والېري ولاديميروويچ پولياکوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
والېري ولادیمیروویچ پولیاکوف

والېري ولاديميروويچ پولياكوف (۲۷ د اپريل، ۱۹۴۲ ز. - ) د شوروي اتحاد پيلوټ او تشياليونى د روسيې د تولا په ښار كې زېږېدلى دى. دى يو له هغو څلورو كسانو څخه دى چې د شوروي اتحاد او روسيې دواړه اتلولۍ درجې وركړ شوې دي . دى جوړونكى – تشياليونى – څېړونكى دى . د شوروي اتحاد او روسيې ۶۶ او د نړۍ ۲۰۷ تشياليونى دى . نوموړي په تشيال كې تر نورو ټولو تشياليونو ډېر مهال تېر كړى، چې ۴۳۷ شواروزه او ۱۸ ساعته كيږي . پر دې بنسټ ده په دې برخه كې نړيوال ريكارډ ټینگ کړی دى . پولياكوف خپله لومړنۍ تشيال الوتنه د ۱۹۸۸ ز كال د اگسټ پر ۲۹ د ۱۹۸۹ ز كال د اپرېل د ۲۷ تر پايه ترسره كړه . ده په سايوز – ټي اېم – ۶ تشيال بېړۍ كې د روسيې د لومړني تشياليوني – څېړونكي په توگه له ولادیمیر افاناسېویچ لياخوف اوافغان تشیالیوني عبدالاحد مومند سره يو ځاى تشيال ته الوتنه وكړه . عبدالاحد مومند او لياخوف د ۱۹۸۸ ز كال د سيپټمبر پر ۷ ځمكې ته راستانه شول، خو پولياكوف هماغلته په مير تشيال تمځي كې له موسى مناروف او تيتوف سره د كار د ادامې لپاره پاتې شو . ده ته په بري سره د اوږدې تشيال الوتنې په خاطر پر ۱۹۸۹ ز كال د شوروي اتحاد اتلولي وركړ شوه ، چې هغه د سرو زرو ستورى وو . همدا راز له دې نه مخكې ، پر ۱۹۸۸ ز كال كې ورته د افغانستان جمهوريت د اتلولۍ درجه د خپلواكۍ لمر نښان هم وركړ شوى دى . پولياكوف د ۱۹۹۴ ز كال د جنوري له ۸ نه د ۱۹۹۵ ز كال د مارچ د ۲۲ تر پايه د ډاكتر – تشياليوني – څېړونكي په توگه په سايوز – ټي اېم – ۱۸ بېړۍ كې خپله دويمه تشيال الوتنه ترسره كړه ، چې په مير تشيال تمځي كې يې ۴۳۷ شواروزه او ۱۸ ساعته دوام وكړ . دا په يوه تشيال الوتنه كې په تشيال كې د كار كولو لوى ريكارډ دى . نوموړي د دوو تشيال الوتنو پر مهال ۶۷۸ شواروزه ، ۱۶ ساعته او ۳۴ دقيقې په تشيال كې تېرې كړې دي . په دې شمېر كې پولياكوف د تشياليونۍ په تاريخ كې له سيرگى كريكاليوف نه چې په تشيال كې يې ۸۰۴ ورځې او سيرگى اودېيف چې ۷۴۷ ورځې يې په تشيال كې تېرې كړې ، نه وروسته درېيم ځاى نيسي . د پولياكوف مسلك ډاكتري ده ، د طبي پوهنو دوكتور ، پروفيسر او د پوځي روغتيايي خدمتونو لومړى بريدمن دى چې اوسمهال له دندې رخصت شوى دى . ده د شوروي اتحاد اتلولۍ د سرو زرو ستوري مډال او افغانستان جمهوريت پر اتلولۍ د خپلواكۍ لمر نښان پر گټلو سربېره ځينې نورې ډالۍ هم گټلې دي .

اخځونه

  1. په تشیال کې لومړنی افغان ، محمد طاهر کاڼی راټولونه او ژباړه ، د ۱۳۹۰ لمريز (۲۰۱۱) زيږدي کال چاپ .
  2. http://ru.wikipedia.org/wiki/Поляков,_Валерий_Владимирович