نړۍ ټاکل شوې دود و دوستور یې رټلې. نه گټه خوړل، نه شراب څښل، او نه هم لودیځوال لباس د ښځمنو لپاره. په هر ډول، دا ډول کړنې باید نه لودیځ ضد وگڼو او نه هم د عیسویت ضد، بلکه دا باید د مسلمانانو غوښتنه وگڼل شي. مسلمانان په اسلامي ویښتابه کې داسې غوښتنه کوي، چې له دوی سره دې هم په انساني او مذهبي نقطه نظره د لویديځوالو او عیسویانو په څېر چلند وشي. دې غوښتنې ته رسېدل یو څه ستونزمن دي، ځکه چې عیسویان داسې انگرېري، چې ددوي دین له نورو ادیانو غوره دی. (لکه څرنگه چې مسلمانان هم همدا د غوره والي نظر لري.)(5)

د منټگمري په خیال که چېرې مسلمانان وغواړي چې د نړۍ په راتلونکې کې کارنده ونډه ولري، چې ددې کار وړتیا هم لري، نو باید د نورو ادیانو په اړه یو نویلرلید خپل کړي. د نورو ادیانو په اړه د ځانگړي نظر باید نورو فرهنگي اړخونو ته چې دین پورې تړلي دي هم وغځول شي.(6)

دده په گروه کېدای شي ځینې عیسویان داسې و انگېري، چې په خبرو اترو کې گډون به د مسېح له لارښوونو څخه سرغړونه ده، چې ویلی یې دي ټول مخلوقاتو ته انجیل ورسوﺉ، او بلنه ورته وکړﺉ، چې ځینې مسلمانان هم همداسې احساس ولري چې دا کار سم بنسټ نلري. د افکارو په تبادله کې هر اړخ، بل دین او مذهب تصدیقوي، او په خبرو اترو کې گډون ددې تصدیق منل دي.(8)

دا هم وگورئ

سرچينې

  1. «په نړۍ كې اسلام پېژندنه او اسلام پېژندونكي»، ويژه نامه مرکز اطلاع رساني سازمان فرهنگ و ارتباطات اسلامي، تير 1377.
  2. William Montgomery Watt, Islamic Fundamentalism andModernity, London and New York: Routledge, 1988, p. 117.
  3. Ibid, p. 118.
  4. ويليام مونتگمري وات، د مسلمانانو او مسېحيانو د رايو ټكر، پوهاوې او غلط پوهاوې، ژباړه: محمدحسين آريا، تهران: د اسلامي فرهنگ د خپراوي مركز، 1373، ص 201-200.
  5. هماغه سرچينه، ص 208.
  6. William Montgomery Watt, op. cit, p. 122.
  7. ويليام مونتگمري وات، مخكينۍ سرچينه، ص 210.
  8. هماغه سرچينه، ص 243.

وېشنیزه:ختیځپوهان وېشنیزه:اسلامپېژندونکي