نوی نړیوال نظم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نړیوال نظم په نړیوال نظام واکمن حالت بللی شو چې پکې په نړیواله کچه وېشل شوی سیاسي واک او له دغه وېش سره د نړیوالې ټولنې چلند او توقعات په ځان کې رانغاړي. لیکوال ریچارډ فالک بیا په دې اند دی چې، نړیوال نظم کلمه څیړنیز او نظري دواړه بعدونه درلودلای شي. دا دواړه اخیستونونه په نړیواله کچه په سیاسي ژوند کې د واقعیتونو د درک د مهمو اهدافو لپاره کارېږي. په څیړنز ډول نړیوال نظم د ځواکونو او قدرت حالت ښيي چې په نړیواله کچه یې د ډيپلوماسۍ او نړیوال سیاست لپاره یو چوکاټ رامنځته کړی. په نظري لحاظ نړیوال نظم د واک او ځواک د داسې حالت ښودنه کوي چې د سولې، اقتصادي ودې او برابرۍ، بشري حقونو او چاپېریالي برابرۍ او پایښت په څېر له ارزښتونو سره اړخ لگوي.

تاریخي شالید[سمول]

د (نوي نړیوال نظم) اصطلاح لومړی ځل د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش په خلیج کې د جگړې د بریا او د پخواني شوروي اتحاد د ړنگېدو په درشل کې وکاروله او د دغه مفهوم له ظاهراً تېراېستونکي بڼې سره چې په نړۍ د نظم او قانون د حکومت واکمنېدل، پولو ته درناوی او د بشري حقونو د ناقضو رژیمونو کنټرول ظاهري معنا ورکوي د پردې تر شا د ملگرو ملتونو تر پوښښ لاندې د امریکا د سیاستونو اعمال او په یوه زبرځواک لرونکې نړۍ د امریکا د سلطې او واک تثبیت و. د نړۍ نوی نظم یا نوی نړیوال نظم نه یواځې هغه ډول چې د امریکايي د نظر منظور و، تحقق یې ونه موند بلکه په ځايي جگړو او نااټکل شوو خپگانونو سره چې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شوې (نوې نړیواله بې نظمي) رامنځته شوه او د امریکا د یواځني زبرځواک افسانه هم د امریکا په داخل کې د اقتصادي رکود او بحران او دغه راز د امریکایانو د سلطې پر وړاندې د چین، جاپان او اروپایانو په مقاومت سره منتج شوه.

خو، د نوي نړیوال نظم پر وړاندې د زوړ نړیوال نظم په عنوان څه نلرو؛ په داسې حال کې چې د زړې نړۍ اصطلاحات په سیاسي ادبیاتو کې لرو. په ډکشنریو کې زړه نړۍ ختیځې نیمې کرې ته (معمولاً د امریکا لویې وچې له موندل کېدو وړاندې) کارول شوې چې اروپا، آسیا او افریقا پکې راځي؛ خو په اصطلاحي بڼه اروپا ترې منظور وه. نوی نړیوال نظم داسې تیوریک ایډیال هم بلل شوی چې د حقیقي سولې او آرامۍ واکمني ښيي. د دغه اند له مخې نړیوال نظم د ملتونو تر منځ د ځواک موازنه او انډول دی. ځینې یې بیا د نړیوالو اړیکو په تیوري کې د ځواکونو تر منځ د واک انډول او په نړیوال سیاسي تفکر کې د نوي تاریخي پړاو په لور بدلون ته کاروي. د نړیوالو اړیکو رشته د دولتونو تر منځ د اړیکو په سطحه د نظم او بې نظمۍ د علتونو په برخه کې د پوښتنو په ځواب کې رامنځته شوه، ځکه نو نظم د نړیوالو اړیکو په نظریو کې د مطالعې اصلي موضوع جوړوي.

د دسیسې تيوري ((Conspiracy Theory بیا د نوي نړیوال نظم (New World Order ) یا NWO اصطلاح د داسې حکومت پیداښت ته کارولې چې په ټوله نړۍ د سلطې هڅه وکړي. په دې تیوري کې د نوي نړیوال نظم پر مخ وړونکي داسې شخصیتونه گڼل کېږي چې په نړیواله سطحه د ترسره کونکو کارونو اوږد لست لري او د یوه مقتدر او ځواکمن حکومت له لارې په نړۍ د واکمنۍ لپاره د د دسیسې د جوړولو په حال کې دي؛ داسې حکومت چې د نړۍ د خپلواکو هېوادونو د حاکمیتونو ځای هم ونیسي. د نوي نړیوال نظام د تاریخي شالید په هکله ډريوذاهن (۲۰۰۹) لیکي: د (نوي نړیوال نظام) اصطلاح په ۱۹۴۰ کې په لومړي ځل د اېچ جي ویلز لخوا د نوي نړیوال نظام په نوم د هغه په کتاب کې کارول شوې ده.

په امریکا کې ددغې اصطلاح ریښه د وډرو ویلسن په ولسمشرۍ کې د ولسونو په ټولنه (League of Nations) او د هغه په څوارلسو مادو کې لیدل کېږي. خو تر ټولو ډېره دغه اصطلاح د امریکا پخواني ولسمشر، پلار جورج بوش کارولې، د خپل حکومت او د خپلې دورې (۱۹۸۹ - ۱۹۹۳) پالیسي يې همدا سیاست گرځولی و او د دغې اصطلاح په مټ يې امریکا ته حق ورکړی چې په نړیوالو چارو کې ټاکونکی رول ولوبوي. د نوي نړویوال نظام اصطلاح نه یواځې د نړۍ په سیاسي ادبیاتو کې د یوویشتمې پېړۍ له پیل سره په نننۍ معنا راننوتې بلکه نورو مطالعاتي او علمي برخو ته هم په عین ډول ننوتې ده. د بېلگې په توگه له دوهمې نړۍوالې جگړې وروسته، هغه مهال چې امریکا متحده ایالات په یوه زبرځواک هېواد بدل شو د دغه هېواد د ټولنیزو علومو پوهانو هم په درېیمه نړۍ کې د پراختیا د مسائلو مطالعې ته مخه کړه. دا په ۱۹۵۰ لسیزه کې د نوسازۍ د مکتب لامل شو چې بلاخره دا په ۱۹۶۰ لسیزه کې د وابستگۍ او تړاو په مکتب او بالاخره دا دواړه د نړۍ د په اقتصاد کې د نوو فعالیتونو د بیان لپاره پاتې راغلل تر څو چې له ۱۹۸۰ لسیزې وروسته د نړیوال نظام په نامه نوی لید د نړۍ د اقتصادي بدلونونو لپاره په وروستیو دوه لسیزو کې رامنځته شو.

د زاړه نظم له منځه تگ[سمول]

ځینو لیکوالانو بیا د نړۍ لویدیزي کېدل (westernization) هم د نوي نړیوال نظم له مفهوم سره مترادف کاروي. فرید ذکریا، مشهور امریکايي لیکوال لویدیزي کېدل د نړۍ د پخواني نظم پای گڼي او په دې نظر دی چې لویدیزي کېدل یواځې ظاهري حالتونه کتل نه دي. هغه د بېلگې په توگه یادونه کوي چې په ټوله نړۍ کې د کمپنیو مشران خپلې سوداگرۍ په معیارونو چلوي؛ په داسې حال کې چې حقیقت دا دی چې دا معیارونه ټول په حقیقت کې لویدیزي دي. په تېرو دوه پېړيو کې په تېره بیا په تېرو دوه لسیزو کې په هر ځای کې حکومتي جوړښتونه تر بل هر وخت زیات یو شان شول چې په پارلمانونو، تنظیمي جوړښتونو او مرکزي بانکونو چاپېر شوي دي. په اروپا او لاتیني امریکاکې د گڼو هېوادونو په سروې کې دوه شخصیتونو موندلې چې یو شمېر خپلواکې تنظیمي ادارې (امریکايي ډول ادارې) د ۱۹۸۶ او ۲۰۰۲ تر منځ اوه برابره زیاتې شوې دي. حتی تر دې چې سیاست په ټوله نړۍ کې یو ډول شوی. امریکايي سلاکاران په آسیا او لاتیني امریکا کې لوړ لوړ معاشونه اخلي تر څو سیاستوالانو ته وښيي چې څرنگه له خپلو هېودوالو سره په ښه ډول چلند وکړي. د څو پېړیو لپاره د نړیوال نظم د چوکاټ تعریف د ویسټفالیا له سولې سره چې د دېرش کلونو جگړې په پای کې په ۱۶۴۸ کال کې پرې خبرې وشوې او د نوې نړۍ د پیل په سترگه ورته وکتل شول تړلی و. دانوی نظم په جغرافیوي لحاظ د اروپا د تجربو پایله وه او له آزادو او قلمرو څښتنو واکمنیو چې خپلواک سیاسي هویتونه و، را مطرح شو. دا مهال نړیوال نظم تر ډېره د اروپايي دولتونو په چورليځ راڅرخېده او د دغو دولتونو او نالویدیځو ټولنو چلند مهم اغېز ښانده چې تر ډېره د استعمارگرو امپراتوریو تر سیوري لاندې و.

د وخت په تېریدو سره نړیوال حقوق هم د دیپلوماتانو د تبادلې، په نړیوالو اوبو کې د چلندونو د تنظیم، اړیکو او لېږد را لېږد (ترانسپورت) په څېر د نړیوالو اړیکو د بېلابېلو اړخونو د ثبات او همکارۍ د تعریف په موخه راڅرگند شول. اتلسمه او نولسمه پېړۍ چې د انگلیس نړیوال نظام یا د انگریزتوب (Pax-Britanica) په نوم یادېږي، انگلستان ټاپو پکې پر نړیوالو چارو، هېوادونو او امپراتوریو برلاسی و. دا هغه و، چې به په لویدیخه آسیا کې عثماني خلافت خپلې وروستۍ سلگۍ وهلې. دوی لومړی خپله د نشنلیزم په خوا لاړل او بیا په ټوله کې عثماني خلافت ړنگ شو. په همدې پېړۍ کې نشنلیزم په اروپايي ملتونو کې غځونې وکړې او د دې پېړۍ وروستۍ څلورلسیزې يې پښې ټینگې کړې او بلاخره يې د لومړۍ او دوهمې نړۍوالې جگړې په څېره کې د هغه مهال نړۍ بدله کړه.

همدا وخت و چې جرمني د یوه زبرځواک په توگه راپورته شو او دې چارې دفرانسې رقابتي جذبه راوپاروله او په دې ټولو سربېره د امریکا لپاره دا وخت (۱۸۸۵) چې په صنعتي ډگر کې یې وار له مخه له انگلستان څخه میدان گټلی و. د دویمې نړیوالې جگړې له پای ته رسېدو سره ډېر زبرځواکونه لکه جرمني او جاپان بې وسلې شول، انگلستان بیا خپلې امپراتورۍ او مستعمرې له لاسه ورکړې او رقیبان (امریکا او شوروي جمهوریتونو اتحاد) سړې جگړې ته ننوتل. د دوهمې نړيوالې جگړې له پېر څخه راوتي دوه زبرځواکونه امریکا او شوروي جمهوریتونو اتحاد دواړه په سخته سیالۍ کې ښکېل شوي وو او د لومړي گذار جرات دواړو لورو بایللی و. په سړه جگړه کې د همدغو دوه طاقتونو تر منځ نړۍ په دوه بلاکونو ووېشل شوه، د کمونیزم بلاک یا د وارسا بلاک او د کپیټلېزم بلاک یا د ناټو او یا سېټو او سینټو بلاک چې دواړو بلاکونو هڅه کوله چې خپل بلاک برلاسی، مقابل بلاک مات او د پاتې هېوادونو پام د ځان پلو ته راواړوي. دې سیالۍ کابو ټوله نړۍ، افریقا، آسیا، منځنی ختیځ، ختیځه او لویدیځه اروپا او لاتیني امریکا په ځان کې را نغاړلې وه. د امریکا او د شوروي جمهوریتونو د اتحاد تر منځ د روانې سړې جگړې سیالۍ تر ډېره په اسلامي نړۍکې هم لیدل کېدې. د بېلگې په توگه د عرب – اسرائیلو جگړې، د سوئیس کانال ستونزه او یا هم د افغانستان په گرمسنگر کې دامریکا او شوروي سړه جگړه هغه ازميښت چې د افغانانو په زیانمنېدو سره دغه جگړه هم پای ته ورسېده. د نکسن (۱۹۹۹) په اند، د سړې جگړې په کلونو کې دواړه خواوې (امریکا متحده ایالتونه او شوروي اتحاد) د یو بل خلاف کابو په ۱۲۰ نیابتي جگړو (Proxy Wars) کې گډون کړی و، چې پایله یې داتلس میلیونو انسانانو د ژوند له لاسه وتل و. شوروي اتحاد چې په افغانستان کې په خپلې ماتې سره شاته د ویجاړیو په توگه د خپلې نظريې ماته هم له ځان سره یوړه او په دې ډول د نړۍ یو قطب ونړېده. دا وخت نو د امریکا لپاره په نړیوال نظم د نفوذ فرصت و. په (۱۹۹۱) کال کې د خلیج په جگړه کې د عراق د واکمن گوښه او یواځې پاتې کېدل په نړۍ کې د امریکا د نوي نړیوال نظام پیلامه وبلل شوه.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]