هېنريک سېنکېويچ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
هېنريک سېنکېويچ

هېنریک سېنکېويچ ( بشپړ نوم “ هېنریک ادام الېکساندر پیوس سېنکېویچ “ ) په پولېنډۍ ژبه کې (Henryk Adam Aleksander Pius Sienkiewicz ) د ۱۸۴۶ زېږدي کال د می ۵ پولېنډ ، پودلیاشې ، ولیا اوکشېیسکه - د ۱۹۱۶ ز کال د نوامبر ۱۵ سویس ، وېوې .

نيوليک

ژوندلیک

هېنریک سېنکېويچ په یوه داسې کورنۍ کې زېږېدلی ، چې شاهي کورنۍ ته نږدې ، خو نېستمنه شوې وه . د ده پلار له پولېنډي - لیتوايي تاتارانو څخه وو ، چې د “ ویتوفت “ د واکمنۍ پر مهال د لیتوا په لویه خانۍ کې مېشت وو . مور يې په خټه بېلاروسۍ وه . سېنکېویچ د جمنازیا ښوونځی پای ته ورساوه او پر ۱۸۶۶ – ۱۸۷۰ زېږدي کلونو يې د وارسا پوهنتون د طب ، تاریخ او فیلولوجۍ ( ژبپوهنې ، ادبپوهنې او متنپوهنې ) په پوهنځيو کې زده کړې وکړې . دی لا زده کړیال ( محصل ) وو ، چې پر ۱۸۶۹ ز کال يې په («Przegląd Tygodniowy» مجله کې لومړنۍ لیکنه چاپ شوه . له ۱۸۷۳ ز کاله راهیسې يې په پرله پسې ډول په “ پولېنډۍ ورځپاڼه “ کې کومېډي - هنري لیکنې خپرېدې او له دغې ورځپاڼې سره يې پرله پسې همکاري درلوده . له ۱۸۷۴ زېږدي کاله يې د “ نیوا “ اوونیزې خپرونې د ادبي برخې پازوالي او مشري پرغاړه درلوده . وروسته له ۱۸۸۲ ز کاله بیا د ځانساتې (محافظه کارې) ورځپاڼې “ سلووه “ پازوال چلوونکی شو . پر ۱۸۸۱ ز کال يې له “ ماريیا شیتکېویچ “ سره واده وکړ . مېرمن يې څو کاله وروسته پر ۱۸۸۵ ز کال له نري رنځ ( توبرکلوز ) نه مړه شوه او دوه ماشومان يې مېړه ته ورپاتې شول . سېنکېویچ پر ۱۸۹۳ ز کال دویم واده له “ مارییا ولودکوویچ “ سره ، چې له “ ادېسې “ څخه وه ، وکړ ، خو پر ۱۸۹۵ ز کال يې د مېرمنې پر نوښت تلاک ( طلاق ) وشو او سره بېل شول . پر ۱۸۹۴ ز کال يې هم له “ مارییا بابسکایا” سره واده وکړ . لیکوال سېنکېویچ پر ( ۱۸۷۶ – ۱۸۷۹ ) ز کلونو د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ او د همدغه سفر یونلیک يې د امریکا متحده ایالاتو پرضد پر ( ۱۸۷۶ – ۱۸۷۸ ) زېږدي کلونو چاپ کړ . کله چې اروپا ته راستون شو ، نو څه موده په پاریس کې اوسېده ، پر ۱۸۷۹ ز کال په لووف کې وو . لووف هغه مهال د پولېنډ یو ښار وو ، خو اوسمهال د اوسني اوکرایین په لوېدیځ کې د دغه هېواد یو ښار دی. وروسته يې بیا په وېنس ، او روم کې څه موده تېره کړه . له هماغه مهاله راهیسې يې د سیلاني په توګه ډېر سفرونه کول او ډېر ځله يې خپل مېشتځي بدلول . ده په دغو لاندې هېوادو کې ژوند کړی ، لکه اتریش ، انګلستان ، لیتوا ، فرانسه ، سویس ، پر ۱۸۸۶ ز کال په رومانیا ، بلغاریا ، تورکیه ، یونان ، پر ۱۸۹۱ ز کال يې په مصر ، زېنزیبار او نورو هېوادو کې . پر ۱۹۰۰ ز کال د ده د ۲۵ کلن ادبي کار په خاطر ده ته په “ کېلېڅ پوویاتې “ کې یو کور او څه ځمکه جایداد د ډالۍ په توګه ورکړل شول . سېنکېویچ د لومړۍ نړیوالې جګړې د پیل پر مهال سویس ته ولاړ ، بیا يې په پولېنډ کې له جګړې ځپلو سره د مرستې د یوې کومېټې مشري پر غاړه واخیسته . هېنريک سېنکېویچ د ۱۹۱۶ زېږدي کال د نوامبر پر ۱۵ د سویس په “ وېوې “ کې ومړ. په “ وېوې “ کې يې له مړینې وروسته مړی د سویس په یوه کاتولیکي عبادتځای کې خاورو ته وسپارل شو ، خو پر ۱۹۲۴ ز کال يې د بدن پاتې شوني وارسا ته ولېږدول شول او هلته د “ کریپت “ د سپېڅلې “ یاننا “ په عبادتځای کې خاورو ته وسپارل شول .

