ووبرنځپوهنه
د ويکيپېډيا لخوا
ووبرنځپوهنه يا هسټوپاتولوژي د ووبونو د رنځونو يوه مايکروسکوپي زده کړه ده چې په ووبونو کې د رنځونو رامنځ ته شوې نښې نښانې څېړل کېږي. په کلينيکي طبابت کې ووبرنځپوهنه د بايوپسي ګانو د سالميت او غير سالميت په موندلو کې ډېره ګټوره ده. ووبرنځپوهنه د رنځپوهنې يوه وړه څانګه ده چې د دغې پوهې په مرسته ګڼ شمېر ژونپوهنيز سامپلونه د مايکروسکوپ تر لاندې څېړل کېږي چې د يو لړ پروسو له مخې د سالم او غير سالم تومور يا ووب پېژندنه پرې ترسره کېږي.