نور محمد ترکی

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
Leader14.jpg
بشپړ نوم نور محمد ترکی
د زېږېدو نېټه ۱۵ د جولای، ۱۹۱۳
د زېږېدنې ځای غزني
د مړينې نېټه ۱۴ د سېپتمبر، ۱۹۷۹
د مړينې ځای کابل
د کار موده اپرېل ۱٩٧٨ – سېپتمبر ۱٩٧٩
مخکينی ولسمشر سردار محمد داود خان
وروستنی ولسمشر حفيظ الله امين
سياسي اړخ د خلق ديموکراتيک ګوند لومړی مشر

نور محمد ترکی (۲۳ د چنګاښ، ۱۲۹۶ هـ. ل. = ۱۵ د جولای، ۱٩۱۳ - ۱۴ سېپتمبر, ۱٩٧٩) د مارکسيستي آندونو پلوی افغان سياستوال، ليكوال، او په ښکاره توګه يو مشهور بلواګر و. نوموړی د ۱۳۵۷ ز كال د غويي د مياشتې له اوومې نېټې څخه ( او ۱۹۷۸ زېږيز کال نه ) په ۱۳۵۸ ل. كال كې تر خپلې مړينې پورې د افغانستان د انقلابي شورا رئس و.

نيوليک

مخينه

نور محمد تره كى په ۲۳ د چنګاښ، ۱۲۹۶ هـ. ل. کال کې چې د ۱۹۱۷ ز كال د جولاى د مياشتنې ۱۵ نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په سره كلي كې زېږېدلې دى. د پلار نوم يې نظر محمد تره کی و. د نور محمد تره کي د رسمي ژوندليك له مخې هغه په ډېر کوچنيوالي كې خواريکښ او په پنځه کلنۍ کې ېې په مزدورۍ لاس پورې کړی و . پلار يې لږه موده وروسته دى په ښوونځي كې شامل كړ او لومړنۍ زده كړې يې په مقر كې ترسه كړې . همدا راز يې د هند په بمبۍ كې لس كاله په انگرېزي ژبه د شپې ښوونځى هم پاى ته ورساوه او هماغلته يې انگرېزي ژبه هم ژده كړه . په بمبۍ كې دده د ژوند د پړاو په اړه داسې مفصل مالومات شتون نه لري ، خو داسې ويل كيږي ، چې زلمي تره كې همدلته له سوسياليستې ایډيې سره پېژند گلوي وكړه . تره كي په ۱۹۳۲ ز كال كې په كندهار كې د مېوې په يوه شركت كې د مېوې د صادرولو په چارو كې د يوه مامور په توگه په دنده پيل وكړ . په دغه شركت كې په كار كې د برياوو په تر لاسه كولو سره دى په بمپۍ كې د كمپنۍ په استازيتابه په كار وگومارل شو .

ليكوال او سياستوال

تره كي خپل فعاليت د سياستوال او مامور په توگه نه ، بلكې لكه د ژباړن او ليكوال په توگه پيل كړ . دده ليكنې په بېلابېلو ورځپاڼو كې چاپېدلې . د شوروي اتحاد د ادبياتو په اړه يې له انگرېزي ژبې څخه ځنې ليكنې ژباړلې . دده لیکنې د نړۍ او د افغانې ټولنې د بېوزلې طبقې پرتله کولو باندې څرخېدې، چې له هغوى څخه يې په ۱۹۵۸ ز كال كې د بنگ مسافري ، په همدغه كال كې د سپين ، په ۱۹۶۲ ز كال كې د څړه ناولونه يادېږي .

انقلابي فعاليت او د غويي انقلاب

د دولت مشر ( هېواد مشر )

مدرنيزه كېدنه

كرنيز سمونونه

ملي سياست

نور بدلونونه

د مدرنيزه كېدو پايله

د شخصيت كېش

د بنګ مسافري، د نور محمد ترکي د ناول نوم دی

د خلق او پرچم ترمنځ مبارزه

له انقلاب ضد سره مبارزه

له شوروي اتحاد سره همكاري

راپرزېدنه

مړينه


Preceded by:
محمد داود خان
د افغانستان ولسمشر
اپرېل ۱۹۷۸ – سېپټمبر ۱۹۷۹
Succeeded by:
حفيظ الله امين
Preceded by:
محمد داود خان
د افغانستان لومړی وزير
اپرېل ۱۹۷۸ – مارچ ۱۹۷۹
Succeeded by:
حفيظ الله امين
Preceded by:
None - Position Created
General Secretary of the People's Democratic Party of Afghanistan
April 1978 – September 1979
Succeeded by:
حفيظ الله امين
Preceded by:
None - Position Created
Chairman of the Revolutionary Council
April 1978 – September 1979
Succeeded by:
حفيظ الله امين


دا هم وګورۍ