ولسي هڅوب
| لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
د کلتور لغت، ريښې د لاتيني ژبې ټکي colere ځخه راوتی دی، چې د کرلو، پاللو او مېشته کېدلو مانا لري. کلتور په ټولګړي ډول د انسانانو د ژوند د کړو وړو هغه سمبوليک چوکاټ سره پرتله کېږي کوم چې يو ځانګړی ښکارندويي کوي او هغه چې په يوه ټولنه کې ډېر اهم دی. د کلتور د ويکې بېلابېل تعريفونه د بېلابېلو تيوري ګانو د پوهاوي دريځونو باندې رڼا اجوي، او يا هم د انسانانو د کړو وړو ارزښتناک معيارونو باندې. خو بشرپوهان بيا ډېر ځل د کلتور لغت، په کايناتو کې د انسانانو هغې وړتيا سره پرتله کوي کوم چې انسانان په ټولګيو سره وېشي، د قانونو په پلي کولو او له يو بل سره خپلې سمبوليکې تجربې شريکوي. دا په هم ډولو جنسونو کې ښکاره نښه ده چې يو له بل نه بېلوي.
ولسي کلتور په ټولنه کي د ولس د کړو وړو هغه ټولګه ده چي پر بنسټ يې خپل ورځنۍ چاری پر مخ بيايي . ولسي کلتور پراخ اړخونه لري چي د مروجو توليدي و سايلو څخه بيا تر ګړنۍ ويناوو پوري ټولي خواوی لکه خواړه ، کالې ، ودانۍ ، باور ، دوستي ، دښمني ، زېږد ،مړينه ، واده او نور په لمن کي لری ، د دې لپاره چي په دي برخه کي د اړينو مطالبو په اړه يادونې ولرو لا زمه ده چي هر عنوان ته د بيل بحث په توګه پام وساتل شي
فولکور د يوې ټولني د ټولي هستى او تېر تاريخ هنداره ده ،هغه ټولنه چه فولکور نه لري هغوى ملي هويت او ملي خپلواکي نلري .
فولکور دى چه د نړى د ادبياتو او په ځانګړې توکه د پښتو ادبياتو بنسټ يې ايښى دى.
انساني ټولني چه په يوه جغرافيايي ،اقتصادي،او فرهنګي فضاء کي ګد ژوند کوي نو د خپل دغه ګډ ژوند ګډې تجربې له يوه نسل څخه بل نسل ته د فولکور په واسطه پرېږدى .
پر فولکور يا فوکلور که لغوي پلټنه وکړو نو به داسي ووايو چه دا يوه انګليسي کلمه ده چه ددو مورفيمونو (فولک) او (لور) څخه جوړه سوې ده ،فولک په انګليسي ژبه کي د خلګو او لور د پوهنى په معنى ده ،چه بشپړه معنى يې د خلګو پوه يا اولسي پوه ده .
دا کلمه د لومړى ځل د پاره يوه انګريزي لېکوال ټامس په ١٨٤٦ع کال کي د اولسي ادبياتو د مفهوم د پاره وضح کړه .
دادفولکلور لغوي معنى وه خو که يي اصطلاحي معنى ته وګورو نو به فولکور داسي و پېژنو چه د تاريخ وهلي فکرونو،عقېدو،ذهنيتونواو روايتونو ته فولکلور وايي .
فولکلور ته په پښتو کي وګړنى ادب ،اولسي ادب او شفاهي ادب وايي ،خو د کندهار اديبپوهان زيات وخت اولسي ادبياتو ته شفاهي ادب وايي ،که د شفا لغات ته را سو نو وبه وايو چه دا لغات اصلاً يو عربي کلمه ده چه پخپل ځان کي درې معناوي لري .
لومړى:شِفادزېر په درلودلو سره د دوزخ و اخرنى کندي ته وايي .
دويم:شفاء په پاى کي د همزه په ورکولو سره د صحت ،روغتيا په معنى ده .
دريم :شفاد شونډانو په معنى ده چه مراد مو ورڅخه خوله پر خوله دى .
اولسي ادبيات د يوې ټولني په غېږ کي زيږي ،وده کوي ،لوييږي،په زړونوکي ځاى نيسي خوله پر خوله او پښت پر پښت له ډېرو لرغونو زمانو راهيسي و نوي نسلونو ته رسيږي .
پښتو ژبه د شفاهي ادب له پلوه تر نورو ټولو ورنيژدې او ورڅيرمو ژبو بډايه ژبه ده ،ددې برخي څيړونکي د شفاهي ادب بډاينه د ټولني د پرګنيو د ليک لوست په کښته کچه کي بولي .
که راسو پښتنو او پښتو ژبي ته له ډېره بده مرغه د پښتنو لويه برخه د ځينوسياسي،اجتماعي،اقتصادي،فرهنګي او جغرافيايي عواملو له امله د سواد له نعمته او د ژوند له مدنيته ليري ساتل سوي دي ،د ډېرو پښتنو ژوند له کليو او بانډو سره تړلى دى ،دغه کليوالي ژوند او مناسبات او تر ټولو وړاندي د پښتنو خپل هنري ذوق او احساس د اولسي ادب د ايجاد او ودي لوي لامل ګرځېدلى دى .
زموږ خلګو پېړى پېړى خپل ارمانونه خپلي خوښى،خپل غمونه او خپل ميني په دغو شفاهي ادبياتو کي بيان کړى دي .
دغه ادبيات په شفاهي ډول خوله پر خوله لېږدېدلي دي او ژوندي پاته سوي دي ،خو د لېږد دې لړى تر يو وخته پوري دوام کړى دى او د راويانو په له منځه تلو سره دغه شفاهي ادبيات همله منځه تللى دي ،زموږ د خوږ استاد انجينير شېرشاه رشاد په خبره د شفاهي ادبياتو يوه نيمګړتيا داده کله چه نکلچې يا د شفاهي ادبياتو د يو بل ژانر ويونکي مړسي نو د هغه په له منځه تلو سره هغه ژانرونه چه دده په سينه کي راته دي هغه هم تر خاورو لاندي سي ،نو په کار ده چه دده د مرګ څخه مخکي هغه څه چه دده په زړه کي وي په يو رقم نه يو رقم را ټول او ثبت سي .
د پښتو د شفاهي ادبياتو د بېلابېلو ډولونو د ثبت او ټولو د پاره څه د پاسه له سلو کارو را هيسي کار پيل سوى دى او تر ټولو دمخه پښتو شفاهي ادبياتو ته د لويدځو څېړونکو يا ختيځو پو هانو پام ور واوښتئ.
کم وخت چه انګريزانو پر هند باندي ولکه درلوده نو د خپل واک پر مهال يي د پښتونخوا ،بلوچستان او افغانستان له سيمو څخه د پښتو د شفاهي ادبياتو بولګي را ټولي کړى او ثبت کړې دي
په پښتني مينه
سيف الدين لودين
د کندهار پوهنتون
د ښووني او روزني پوهنځئ