نوروز منگل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نوروز منگل

نوروز منگل (۲۸ د نومبر ۱۹۸۴ ز. کال) (انگرېزي: Nowroz Mangal) د افغانستان د کرکېټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان دی. هغه په ښي لاس بيټينگ او ورو بالينگ کوي.

مخينه

د ١٩٨٤ کال د نومبر په ٢٨ نېټه په کابل کې زيږدلى دى.

د کرکټ سپورټ

اصلآ د خوست اوسيدونکى دى. د نوروز منگل په کپتانۍ کې د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې د اسيا د دويمې درجې د شلو اوورونو اتلولي وگټله ، د دۀ په سرلارۍ کې افغانستان د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو د غوراوي يا انتخاب پنځم او څلورم پړاو وگاټه. د کريکټ په مشهور لوبغاړو کې د دۀ د خوښې لوبغاړى سچن ټنډولکر دى چې د هند په وتليو ستوريو کې گڼل کيږي . نوروز منگل تر اوسه په نړيوالو لوبو کې د افغانستان لپاره د ٣١ مندو په اوسط ٨٣٧ مندې جوړې کړي چې تر ټولو ډيرې يې ٧٨ منډي دي . دۀ ١٦ مخالف لوبغاړي هم سوځولي چې تر ټولو ښه لوبه يې د ٢٤ منډو په بدل کې د پنځو لوبغاړو سوځول و ، په بالينگ کې د دۀ اوسط د ١٩ منډو دى .

سرچينې

  • د بي بي سي پښتو وېبپاڼه