هولي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هولې

د هولي فيستوال په هندوستان کې یو دودیز لوی جشن دی چې تل د نوي کال په پيل کې ترسره کیږي او د هندي کلیزې لپاره یې لمانځنه کیږي، او د طبیعت د بیا ځلې ښکلي کیدا ښودنه کوي. د هندي خلکو ترمنځ د رنگ دا شنیدل د خوښي بیا ځلې ژوند او پر بدیو د ښگیڼو د بریا ښودنه کوي. د رنگ، له اوبو څخه د ډکو سطلونو شیندل د دې دودیز جشن ښودنه کوي. دا فیستوال د هولي، د رنگ جشن او د پسرلي د جسن په نوم هم یادیږي او د هند یو پخوانی فیستوال دی چې گڼې کیسې او افسانې هم پورې تړلي دي، د هولي جشن چې د دوی په پخوانیو پورې تړاو لري پکې ځوانان، سپين ږیري او ماشومان گډون کوياو غیر هندو کسان هم د دوستي لپاره په دې جشن کې گډون کوي. نن سبا ډيری کم ځوان هندي نسل د هولي له ریښې څخه خبر دي او دوی دا یوازې د خوښي لپاره یو بهانه بولي. دا جشن چې دوه ورځې دوام کوي په ټول هند کې رخصتي وي.

د هولي له سهار څخه خلک په گډا او سندرو ویلو بوخت وي او څومره چې د ورځې وروستۍ برخې ته رسیږي خلک سیندونو او اوبو لرونکو سیمو ته سره را ټولیږي او د دې ورځې په مازدیگر ځانگړي پاخه شوي خواړه خوري او څومره چې شپه را نیژدې کیږي سکوت سیمه نیسي، د هولي جشن د ماتورا، ورینداوان ناندگایون او برستار په ښارونو کې په مذهبي توگه لمانځل کیږي. ځکه دا ښارونه د کریشنا د اوسیدلو ځای دی.

هولي په هندي ژبه کې سوځولو ته وايي او په اصل کې هولي پر بدو د ښو د بریا مانا ورکوي او په دوه ورځو کې د هولي او دولتي په نوم یانې وړه هولي او غټې هولي په نوم جوړیږي، وروسته تر دې چې دوی د کریشنا او رادا پر مجسمو باندې خپلې نښي ږدي له مایعاتو څخه په ډکو سطلونو کې رنگول شوې اوبو او رنگونه په یو بل شیندي. په اصل کې کیدی شي دا جشن یو رنگین جشن وبولو، ځکه ډول ډول رنگونه پکې کارول کیږي هندیان عقیده لري چې روښانه رنگونه خوښي ورکونکي دي.

د روایاتو سره سم دا جشن د ځمکې د حاصلاتو د ښه والي په موخه په لاره اچول کیږي او دا جشن د کریشنا او رادا د مینې لپاره هم به لاره اچول کیږي او په دې جشن کې د رنگ شیندنې ترڅنگ موسیقي هم غږول کیږي او گډا هم وي، او په هره موڅه او سیمه کې اورلوبې هم کیږي دوی په دې اند دي چې اور کولای شي فضا له شیطاني روحونو څخه پاکولای شي او دا د دوی په اند د کریشنا او رادا د دښمن هولیکا د سوځونې یوه نښه هم ده او د هولي د رسم نوم هم له دې نوم څخه اخیستل شوی دی. په دې جشن کې هغه رنگونه چې کارول کیږي د نیمه گیاه، کومکوم، هالدي او نورو بوټو څخه جوړیږي، او ځينې رنگونه هم د هغو ونو له گلونو څخه جوړیږي کوم چې په پسرلي کې غوټۍ کوي نو هندیان عقیده لري چې دا پوډر کولای شي د پسرلي په موسم کې د زکام او نورو ناروغیو څخه هم مخنیوی وکړي. د هولي رنگ، شور ځوږ او اواز یوازې یوه مانا رسوي او یو پیغام لري: یوځای والی، یووالی، مساوات او برابري! د هندیانو په اند بل داسې جشن به نه وي چې د دیني او مذهبي درس ترڅنگ دوی ته ټولنیز یو والی هم ور زده کړي.