نيوروبورېليوسېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نيوروبورېليوسېز (په انگرېزي: Neuroborreliosis) د مرکزي عصبي نظام يوه بې نظمي ده چې د سپايروکيت باکټېريا، بورېليا جنس د انتانونو په سبب رامېنځ ته کېږي.[۱] د دغې ناروغۍ مايکروبيولوژيکي وده د نيوروسيفيلس يا عصبي باو ناروغۍ ته ورته دی. نيوروسيفيلس يا عصبي باو يو بل ډول سپايروکيتي انتاني ناروغي ده.[۲] نيوروبوريليوسېز د لايم ناروغۍ د آخرنۍ نابابې بڼې په توگه هم څرگندېږي.

نښې نښانې

نيوروبورېليوسېز اکثراً د لايم ناروغۍ ته ورته نښې نښانې ښکاره کوي، چې په دغو نښو نښانو کې ايريتيما ميگرانس يا په جلد باندې سرې لکې، والگي ته ورته نښې نښانې لکه تبه او عضلاتي دردونه شامل دي. د نيوروبوريليوسېز په عصبي نښو نښانو کې مېنېنجوراډيکولايټس (چې په اروپايي ناروغانو کې عام دی)، د کرانيال عصبي رشتو غيرنورمالتياوې او عقلي ناسوبتياوې شاملې دي. په حسي نظام کې اختلالونه هم موجود وي. په ډېرو کمو پېښو کې د اېنسېفلومايلايټس يوه پرمختللې بڼه هم ليدل کېږي. په ماشومانو کې د نيوروبورېليوسېز نښې نښانې سرخوږی، د خوب مضاهمتونه او د ککرۍ د منځ فشار د ډېروالي نښې، لکه پاپيلوايډيما هم ورسره ملې وي. د نيوروبورېليوسېز سره هغه نښې چې په ماشومانو کې لږې ليدل کېږي، هغه مېنېنجايټس، مايلايټس، اټاکسيا او کوريا دي. د سترگو د لايم ناروغي هم په ناروغانو کې ليدل شوې، او همداراز نيوروبورېليوسېز سپاينل کارډ هم اغېزمن کوي، خو دا موندنې دومره عامې نه دي.[۳]

توپيري تشخيص

داسې يو شمېر نورې ناروغۍ هم شته چې د نيوروبورېليوسېز ورته نښې نښانې له ځانه ښيي، په داسې ناروغيو کې:

نيوروبورېليوسېز چې د امايوټروفېک لاټرال سکلېروسېز سره نښې نښانې لري.[۵]

درملنه

په امريکا کې د نيوروبورېليوسېز درملنه د هغو انتيبيوتيکونو په مرسته کېږي چې د وينې-او-مغز دېوال نه تېرېدونکي خواص لري، لکه پېنسيلينونه، سېفټرايکسون او يا هم سېفوټاکسيم.[۶] په يوه ځانگړي ناټاکلي آزمېښتي پړاو کې دا وښودل شول چې د پېنسيلينو په پرتله سېفټرايکسون د نيوروبورېليوسېز په درملنه کې ډېر اغېزمن درمل وه.[۷] ځينو ځانگړو څېړنيو ښودلې چې په ماشومانو کې سېفټرايکسون هم گټور درمل دي او د دغو درملو سپارښتنه يې کړې.[۸] د گټورې درملنې موده له ۱۴ تر ۲۸ ورځو پورې ټاکل شوې.[۹][۱۰]

په اروپا کې گڼ شمېر څېړنو او زده کړو دا څرگنده کړې چې نيوروبورېليوسېز په درملنه کې ډوکسيسيلين هم د سېفټرايکسون په شان د ورته اغېزو نه برخمن انتيبيوتيک دي چې د رگ له لارې بايد وکارېږي. خو په امريکا کې ډوکسيسيلين د نيوروبورېليوسېز د درملنې په توگه په پراخه کچه نه دي څېړل شوي، خو په اروپا او امريکا کې پر بورېليا بورگدورفېري بری او د دغې باکټيريا په وړاندې د شته انتيبيوتيکو حساسيت يو شان گڼل کېږي. بيا هم په عام ډول ډوکسيسيلين د ماشومانو په درملنه کې د هډوکو او غاښونو د تخريب په خاطر نه ورکول کېږي.[۶]

د نيوروبورېليوسېز هغه درملنې چې د شک په سترگه ورته کتل کېږي او يا هم د درملنې له حيثيت نه بې برخې گڼل شوي:

دا هم وگورۍ

سرچينې

  1. Rupprecht TA, Koedel U, Fingerle V, Pfister HW (2008). "The pathogenesis of lyme neuroborreliosis: from infection to inflammation" (PDF). Mol. Med. 14 (3–4): 205–12. doi:10.2119/2007-00091.Rupprecht. PMC 2148032. PMID 18097481. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  2. Judith Miklossy, Sandor Kasas, Anne D Zurn, Shermann McCall, Sheng Yu, and Patrick L McGeer (2008). "Persisting atypical and cystic forms of Borrelia burgdorferi and local inflammation in Lyme neuroborreliosis". Journal of Neuroinflammation. 5 (1): 40. doi:10.1186/1742-2094-5-40. PMC 2564911. PMID 18817547. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. http://www.ajnr.org/cgi/content/full/30/6/1079
  4. http://emedicine.medscape.com/article/1168285-diagnosis
  5. http://www2.lymenet.org/8525647f006e05f2/8c703fae46ce57c28525670a0009ab7e/42c29e795a2341938525650300056eea?OpenDocument
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Halperin JJ (2008). "Nervous system Lyme disease". Infect. Dis. Clin. North Am. 22 (2): 261–74, vi. doi:10.1016/j.idc.2007.12.009. PMID 18452800. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Dattwyler RJ, Halperin JJ, Volkman DJ, Luft BJ (1988). "Treatment of late Lyme borreliosis--randomised comparison of ceftriaxone and penicillin". Lancet. 1 (8596): 1191–4. PMID 2897008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  8. Bloom BJ, Wyckoff PM, Meissner HC, Steere AC (1998). "Neurocognitive abnormalities in children after classic manifestations of Lyme disease". Pediatr. Infect. Dis. J. 17 (3): 189–96. doi:10.1097/00006454-199803000-00004. PMID 9535244. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  9. Wormser GP, Dattwyler RJ, Shapiro ED; et al. (2006). "The clinical assessment, treatment, and prevention of Lyme disease, human granulocytic anaplasmosis, and babesiosis: clinical practice guidelines by the Infectious Diseases Society of America". Clin. Infect. Dis. 43 (9): 1089–134. doi:10.1086/508667. PMID 17029130. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Explicit use of et al. in: |author= (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  10. Halperin JJ, Shapiro ED, Logigian E; et al. (2007). "Practice parameter: treatment of nervous system Lyme disease (an evidence-based review): report of the Quality Standards Subcommittee of the American Academy of Neurology". Neurology. 69 (1): 91–102. doi:10.1212/01.wnl.0000265517.66976.28. PMID 17522387. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Explicit use of et al. in: |author= (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)