واخي وګړي
عمومي معلومات |
---|
واخي وگړي یا خیک چې په لر هنزه دره کې د گوجالي په نامه یادیږي، د افغاننستان د واخان سیمې یو لږکی توکم دی چې اسماعیلي دیني ډلې پورې تړاو لري. دا ډله د افغانستان، پاکستان په چترال او گوجل سیمو، تاجکستان، د چین په سینگیانگ ایالت کې اوسي.[۱][۲] دوي په واخي ژبه خبرې کوي.
د وگړو شمېر او ډیموگراپي[سمول]
د یوه نیمگړي اټکل له مخې د واخي وگړو شمېر د ۷۰۰۰۰ څخه ۱۰۰۰۰۰ ترمنځ اټکل شوی دی.[۳][۴] د واخي وگړو توکم په څلورو هېوادونو کې پاشلی ژوند لري چې عبارت دي له: افغانستان، تاجکستان, پاکستان او سینگیانگ شمال ختیځ چین. په چین کې واخي وگړي په رسمي توگه د سینگیانگ د تاجکو په نامه پېژندل شوي دي، په افغانستان کې د پامیريانو په نامه او همدارنگه په تاجکستان کې د تاجکي وگړو په توگه مگر یو ځانگړې پېژندگلو چې دپامیريانو په نامه ده هم لري. په پاکستان کې هم دوي ځانونه پامیري او گوجلي بولي. واخي وگړي د اغا خاني اسماعیلي ډلې په نزاري فرقی پورې تړلي دي.[۴][۵]
اقتصاد[سمول]
واخي وگړي په ټولیز ډول سره یو غرییزه مېشت توکم دی چې ډېری اقتصادي تکیه یې د مېښو او اسونو په څرولو باندې ده.[۶] ډېری واخي وگړي دوه استوگنځایونه لري چې یو یې د اوړي او بل یې د ژمي د اوسېدا لپاره جوړ کړی وي. دا کورونه په عمومي توگه له ډبرو او وخو جوړ وي.[۶]
رسنۍ[سمول]
د پاکستان راډیو د گلگت سټېشن په واخي ژبه د "صدوی بومی دونو" (د نړۍ د بام غږ) په نامه خپرونه لري.
د واخي ابیڅو کمپیوټري تدوین او اوډنه راټوله شوې او خپره شوې ده چې په دې کار سره به څېړونکو ته دا موکه په لاس ورشي چې د واخي ژبې شعر و شاعري، ادب او تاریخ د کتاب ژبې ته وسپاري.
یادښتونه او سرچینې[سمول]
- ↑ "Distribution of Wakhi Ethnic Group". Gojal.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Phillips, David J. (2001) Peoples on the Move: introducing the nomads of the world Piquant, Carlisle, p. 271, ISBN 1-903689-05-8
- ↑ Coates, Ken (2004). A global history of indigenous peoples: Struggle and survival. New York: Palgrave MacMillan, Isbn=1403939292
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ West, Barbara (2008). Encyclopedia of the peoples of asia and oceania. Facts on File, Isbn=0816071098
- ↑ Shahrani, M. Nazif Mohib (2002) The Kirghiz and Wakhi of Afghanistan University of Washington Press, Seattle, p. 216, ISBN 0-295-98262-4
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ "Khyber Pakhtunkhwa: People and Tribes". Government of the Khyber Pakhtunkhwa. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۱۵ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)