هريپور (پاکستان)
|
|
د دې لپاره چې دا ليکنه د ويکيپېډيا د کيفيت له معيارنو برخمنه شي نو په دې ليکنه کې د ويکيسازنې کړنې پلي کړۍ. لطفاً د اړونده خپلمنځي تړنو، د ليکنې د متن په ساده کولو او د ليکنې د بڼې په ښه کولو کې مرسته وکړۍ.
د نورو مالوماتو لپاره ښي لور کې د [ښکاره کول] تڼۍ کېښکاږۍ.
په دې ليکنه کې د ويکيسازنې د کړنې سببونه نه دي ورکړ شوي.
|
هريپور د خيبر پښتونخوا په شمالي برخه کې د هزاره ډويژن لومړنی صنعتی ښار دی چې اکثره صنعتي پارکونه يې د حطار په نامه انډسټريل اېريا ده. د هریپور سیمه وروسته د ایبټ اباد نه د صوبی یو تر ټولو زرغونه سیمه چی ګڼ څنګلونه د اوبو ډیمونه او صنعتی پارکونه لری چی د سیمی ښکلا یی څو چنده کړی. په هریپور کی د آسیا په سطحه لوی د اوبو د بریښنابند چی د تربیله ډیم په نامه یادیږی په تحصیل غازی کی واقع ده.د سنټرل جیل په نامه مشهوره بندیخان لری چی د ریلوی روډ په څو کیلومتری کی واقع ده. او د خانپور په نامه پو ښکلی ډیم لری چی خلک پکی لامبی او هم د برق په جوړولو کی مهم رول لری.د سیمی په سظحه لوی روغتون لری چی د هر ډول مریضانو وړیا معاینه پکی کیږی. هریپور پخوا د ایبټ اباد ضلع سره يه یونوم یادیده چی بیا وروسته بیله ضلع شوه.شاهراه ریشم له هریپور ایبټ اباد،مانسهری او ګلګت څخه تیریږی او تر چین پوری رسیږی. په هریپور کی میشته قومونه عبارت دی له پښتانه،اعوان،مغل،قریشی او ځینی نور. پښتانه له دود سره سم د ضلع په غرنیو سیمو کی اوسیږی. دافغان مهاجرینو یو لوی تعداد د هریپور د نفوس یوه برخه ده چی د نوموړی علاقی په کاروبار کی مهم رول لری. او د سیمی سره بی دریغه مینه لری. د اوسیدا څو لویی کالونی لری چی عبارت دی له tip کالونی Kangra کالونی او khalabut کالونی.