پنځونه

لیکوال د خپل ادبي کار په لومړیو اثارو ، داستانونو او ناولونو کې ، د نرواکي ژوند د ډول کمزوري کېدل او له منځه تګ ښودلی ، لکه په “ زاړه خدمتګار “ ۱۸۷۵ ز کال ، “ ګانیه “ ، ۱۸۷۶ ز کال ، “ سېلاب “ د ۱۸۸۴ – ۱۸۸۶ ز کلونه ، “ ښاغلي ولودیوفسکي “ ( ۱۸۸۷ – ۱۸۸۸ ز کلونه ) کې . د سېنکېویچ په لومړني رومان کې د پولېنډ او اوکرایین تر منځ ، د “ بوګدان خمېلنیڅکي “ د وختونو هاند او هڅه ښودل شوې . د ده د “ تریلوجي “ ( درې ګوني ) رومان په دویمه برخه کې پر ۱۶۵۵ – ۱۶۵۶ ز کلونو ، پر پولېنډ باندې د سويډني یرغلګرو پر وړاندې جګړه کې د پولېنډي ولس د ازادي بښونکي غورځنګ هاند او هڅه انځور شوې . د دغه درې ګوني اثر په درېیمه برخه ( یا درېیم رومان ) کې پر ۱۶۷۲ – ۱۶۷۳ زېږدي کلونو ، پر پولېنډ باندې د تورکانو د یرغل او د دغه یرغل پر وړاندې د پولېنډي بهادرانو او اتلانو کارنامې په شاعرانه بڼه انځور شوې دي . د سینکېویچ په سایکولوجيکي رومان “ بې تعصبه “ ( ۱۸۸۹ – ۱۸۹۰ ) کې د یو اریستوکرات په اړه بیان شوی . د “ پولانېڅکيو کورنۍ “ ( ۱۸۹۳ – ۱۸۹۴ ) په رومان کې لیکوال د یو بریالي سوداګر په اړه بيان کوي او په هغه کې د هغې ټولنې ځینو اړخونو ته کومېډي رنګ ورکوي ، چې دین یې له سیاست څخه بېل دی . د لیکوال په “ چېرته ځې “ ( ۱۸۹۴ – ۱۸۹۵ ) تاریخي رومان کې د لرغوني رومي امپراتور “ نېرون “ د ظلمونو پر وړاندې د لومړنیو عیسویانو هاند او هڅه ښودل شوې ده . د ۱۵ پېړۍ په پای او ۱۶ په سر کې د “ تیوتونسکي اوردېن “ واکمنانو ( داسې ویل کيږي ، چې د جرمني سردارانو له خوا رامنځته شوی وو ) د تېري پر وړاندې د پولېنډیانو او لیتوایانو هاند او هڅې ته د لیکوال د “ صلیبیانو “ ( ۱۸۹۷ – ۱۹۰۰ ) تاریخي رومان ځانګړی شوی دی . د “ ګرداب “ ( ۱۹۰۹ – ۱۹۱۰ ) رومان د روسیې د ۱۹۰۵ – ۱۹۰۷ زېږدي کلونو اوښتون ( انقلاب ) ته ځانګړی شوی دی . پر ۱۹۱۰ – ۱۹۱۱ ز کلونو یې د ماشومانو لپاره “ د افریقا په ګڼو ځنګلونو کې “ ماجرايي ناول ولیکه . د لیکوال بل رومان “ پوځي ټولګي “ ( ۱۹۱۳ – ۱۹۱۴ ) وو ، چې د ناپلیون په جګړو کې د پولېنډیانو د برخې اخیستنې په اړه دی ، بشپړ نه شو .

