هندي څمڅه منگور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Naja naja
هندي څمڅه
مملکه ژوی
شاخه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه خاپوړن
ډله منگوران

هندي چمچه مار یا هندي څمڅه منگور (په لاتين: Naja naja په انگرېزي:Indian cobra) د زهرجن منگورانو څخه دی چی په ځانگړي ډول په هندوستان کی ژوند کوي. نوموړي مار په هندوستان کی ترټولو خطرناک خزنده بلل کېږي. د څمڅه بدن اوږدالی ۱ متر وی خو ماران چی د بدن اوږدالی ۲ مترو ته رسېږي هم شته. څمڅه مار معمولا خوله لگوونكى ژوى لکه موږک، نیلی چونگښگان، مرغان ښکار کوي. نوموړي مار هگۍ اچوونکی ځناور دی چی هر سال ۱۲ - ۳۰ هگی درلودلای شی او د څمڅې بچگان تقريبا تر ۴۸ ورځونو وروسته پیدا کېږي.

زهر[سمول]

د هندي څمڅه منگور زهر د عصبي زهرونو څخه دي چی پر عصبي سیستم او زړه باندي وژونکي آغېزمنده لري. هر بلغ د هندي څمڅه منگور تر برید وروسته تر دوو ساعتونو پوري مړ کېدلای شی.