هېنري مورټېمر ډيورنډ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
مورټېمر ډيورنډ په 1903 ز. کال کې
مورټېمر ډيورنډ په 1903 ز. کال کې

هېنري مورټېمر ډيورنډ (۱۴ د فېبروري، ۱۸۵۰ ز. - ۸ د جون، ۱۹۲۴ ز.) (په انګرېزي: Sir Henry Mortimer Durand) يو برتانيوی ديپلومات او د برتانيوي هند په مستعمره کې يو انګرېز مامور ؤ.

نيوليک

مخينه

هغه د هند د بهوپال په سيهور کې زېږېدلی ؤ. د پلار نوم يې هېنري ماريون ډيورنډ و چې په اصل کې د بارودا اوسېدونکی و. ډيورنډ خپلې زده کړې د بلک هيت پروپرايټېري او ټونبرېډج ښوونځيو کې ترلاسه کړي وې او.[1]

دندې

د ډيورنډ کرښه

د ډيورنډ آثار

له ۱۹۰۶ ز. کال نه وروسته چې کله ډيورنډ بېرته خپل پلرني هېواد انګلستان ته ستون شو نو هلته يې ځان له سرکاري کارونو ګوښه کړ او بيا يې يواځې ځان ليکنو ته وقف کړ چې پدې لړ کې يې خپل د پلار جنرال هېنري ماريون ډيورنډ (۱۸۱۲ - ۱۸۷۱) ژوندليک وليکه. ډيورنډ د ناول ليکلو لېوال هم ؤ او د خپلې مېرمنې اېلا آر ډيورنډ (۱۸۵۲ - ۱۹۱۳) سره يې په ګډه يو څو کتابونه خپاره کړي، چې د هغو له ډلې:

  • په لوېديځ فارس کې د مني يو سفر, (1902)
  • نادر شاه: يو تاريخي ناول, (1908)
  • د فيلډ مارشال جيورج سټوارټ وايټ ژوند., (1915)

دا هم وګورۍ

  • د ډيورنډ کپ - د فوټبال يو ټورنامنټ چې په ۱۸۸۸ ز. کال کې د مورټېمر ډيورنډ لخوا په شمله کې پيل شو.

سرچينې

  1. جان ف. ريډيک, د برتانيوي هند تاريخ, ۲۵۸ مخ