د ده ارزښت او اوڅارتیا

لیکوال هېنریک سېنکېویچ چې لا ژوندی وو ، نو په پولېنډ کې دننه او له هغه نه بهر یو له لویو ، نامتو او برجسته لیکوالو څخه شو او لا پر ژوند يې اوڅارتیا په برخه شوه . دی د تاریخي رومان د تکړه ماهر په نامه یاد شو . سېنکېويچ د خپل درې ګوني رومان “ له اور او تورې سره “ ، “ سېلاب “ ، “ ښاغلي ولودیوفسکي “ له لیکلو وروسته ، د پولېنډ تر ټولو داسې پر مختللی لیکوال وو ، چې د خپلو کتابونو پر چاپ يې تر نورو ټولو لیکوالو ډېرې پیسې ګټلې . ده ته د ده د پاس یاد شوي درې ګونې رومان د چاپ رښتې ( حق ) د خپلولو په خاطر ، د چاپخونې له خوا د شلو کلونو په بهیر کې ، اویا زره روبله ورکړل شول . د لیکوال پنځونې د پولېنډي کولتور په تاریخ کې لوی رول ولوباوه او په نړیوال کچ ومنل شوې . ده ته پر ۱۹۰۵ زېږدي کال د ښو حماسي ادبي اثارو د لیکلو په خاطر د نوبل جایزه ورکړل شوه . د ده د “ چېرته ځې “ رومان د نړۍ پر څه د پاسه څلوېښتو ژبو ژباړل شوی او چاپ شوی دی . د لیکوال د “ بې تعصبه “ رومان ته د “ لېف نیکولایوویچ تولستوی “ ، “ ن . س . لېسکوف “ ، “ ا . پ . چېخوف “ ، “ ماکسیم ګورکي “ او نورو روسي لیکوالو له خوا ډېر ارزښت ورکول کېده . د سېنکېویچ د ډېری رومانونو پر بنسټ هنري فېلمونه اخیستل شوي دي . د ده د هغو اثار پر بنسټ ، چې فېلمونه ترې ډک شوي ، تر ټولو ډېر ښه يې د “ چېرته ځې “ رومان دی ، چې پر ۱۹۵۱ ز کال يې پر بنسټ ، د امریکا متحده ایالاتو له خوا هنري فېلم اخیستل شوی ، “ له اور او تورې سره “ ، چې پر بنسټ يې ، پر ۱۹۹۹ ز کال يې د پولېنډ له خوا هنري فېلم اخیستل شوی ، د “ چېرته ځې “ رومان ، چې پر بنسټ يې ، د پولېنډ له خوا پر ۲۰۰۱ ز کال هنري فېلم جوړ شوی دی . همدا راز د “ ایل – ۶۲ “ ډوله یوه الوتکه هم د ده په ویاړ د هېنریک سېنکېویچ په نامه نومول شوې ده .

د سېنکېويچ اثار

  1. “ زوړ خدمتګار “ ، ۱۸۷۵ ز کال .
  2. “ ګانیه “ ، ۱۸۷۶ ز کال .
  3. “ سلیم میرزا “ ، ۱۸۷۶ ز کال .
  4. “ پر سکرو رسم شوي انځورونه “ ، ۱۸۷۷ ز کال .
  5. “ موسیقي غږوونکی یانکه “ ، ۱۸۷۹ ز کال .
  6. د “ پوزنانسکي ښوونکي له یادښتونو څخه “ ، ۱۸۷۹ ز کال .
  7. “ د ډوډۍ په خاطر “ ، ۱۸۸۰ ز کال .
  8. “ بریمن بارتېک “ ، ۱۸۸۲ ز کال .
  9. “ له اور او تورې سره “ ، ۱۸۸۳ – ۱۸۸۴ ز کلونه .
  10. “ سېلاب “ ، ۱۸۸۴ – ۱۸۸۶ ز کلونه .
  11. “ ښاغلي ولودیوفسکي “ ، ۱۸۸۷ – ۱۸۸۸ ز کلونه .
  12. “ بې تعصبه “ ، ۱۸۸۹ – ۱۸۹۰ ز کلونه .
  13. “ د پالانېڅکیو کورنۍ “ ، ۱۸۹۳ – ۱۸۹۴ ز کلونه .
  14. “ چېرته ځې “ ، ۱۸۹۴ – ۱۸۹۶ ز کلونه .
  15. “ صلیبیان “ ، ۱۸۹۷ – ۱۹۰۰ ز کلونه .
  16. “ د ویاړ په ډګر کې “ ، ۱۹۰۳ – ۱۹۰۵ ز کلونه .
  17. “ ګرداب “ ، ۱۹۱۰ ز کال .
  18. “ د افریقا په ګڼو ځنګلونو کې “ ، ۱۹۱۲ ز کال .
  19. “ پوځي ټولګي “ ، ۱۹۱۴ ز کال .

اخځونه

  1. . ن . پ . میخالسکي ، بهرني لیکوال ، بیبلیوګرافیکي سیند ، دویم ټوک ، د ۱۹۹۷ ز کال چاپ ، ۲۳۶ مخ .
  2. . روسی برېښنايي پوهنغونډ .http://ru.wikipedia.org/wiki/Сенкевич,_Генрик
شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې