نن ټکی اسیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نن ټکی آسیا (په انگرېزي: nunn.asia) په پښتو ژبه یوه خبري[۱] او ټولنیزه ویب پاڼه ده. په دې ویب پاڼه کې د خبرونو، مرکو[۲]، مقالو او ځانگړو راپورونو تر څنگ، دیني،[۳] ټولنیز،[۴] صحي،[۵] ټیکنالوژي[۶] او ورزشي[۷] او ادبي[۸] مطالب خپروي. د نن ټکی اسیا (nunn.asia) وېب ادرس (ډومین) په ۱۹-جولايي-۲۰۱۰ ثبت شوی[۹]، خو رسمي فعالیت یې په ۲۴ - دیسمبر - ۲۰۱۰ کې پيل کړ.[۱۰] د نن ټکی اسیا بنسټ عبد الرحمن فدا او بخت الرحمن بخت ایښی دی. نن ټکی اسیا مرکزي دفتر نه لري، بلکي ازاد همکاران ورسره د نړۍ له هر کونجه همکاري کوي.[۱۱]

دنن ټکي اسیا نشراتي تګلاره

نن ټکی اسیا د خبر په برخه کې د خبر ثقه توب ته ارزښت ورکوي. تر خپلې وسې هڅه کوي چې د پېښو داسې انځور خپلو لوستونکو ته وړاندې کړو چې کله کله د ځینو رسنیو له خوا یې په اړه لارورک کوونکي تبلیغات کېږي. نن ټکی اسیا غواړي ولس ته حقایق څنګه چې دي، هغسې ورسوي.

د خبر د برخې ترڅنګ د سیاسي، ادبي، ټولنیزو مسایلو، دیني، ټکنالوژۍ، روغتیا او ورزش په برخو کې په منظم ډول مطالب خپروي. په دغو برخو کې سربېره پر دې چې د لیکوالۍ پر فن د لیکوال برلاسی په پام کې نیول کیږي، ورسره ورسره ملي او اسلامي ارزښتونه سرې کرښې تشکیلوي.

هر هغه مطلب چې د لیکوالۍ له معیار سره برابر وي، ملي او اسلامي ارزښتونه په کې نه وي نقض شوي د نشر وړ بلل کیږي. نن ټکی اسیا د افکارو پر تنوع باور لري؛ خو تر هغه سرحده چې دغه دوه عالي ارزښتونه په کې زیانمن نه شي.

نن ټکی اسیا ځان د لیکوالانو او ولس تر منځ ارتباطي پل بولي، که پورته شرایط مراعت سي، د هر چا لیکني نشروي. [۱۲]

د نشر شویو مطالبو مسؤولیت

نن ټکی اسیا تر هري سیاسي تبصرې او مقالې لاندي په ښکاره توګه لیکلي چې د لیکني مسؤولیت د لیکوال په غاړه دی. په ویب پاڼه کې راغلي:

یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه [۱۳]

نن ټکی اسیا نړیوالو رسنیو ته د خبري سرچیني په توګه

نن ټکی اسیا په خپل کاري مجال کې وتوانېدل چې په نړیواله سطحه د مهمو خبرونو لومړنۍ سرچینه وګرځي او نوم یې په نړیوالو خبري ویب پاڼو کې راسي، د مثال په ډول: ډیلي میل اونلاین[۱۴] نیویارک ټایمز[۱۵] افغان تحلیل ګران [۱۶]او سلګونو نوري نړیوالي خبري ویب پاڼي.

د نن ټکی اسیا مقالی او معلومات په نړیوالو ویب پاڼو کې د سرچیني په ډول اخیستل شوي. [۱۷]

نن ټکی اسیا په فیسبوک کې

نن ټکی اسیا په فیسبوک ټولنیزه پاڼه کې فعال حضور لري، د خوښوونکو شمېر یې قریب څلور سوه زره ته رسیږي. [۱۸]

نن ټکی اسیا انډرویډ اپلیکیشن

د نن ټکی اسیا اپلیکیشن د انډرویډ تلیفونونو او ټیبلیټونو لپاره جوړ شوی چې تر اوسه تر لس زره زیات ځله کښته شوی او په زرګونو کسان استفاده ځیني کوي.

په دغه اپلیکیشن کې د نن ټکی اسیا ټول مطالب په ویب پاڼه کې تر نشر سمدستي وروسته نشریږي. [۱۹]

سرچینې

  1. خبري برخه
  2. د نن ټکی اسیا د مرکو برخه
  3. دیني برخه
  4. ټولنیزه برخه
  5. روغتیايي برخه
  6. ټیکنالوژي برخه
  7. ورزشي برخه
  8. پښتو ادب
  9. د نن ټکی اسیا ډومین د ثبت نیټه
  10. د پيل نیټه
  11. د نن ټکی اسیا په اړه
  12. د نن ټکی اسیا نشراتي تګلاره
  13. د مسؤولیت اخیستني په اړه د نن ټکی اسیا یادونه تر هري لیکني لاندي . وګورئ: د افغانستان احمقانه جنګ
  14. ډیلي میل اونلاین کې د نن ټکی اسیا یادونه
  15. نیویارک ټایمز
  16. The Shadows of ‘Islamic State’ in Afghanistan: What threat does it hold?
  17. وګورئ: مرکز الجزیره للدراسات
  18. د نن ټکی اسیا فیسبوک پاڼه
  19. په ګوګل سټور کې د نن ټکی اسیا اپلیکیشن