هېموسېدرين

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
دا د پښتورگي د ووب يو مايکروسکوپي انځور دی چې په کې هېموسېډرين هم ليدل کېږي. په همدې انځور کې نسواري رنگه توکي د هېموسېډرين زېرمې دي.
هېم. وسپنه د همدغه ماليکيول په مرکز کې ده.

هېموسېدرين (په انگرېزي: Hemosiderin) په وينه کې د وسپنې د ذخيروي بڼې يو پېچلی مالېکيول (بل يې فېرېټين دی) دی. دا تل په سلولونو (خو په اکرنۍ وينې کې نه وي) کې موجود وي او داسې ښکاري چې دا به د فېرېټين يوه پېچلې بڼه، يا هم د فېرېټين او يا د نورو توکو يو بې طبيعي بڼه وي. په هېموسېډرين کې چې د وسپنې کومه زېرمه ده نو دا د وسپنې اړتيا ته په ښه توگه ځواب نه شي وييلای.

په ووبونو کې د وسپنې(III) آکسايډ هايډروآکسايډ د ناحل کېدونکې بڼې د توکو راغونډېدنه د گڼ شمېر ناروغيو سبب گرځي. همدا زېرمې د هېموسېډرين په نامه يادېږي. که څه هم چې ددغو توکو راغونډېدنه هېڅ ډول نښې نښانې نه ښکاره کوي، خو څېړنو ښودلې چې دا د بدن د غړو ويجاړۍ ته لاره هواروي.

په عامه توگه هېموسېډرين په ماکروفېجېز کې موندل کېږي او همدا توکي په ځانگړې توگه په هغو ځايونو کې چې ډېر وي کوم ځای چې د وينې بهېدنې په پروسې اخته وي، او دا پخپله د دې دليل هم کېدای شي چې موږ داسې وانگېرو، چې د دغو توکو جوړېدنه کېدای شي چې د وينې د سره توکو او هېموگلوبينو د فاگوسايټوسز سره تړاو ولري. هېموسېدرين د بدن په بېلابېلو غړو کې د گڼ شمېر ناروغيو په نتيجه کې راغونډېدلای شي.

په بدن کې د ډېريو کيميايي تعاملونو (د ساري په توگه. آکسيډېشن-ريډکشن تعاملونه) په پرمختللو کې وسپنې ته اړتيا ده، نو په همدې خاطر بدن هم د وسپنې د جوړولو لپاره يو شمېر چلندلارې لري. خو که په سمه توگه و نه کارېږي بيا هدغه وسپنه بدن زهرجن کولای شي.

وسپنه د انسانانو په بدن کې په وينې او په ځيگر کې په يو ډول پروټين چې فېرېټين نومېږي زېرمه کېږي. په فېرېټين کې چې کوم ډول وسپنه موندل کېږي هغه د وسپنې(III) آکسايډ-هايډروآکسايډ په نامه يادېږي. کله چې وسپنه د فېرېټين په بڼه وي نو هغه په اوبو کې د حل کېدو وړتيا لري.

پاتوفيزيولوژي

هېموسېډرين اکثراً د وينې د بهېدو يا وينې کېدو نه وروسته رامېنځ ته کېږي. کله چې وينه له يوه ټپي شوي رگ نه بهېږي، نو سلولونه مړه کېږي او د وينې د سره توکو هېموگلوبين د سلولونو نه دباندې فضا ته لار مومي. د وينې د سپينو توکو يو ډول سلولونه چې ماکروفېجونه نومېږي، د فاگوسايټوسز د پروسې له مخې همدا هېموگلوبين د خپل غورځنگ لاندې نيسي او د هيموگلوبين په ټيټه کچه بدلون مومي او په نتيجه کې هېموسيدرين او پورفيرين رامېنځ ته کېږي.

هغه ناروغۍ چې د هېموسېډرين د راغونډېدو سبب گرځي

د بدن په هغه ناروغيو کې چې وسپنه له نورمالې کچې لوړېږي د هېموسېډرين د راغونډېدو شونتيا ډېروي. دا داسې اوږدمهالې ناروغۍ دي چې اکثراً د وينې د ورکړې اړتيا په کې وي، لکه د سېکل سلول د وينې د کمښت ناروغۍ او تالاسېميا.

سرچينې