نګین خپلواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
افغانستان
نګین خپلواک

نگین خپلواک چې د اجمل لور په  ۱۹۹۷ زیږدیز کال د افغانستان په ختیځ کې پروت کونړ ولایت د نړۍ ولسوالۍ په شینه ګړ کلي کې زیږیدلې ده.

نګین له دې سره سره چې په اصل کې د یوه نا امنه او کلتوري ستونزو کې راګېر ولایت اوسیدونکې ده، خو په افغانستان کې د موسیقۍ آرکستر ډلې لومړنۍ مشره ده.

ماشومتوب[سمول]

نګین خپلواک په ماشومتوب کې آرامه او هوښیاره نجلۍ وه چې پلار یې له مینې ورته " بونجۍ" ویله خو دایې له تصوره لیرې وه چې هغه به کله د موسیقۍ آرکستر ډلې مشري په غاړه واخلي.

نګین درې کاله په کونړ ولایت کې د هلکانو سره یوځای په یوه جومات کې زده کړې کړي، خو وروسته له دې چې هلته له ستونزو سره مخ شوه او ترونو یې د نورو زده کړو او ښوونځي ته د تللو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړل، په نهه کلنۍ کې اړه شوه له خپل پلار سره کابل ته راشي.

نګین خپلواک له ۲۰۰۶ زیږدیز کال راهیسې په کابل کې د میهن په نوم په یوه روزنتون کې اوسېږي او د موسیقۍ په ملي انسټیټيوټ کې په زده کړو بوخته ده.

فعالیتونه[سمول]

  • نګین د ښوونځی د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده.
  • نګین خپلواک له پنځو کلونو راهیسې د موسیقۍ په ملي انسټیټيوټ کې زده کړې کوي چې رباب د هندي موسیقۍ اله سرود او پیانو غږولای شي، خو تر ټولو په پیانو کې تکړه ده.
  • نګین خپلواک په افغانستان کې د موسیقۍ آرکسټر ډلې لومړنۍ ښځینه مشره ده.
  • نګین خپلواک تر اوسه په افغانستان کې د څو مشهورو ترانو د آرکسټر ډلې مشره پاتې شوې چې د ښځو ترانه او د ماشوم ترانه یادولای شو.
  • د افغانو استادانو تر څنګ نګین خپلواک د بهرنیو استادانو څخه د موسیقۍ په زده کړې بوخته ده، چې کامیلو او الیگرا جینیفر ورسره ډیره مرسته کړې ده.
  • نګین خپلواک د میهن روزنتون د فوټبال ډلې غړې هم ده، چې ډير کله په خپلو کې لوبې کوي.

سفرونه او جایزې[سمول]

  • نګین خپلواک په لومړي ځل د خپلې ۱۲ کسیزې موسیقۍ ډلې سره ایتالیا ته سفر وکړ.
  • نګین په ترکمنستان هیواد کې هم په یوه فرهنګي فیستیوال کې ګډون کړی چې په دې سفر کې یې ښه لاسته راوړنه درلوده.
  • نګین دوبۍ ته هم د یوه فرهنګي فیستوال په موخه سفر کړی چې د نړۍ په کچه یې د موسیقۍ په برخه کې دریم مقام خپل کړ.
  • نګین خپواک په ۲۰۱۳ میلادي کال کې امریکا ته سفر وکړ، د نیویارک ښار په کارنګي تالار او د واشنګټن ښار په کندي فرهنګي مرکز کې یې د یوې افغانې پیانیستې په توګه ګډون وکړ، چې د ډیرو له خوا ستایل شوې ده.
  • نګین په افغانستان کې د ښځو ترانې او ماشوم ترانې د آرکسټر ډلې د مشرې په توګه څو څو ځلې د فرهنګي مرکزونو او په ځانګړې توګه د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټیوت له خوا ستاینلکونه او ایواردونه ترلاسه کړي دي.
  • د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ میاشت په لومړیو کې د افغانستان د موسیقۍ ملی انسټيټيوټ له خوا د نجونو یو ۳۰ کسیزه آرکسټرډله د نګین خپلواک او ظریفه دیبا په رهبرۍ اروپا ته واستول شوه، چې په پایله کې یې په دنمارک کې د فریمیوس (آزاده الهې) جایزه وګټله.

نورې سرچینې[سمول]