هڅوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کلتور یوه چترۍ اصطلاح ده چې په بشري ټولنو کې شته ټولنیز چلند او ارزښتونه او هم د افرادو پوهه، باورونه، هنرونه، قوانین، دودونه، وړتیاوې او عادتونه رانغاړي.[۱]

انسانان د کلتورجوړولو (enculturation) او ټولنیزکېدلو (socialization) د زده کولو بهیرونو له لارې کلتور ترلاسه کوي چې په ټولنو کې د کلتورونو د ګڼوالي او تنوع په وسیله ښودل کېږي.

یو کلتوري ارزښت، په ټولنه کې د منلو وړ چال چلند تنظیم او ترتیبوی او د رفتار، جامو، ژبې او په یوه ځای کې د یوه عمل د ډول کړنلاره بلل کېږي او په یوه ټولنیز ګروپ کې د تمې وړ کړنو لپاره بېلګه جوړېږي. په یوه ټولنه کې یوازې د یوه کلتور (monoculture) منل ښايي له ځان سره دا خطر لېږدوي چې د ژوندچاپېریالیزو بدلونونو پر مهال د سم غبرګون وړتیا نه لرلو له امله مړاوی شي، نو ځکه په پوځی کلتور کې، زړوتیا د یوه فرد معمولي چلند بلل کېږي او دنده، ویاړ او وفاداري د یوې ټولنیزې ډلې لپاره فضیلت او یا هم د شخړې د استمرار پر مهال اغېزمن غبرګون ګڼل کېږي. کله چې د دین مسئله هم راځي، په یوه ټولنیز ګروپ کې یوشان ځانګړنې تشخیصولای شو. [۲]

تشرېح

پیګمي (Pygmy) موسیقي په ۱۲۰۰مو کلونو کې د باکا (Baka)، اکا (Aka) او اېفې (Efe) د غیرافریقايي پلټونکو او د مرکزي افریقا ځنګلونو د نورو سپړونکو له خوا د کشف نه ډېره وړاندې ګڼ-غږیزه یا پولیفوني (polyphonic) وه. ۲۰۰ کاله وړاندې له هغه چې په اروپا کې ګڼ-غږیزه موسیقي رامنځ ته شي، دې موسیقۍ شتون درلود. د سندرغاړو او نڅاګرو ګڼو لیکو ته پام وکړئ. طرحې يې ناپېیلې دي او تېم (theme) او وارېشن (variation) يې یو په بل کې ننوتې دي. ګمان دا دی چې د نړۍ په موسیقۍ کې دا د پولیفوني لومړی انځور دی. [۳]

کلتور د وګړپېژندې یا انټروپولوجۍ علم مرکزي مفهوم ګڼل کېږي او یو لړهغه پدیدې رانغاړي چې بشري ټولنو ته د ټولنیزې زده کړې له لارې لېږدول کېږي. کلتوري کلیات په ټولو بشري ټولنو کې موندل کېږي. په دوی کې بیاني یا expressive بڼې دي، لکه: هنر، موسیقي، نڅا، مراسم، مذهب او تکنالوژۍ دي، لکه: د وسایلو کارونه، پخلی، سرپناه او جامې. د مادي کلتور مفهوم د کلتور فزیکي اړخونه، لکه: تکنالوژي، معماري او هنر رانغاړي، خو د کلتور غیرمادي برخې بیا د ټولنیز تنظیم اصول (لکه د سیاسي تنظیم او ټولنیزو بنسټونو کړنې)، اسطوره پېژنده یا mythology، فلسفه، ادبیات (هم لیکلي او هم شفاهي) او ساینس رانغاړي، چې د ټولنې ناملموس کلتوري میراث جوړوي.

