هنسېکا موټواني
د ويکيپېډيا لخوا
| هنسېکا موټواني | |
| د زېږېدو نېټه | ۹ اګېسټ، ۱۹۹۱ (عمر ۱۶ کاله) ممبيي، هندوستان |
| ونه | ــ فوټه ــ اېنچه |
| د لوبګرۍ موده | ــ کاله |
| د مور نوم | مونا موټواني |
| د پلار نوم | پرديپ موټواني |
هنسېکا موټواني (هندي: हंसीका मोटवानी)، چې په ۹ اګېسټ، ۱۹۹۱، په ممبيي، انډيا کې زيږېدلې، يوه هندي فلمي او پخوانۍ ماشومه لوبګره ده.
نيوليک |
[سمول] وګړيز ژوند
په ممبيي، هندوستان کې زيږيدلې دا لوبګره اوس د ای پړاونو په ۱۲ ټولګي کې په پوډر نړېوال ښوونځي کې زدکړې کوي. هنسېکا په انګريزي، هندي او ماتې ټولو ژبې خبرې کولی شي. د هغې پلار ښاغلی پرديپ موټواني او مور يې ښاغلې مونا موټواني ده. پلار يې سوداګرۍ کې بوخت دی او مور يې يوه نوموتې ډرمېټالوجېسټه ده.
[سمول] فلمي پرمختګ
هنسېکا خپل د فلمونو پېل د پوري جګناد د ټېلوګو ژبې فلم، دېسامودورو، نه وکړو، چې په دې فلم کې يې د الو ارجون سره لوبګري کړې ده. دا فلم د جرمونو د يو رېپورټر په اړه دی چې د يوې سنياسۍ، چې هنسېکا يې رول لوبولی، سره يې مينه پېدا کيږي. هنسېکا يو هندي فلم هم لري، چې هي: ده ونلي ون نوميږي. په دې فلم کې به هنسېکا د خپلې کورنۍ د بدلې اخستلو لپاره د يوې وژونکې رول لوبوي.
هنسېکا په باليووډ کې د يوې ارې لوبګرې په توګه خپل پېل هېمېش رېشميا سره د اپ کا سرور: ده ريل لو سټوري نه وکړو. په دې فلم کې هنسېکا د هېمېش رېشميا د ميني، ريا، رول لوبولی دی. دا فلم په ۲۹ جون، ۲۰۰۷ کې خوشې شوی او په هندوستان کې د يو بريالي فلم په توګه څرګند شو. دې فلم د يوې نوې راتلونکې لوبګرې په توګه د هغې لياره هواره کړه.
د کناډا ژبې په فلمونو کې هغې خپل پېل د پونيت راجکومار سره په بنداس فلم کې وکړو. دا فلم په ۱۵ فبروري، ۲۰۰۸ خوشې شو.
هنسېکا په کانټرې فلم کې د ج.ر. ن ټ ر سره جوړه راغلې او دا فلم د ۲۰۰۸ په می مياشت کې خوشې شوی. دا يو منځنی بريالی فلم وو. دا هم وېل کيږي، چې هنسېکا خپل راتلونکي فلم پولي کې د پوون کلين سره لوبګري کوي. اوس اوس هنسېکا د فلمفير غوره پېلوونکې لوبګرې لپاره هم نومول شوی وه. د هنسېکا راتلونکی فلم مني هی تو هني هی دی. په دې فلم کې، هنسېکا د ګوېندا سره لوبګري کوي.
[سمول] فلموګرافي
[سمول] د ماشومې لوبګرې په توګه سريليونه
- هم دو هی نا --- د کرينا او کويل په توګه
- کيونکې ساس بهي کبهي بهو تهي --- د ساوري په توګه
- شکه لکه بوم بوم --- د کرونا په توګه
- لډو را پوټي --- د پوټي په توګه
- دېس می نېکلا هوګا چاند --- د ټينا په توګه
- پري --- د ـــ په توګه
[سمول] سوداګريزې خبرتياوې
- هيونډی سېنټرو ... د شاه رخ خان سره.
[سمول] د ماشومې لوبګرې په توګه
- ابرا کا ډبرا (۲۴ ډسمبر، ۲۰۰۴)
- هم کون هی (۳ سېپټمبر، ۲۰۰۴) ...... سارا ويليمز
- جاګو (۶ فېبروري، ۲۰۰۴) ...... شروتي
- کوي مېل ګيا (۸ اګېسټ، ۲۰۰۳) ...... سوپر شپږ
- هوا (۴ جولاې، ۲۰۰۳)
- اېسکېپ فرام طالبان (۱۴ فبروري، ۲۰۰۳) ...... ګونچه (د سيما موټواني په توګه)
[سمول] د ارې لوبګرې په توګه
| فلم | د خوشې کېدو نېټه | ژبه | بل لوبګر | نور يادښتونه |
|---|---|---|---|---|
| دېسامودورو | ۱۲ جنوري، ۲۰۰۷ | ټېلوګو | الو ارجون | پېليز فلم |
| اپ کا سرور | ۲۹ جون، ۲۰۰۷ | هندي | هېمېش رېشميا | د باليووډ پېليز فلم |
| بنداس | کناډا | پونيت راجکومار | د کناډا ژبې پېليز فلم | |
| کانټرې | ۹ می، ۲۰۰۸ | ټېلوګو | Jr.NTR | |
| مني هی تو هني هی | ناڅرګند | هندي | ګوېندا | اوس ډکيږي |
| پولي | ناڅرګند | ټېلوګو | پوون کلين | اعلان شوی |