نړیواله پېغله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نړیواله پېغله (په انگلیسي: Miss World) د ښایست یوه لویه نړیواله ننداره ده چې د ډېر وخت را هیسې هر کال د نړي د پېغلو لخوا تر سره کېږي. دا ننداره د ښاغلي ایريک مورلي لخوا په ۱۹۵۱ زېږديز کال کې، په انگلیستان کې پیل شوه. کله چې ښاغلي ایريک مورلي په کال ۲۰۰۰ زېږدیز کې مړ شو، نو دا ننداره د هغه د مېرمنې لخوا چې جولیا مورلي نومېږي، جوړيږي.

د دې نندارې سره په رقابت کې دوه نورې د ښایست نندارې هم شته چې یوه یې د کهکشان پېغله نومېږي او بله ننداره یې د ځمکې پېغله نومېږي.

پېغله ایفان سرکوس د هندوستان په ممبي ښار کې