په بشري علومو کې د فرد د ځانګړنې په توګه د کلتور مفهوم هغه درجه ده چې دوی په هنرونو، ساینس، تعلیم او ټولنیز چلند کې د پوخوالي یوې خاصې کچې ته رسېدلي دي. د کلتوري پوخوالي کچه له تمدنونو نه د لږو پېچلو ټولنو د تمایز لپاره هم ځینې وختونه کارول کېږي. د کلتور په اړه دا ډول سلسله مراتب لیدلوری د طبقې پر بنسټ د ټولنیزو غوره وګړو د عالي کلتور او د ټيټ کلتور، عمومي کلتور یا د ولسي کلتور تر منځ په تمایز کې موندلای شو، چې کلتوري پانګې ته د طبقه بندي شوي لاسرسي پر بنسټ جلا کېږي. په دودیزه اصطلاح کې، کلتور ډېری مهال هغو سمبولیکو نښو ته ویل کېږي چې د قومي ډلو له خوا له نورو نه د خپل ځان د تمایز په پار کارول کېږي،لکه: د بدن اصلاح، جامې یا ګاڼې. ولسي کلتور هغه مصرفي کلتور ته ویل کېږي چې د ولس لخوا رامنځته شوی دی. د فلسفې ځینې مکتبونه لکه مارکسیسم او انتقادي نظریه وايي چې کلتور ډېری مهال په سیاست کې د نخبګانو د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي، تر څو پرولتاريا وغولوي او یو کاذب شعور رامنځته کړي. دا ډول لیدلوری، د کلتوري مطالعاتو په برخه کې عام دی. په ټولنیزو علومو کې، د کلتوري ماده پالنې لیدلوری وايي چې، بشري سمبولیک کلتور د انسان د ژوند د مادي حالت نه راټوکېدلی دی، ځکه همدا انسان دی چې د فزیکي پاېښت لپاره شرایط رامنځته کوي او دا چې د کلتور بنسټ په تکاملي بیولوژیکي جوړښتونو کې موندل شوې دي.

د شمېر نوم په توګه "کلتور" د ټولنې یا توکمي ډلې یا ولس د دود دستور، رواجونو او ارزښتونو ټولګه ده. کلتور د وخت په تېرېدو سره د ترلاسه شوې پوهې ټولګه ده. په دې مفهوم سره، ملټي کلچرلیزم د ځمکې پر مخ د ټولو شته بېلابېلو کلتورونو تر منځ سوله ییز ګډ ژوند او دوه اړخیز درناوي ته ارزښت ورکوي. ځینې مهال "کلتور" د ټولنې په یوه فرعي ډله یا فرعي کلتور،لکه:  " برو کلتور bro culture" او یا کلتورضد (counterculture) کې دننه د مشخصو کړنو د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي. په کلتوري وګړپېژندنه کې، د کلتوري نسبیت پالنې یا cultural relativism ایډیالوژي او تحلیلي درېځ په دې نظر دي چې نه شو کولای، کلتورونه په اسانۍ سره په عیني توګه درجه بندي او وارزو، ځکه هره ارزونه هرومرو د یوه ټاکلي کلتور په ارزښتي نظام کې دننه ځای لري.

رېښه

د "کلتور" معاصرې کلیمې بنسټ هغه اصطلاح ده چې د لرغوني رومي ویناوال سیسرو د توسکولانې بحثونه (Tusculanae Disputationes) په نامه په خپل کتاب کې کارولې ده او د روح د پاکۍ یا "cultura animi" په اړه یې لیکلي دي او د فلسفي روح د ودې لپاره يې کرنیزه استعاره کارولې ده چې له تیلیولوژیکي (teleologically) اړخه د انساني ودې د ترټولو لوړایډیال په توګه پېژندل کېږي. سموېل پوفېندورف دغه استعاره په عصري زمینه کې وکاروله، یعنې ورته یو شی، خو دا يې نوره نه انګېرله چې فلسفه د انسان طبیعي کمال دی. سموېل او له هغه راوروسته ډېرو لیکوالانو"ټولو هغو  لارو ته ګوته ونیوله چې انسانان پر خپل اصلي بربریت برلاسي شول او د هنرمندۍ له لارې بشپړ انسانان شول". [۴][۵]

په ۱۹۸۶ز کال کې فیلسوف اډوارد اېس کاسې ولیکل: "د کلتور کلیمه د منځنیو پېړیو په انګلیسي ژبه کې د "کرل شوي ځای" معنا لري او عینِ کیلمه د لاتین ژبې په کولیرې colere کلیمه کې چې د مېشتېدو، پاملرنې، کرنې او عبادت په معنا ده او کولتوس یا cultus کلیمه کې چې د 'A فرقې، په ځانګړې توګه مذهبي هغې' په معنا ده، رېښه لري. کلتوري اوسېدل، کلتور لرل، په داسې ځای کې د مېشتېدلو په معنا دي چې د کرنې لپاره پوره بسنه وکړي –د هغې پر وړاندې مسئول وی، هغې ته ځواب ووايي او په غور او دقت سره  پام ورته وکړي. [۶]

