وانکومايسين

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
وانکومايسين

وانکومايسين (په انګرېزي کی: Vancomycin) يو ګلايکوپېپټايډ انټيبايوټيک دی چې د ګرام مثبت باکټريا په وقايعه او د همدغه باکټريا په سبب انتانونو په درملنه کې کارېږي. په دوديزه توګه دا باکټريا د وروستۍ هڅې درملو په توګه ريزرف شوی دی او يوازې هغه وخت کارېږي چې نور انټيبايوټيکونه نا موثره او بې اغېزې ثابت شي. که څه هم چې د وانکومايسين په وړاندې هم مقاوم اورګانيزمونه ښودل شوي او دا په دې مانا ده چې د دې درمل ځای نور درمل لکه لينېزولايډ (Zyvox)، (د خولې او رګ لخوا کارېږي)، ډاپټومايسين (Cubicin) (د رګ لخوا کارېږي) او کوينوپريسټين/ډالفوپريسټين (Synercid) (چې د رګ لخوا کارېږي) ونيسي.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې