نوی اتلانتېس

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نوی اتلانتېس
(انګلیسي: New Atlantis)
(لاطینی: Nova Atlantis)[۱]  د (P1476) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نوی اتلانتېس
نوی اتلانتېس

ليکوال فرانسېس بیکن
ژبه لاتين ژبه
هېواد انگلستان
الموضوع اوټوپیا (ایډيالي ښار)  د (P921) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
النوع الأدبي خايالي
علمي تخیلي ژانر  د (P136) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د خپریدو نیټه 1624/1626 ز. کال
د کتاب موضوع
ناول
 

آرنومد_رسنۍ_ډولسکالوټول_مخونهخپرندوی

نوی اتلانتېس (په انگرېزي: New Atlantis) د فرانسېس بيکن يو اثر دی چې په ۱۶۲۴ ز. کال کې يې خپور کړی دی. فرانسيس بېكن همدا اثر تر خپلې مړينې دوه كاله مخكې خپور كړ. په دې كتاب كې يې يوه جادويي ټاپو شرحه كړه، چې اوسېدونكو يې پر خپل نفس د حاكميت توان درلود. د دې ټاپو اوسېدونكي د ډېر هوښ او ځيركتيا له كبله د يوې لويې خوښۍ څښتنان او نېكمرغه وگړي گڼل شوي دي. پر هغه ځاى داسې كسان واكمني كوي، چې د حكومت په چارو بلد او پوه وي. د غوړه مالۍ او رشوت خوړلو ريښې وچې او واكمنان يې د لياقت او وړتيا له مخې ټاكل شوي دي. سوداگر او بانك لرونكي نه شي كولاى چې عام وگړي استثمار او بېځايه گټه ځنې پورته كړي. يوازې فيلسوفان او پوهان دي چې د خلكو خدمت ته يې ملاوې تړلي او چمتو دي. خلكو په خپلو منځو كې د جنگ جگړې پرځاى، د طبيعت د توانونو تسخيرولو ته لستوڼي بډوهلي دي.

د فرانسيس بېكن په اوتوپيا كې حرص او بخل له منځه وړل شوى او د جنگ جگړې په نوم څه نه شته. هېڅوك د خپل گاونډي پر حق خېټه نه شي اچولاى او د نورو خلكو مال او شتمنۍ ته لاس نه شي غزولاى. په دې توگه شتمني او ثروت په ډېره ښه او منصفانه توگه د خلكو په منځ كې وېشل شوي او ټولو وگړو دا اقتصادي اصل منلى او په كار يې اچولى، چې:

”زموږ سوداگري د جواهراتو، ورېښمو، قيمتي ډبرو او درملو سوداگري نه ده، بلكې زموږ سوداگريز مال د خداى لومړنى مخلوق، يانې رڼا ده. موږ منلې چې په دې رڼا به ټوله نړۍ روښانوو“. په دې توگه وينو چې په اوتوپيا كې يو ځانگړى ټولگى جوړ شوى او د ”رڼا د سوداگرو“ نوم لري او عبارت دى له هغو فيلسوفانو او پوهانو چې په ټوله نړۍ كې گرځي او نوى فكر، عدالت او مهرباني به خپروي.

په دې توگه د اوتوپيا د فيلسوفانو او پوهانو په لارښوونه د نړۍ ټول اوسېدونكي د نېك غوښتلو او همكارى روحيه مني.

  1. پیوستون : 4272728-5  — منښتلیک: Creative Commons CC0 License