د ریچارد ویلکلې له خوا تشرېح شوی کلتور [۷]

... په اصل کې، د روح یا ذهن د ودې معنا لري، چې تر ډېره یې د ۱۸مې پېړۍ د جرمني متفکرانو په لیکنو کې وروستۍ معنا وموندله، ځکه دوی په بېلابېلو کچو"د معاصر لیبرالیزم او روښانتیا یا Enlightenment" اړوند د روسو نقد ته پراختیا ورکوله."، نو ځکه د "کلتور" او "تمدن" تر منځ توپیر معمولاً د همدغو لیکولانو له لوري بیان شوی دی، که څه هم واضح او مستقیم به نه و.

د وګړپېژندونکي اي بي ټایلر په وینا: دا یوه "پېچلې بشپړه ټولګه ده او هغه پوهه، عقیده، هنر، اخلاق، قانون، دود دستور او نورې وړتیاوې او عادتونه په کې راځي چې، د ټولنې د یوه غړي په توګه انسان ترلاسه کړې دي." په بل ډول: په اوسنۍ دوره کې، "کلتور د هغې ټولنیزې برخې په توګه تعریف شوی دی، چې پر لاروچارو، بحثونو او مادي  افادو ټینګار کوي، کوم چې د وخت په تېرېدو سره د مشترک ژوند د ټولنیزې معنا دوام یا نه دوام بیانوي.[۸]

د کمبریج انګلیسي ډکشنري کاږي چې: کلتور "په مشخص وخت کې د مشخصې ډلې د ژوند طریقه، په ځانګړې توګه عمومي دود دستور او باورونه" دي. [۹][۱۰][۱۱]

سرچینې

  1. Tylor, Edward. (1871). Primitive Culture. Vol 1. New York: J.P. Putnam's Son
  2. Jackson, Y. Encyclopedia of Multicultural Psychology, p. 203
  3. Macionis, John J; Gerber, Linda Marie (2011). Sociology (په انګلیسي ژبه کي). Toronto: Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼې 53. OCLC 652430995. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-700161-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cicéron, Marcus Tullius Cicero; Bouhier, Jean (1812). Tusculanes (په فرانسیسی ژبه کي). Nismes: J. Gaude. د کتاب پاڼې 273. OCLC 457735057. مؤرشف من الأصل في September 2, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 3, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Velkley, Richard L (2002). "The Tension in the Beautiful: On Culture and Civilization in Rousseau and German Philosophy". Being after Rousseau: philosophy and culture in question (په انګلیسي ژبه کي). Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 11–30. OCLC 47930775. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-85256-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Sorrells, Kathryn (2015). Intercultural Communication: Globalization and Social Justice. Los Angeles: Sage. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-2744-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  7. Velkley, Richard L (2002). "The Tension in the Beautiful: On Culture and Civilization in Rousseau and German Philosophy". Being after Rousseau: philosophy and culture in question (په انګلیسي ژبه کي). Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 11–30. OCLC 47930775. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-85256-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. James, Paul; Magee, Liam; Scerri, Andy; Steger, Manfred (2015). Urban Sustainability in Theory and Practice: Circles of Sustainability. London: Routledge. د کتاب پاڼې 53. OCLC 942553107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-138-02572-1. مؤرشف من الأصل في June 26, 2017. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Meaning of "culture"". Cambridge English Dictionary. مؤرشف من الأصل في August 15, 2015. د لاسرسي‌نېټه July 26, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pyszczynski, Tom; Solomon, Sheldon; Greenberg, Jeff (2015). Thirty Years of Terror Management Theory. 52. د کتاب پاڼي 1–70. doi:10.1016/bs.aesp.2015.03.001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-802247-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Greenberg, Jeff; Koole, Sander L.; Pyszczynski, Tom (2013). Handbook of Experimental Existential Psychology. Guilford Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4625-1479-3. مؤرشف من الأصل في December 31, 2016. د لاسرسي‌نېټه June 1, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)